کابل پوهنتون

 داسې ښکارې چې له ۱۲ کلونو او له پراخو سیاسي او اداري ناندرو وروسته، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د هیواد د لوړو او مسلکي زده کړو د کړکیچ د هوارولو لپاره د یو شمیر کارپوهانو وړاندیزونه ولسي جرګې ته د تصویب لپاره لیږلي دي. د دغو وړاندیزو په سر کې دولتي پوهنتونونو ته د محصلینو د ورتګ د سیستم اصلاح راځي.

 افغانستان ۳۴ لوی او واړه ولایتونه لري خو د پوهنتونو په ټولګیو کې، په ځانګړې ډول د کابل په پوهنتون کې، د محصلینو شتون په بوږنوونکي توګه ناانډوله دی. د کابل پوهنتون د ژبو د پوهنځي د یوه ښوونکي په وینا په یوه ټولګې کې ۱۰۷ زده کوونکي شته چې ۹۴ یې د دوو ولایتونو، بامیانو او دایکندي، دي.

 کابل پوهنتون کې د دایکندي ولایت د محصلینو د شمیرې په اړه، په ځانګړې توګه د تیر کال د کانکور د آزموینې په تړاو، د درغلیو پراخې نیوکې شته. پدې وروستیو کې په کابل پوهنتون کې رامنځته شوي سیاسي ناندرې، د ځینو په اند، په پوهنتون کې د محصلینو د ناانډوله شتون له کبله رامنځته شوې دي.کله چې د یوه ټولګې په سلو کې نوي زده کوونکي له یوه توکمه یا له یوه ولایته وي، نو طبیعي ده چې په آزموینو کې به د دوې د ناکامو شوو شمیره لوړه وي. خو ناکامه شوي محصلین، ډیر ځلي دغه کار ته د توکمیز توپیر نوم ورکوي او پر همدغه تور د ځینو استادانو او چارواکو د ګوښه کیدو غوښتنه کوي. نورې ستونزې پوهنتون کې د توکمیز او ولایتي انډول نه شتون ګنې نورې جدي ستونزې هم راولاړې کړې دي. د توکم پر اصل د استادانو او چارواکو پالنه او غندنه، د کابل پوهنتون اکاډمیک چاپیريال د سیاسي-توکمیزو ناندرو په تمځاې اړولی دی. که څه هم د افغانستان د اساسي قانون له مخې، زده کوونکو او محصلینو ته باید د هیواد په دواړو رسمي ژبو د زده کړو آسانتیاوې برابرې شي خو د کابل په پوهنتون او د لوړو زده کړو په ګڼو نورو بنسټونو کې په پښتو ژبه زده کړې شتون نلري. دغه قانوني تشې یا سرغړونې، پښتنو محصلینو لپاره سترې اکاډمیکې ستونزي زیږولي او آن د محصلینو پر شمیرو او اکاډمیکو پیژندپاڼو یې منفي سیورې غړولی دی. د بیلګې په ډول، که یوه کندهاري انجلي چې د ښوونځي ټولې زده کړې یې په پښتو کړي وي کابل پوهنتون ته لاره ومومي نو آیا په دري/فارسي ژبې تدریس به د هغې پر زده کړو منفي اغیزې ونلري؟ دا مهال چې یو شمیر کړۍ، له ملي شورا نیولې بیا د افغانستان دباندې پورې، د پښتو دوه عام نومونه (پوهنتون او پوهنځي) نشي زغملاې، ولې پښتنو محصلینو ته ټولې زده کړې په دري/فارسي ورکول کیږي؟ که چیرې کابل پوهنتون کې ټول پښتانه ښوونکي یوازې په پښتو تدریس ورکړي، نو د هغو محصلینو پر نمراتو او اکاډمیکو وړتیاوو به څه ډول اغیزې ولري چې په پښتو لیک او لوست نشي کولی؟ تیرایستونکي مخالفتونه د عالي زده کړو د اصلاح په وړاندیزونو کې یوه برخه د ولایتونو د نفوسو او اړتیاو پر بنسټ د پوهنتون د څوکیو ویش ده. د دغې طرحې له مخې باید هر ولایت د نفوسو/وګړو د شمیرې پر اساس، کابل پوهنتون او د لوړو زده کړو په نورو دولتي بنسټونو کې محصلین ولري. دغه وړاندیز د ځینو ځانګړو کړیو توند مخالفت راپارولی دی. دوې وايي د ولایت پر اساس د پوهنتون د څوکیو ویش “َښایسته سالاري” او آن ملي یووالي ته زیان رسوي. دغه ډول استدلال ناسم، تیرایستونکی او نیمګړی دی. یوه عمومي تیروتنه چې له ګڼو خلکو سره شته دا ده چې د پوهنتون د څوکیو ویش ګواکي د توکمونو پر بسنټ کیږي – څومره تاجیک، پښتانه، هزاره، ازبک… محلصین باید په پوهنتون کي وي. دا ډول وړاندیز نه شوې او نه هم سم دی. وړاندیز شوې طرحه د ولایتونو د نفوسو پر اساس ده او د افغانستان توکمونه په هر ولایت کې شتون لري. ځکه نو دا خبره چې ویش توکمپالي پاروي، اساسا ناسمه ده. د ولایتونو تر منځ د ملي سرچینو او امتیازاتو ویش نه کومه نوې خبره ده، نه هم ناقانونه ده. اساسي قانون او ټول نور قوانین او رسمي دودونه، د سرچنیو او امتیازاتو پر انډولیز ویش ټینګار کوي – د ټولنیز عدالت اصل. د افغانستان ملي بودجه، د ملي شورا او د حکومت جوړښټ د ولایتونو د ویش پر اساس کیږي. واټنونه، توپیرونه که د کابل پوهنتون اوسني جوړښت او سیستم اصلاح نشي نو په راتلونکي لسیزې که به د افغانستان د پوهنتون-لوستو او نالوستو جغرافیا په کړکیچن ډول ناانډوله شي. د بیلګې په ډول، بامیان د افغانستان هغه ولایت دې چې د پوهنتون په لرلو سره بیا هم د کابل پوهنتون کې یې د محصلینو شمیره د هر بل ولایت په پرتله ډیره ده. د بامیانو څنګته غور هغه ولایت دی چې پوهنتون نلري او د محصلینو شمیر یې هم په کابل پوهنتون کې ډیر ټیټ دی. لس کاله وروسته به له تعلیمي پوله، بامیان له غور سره څه ډول پرتله کیږي؟ د دغه ډول ناانډولتوب پایلې ډیرې پراخي دي. په غور ولایت کې د ډاکټرانو، انجینیرانو او نورو د مسلکي زده کړو کسانو ډیر کمښت شته خو بامیانو کې د پولیو ناروغې له منځه تللې او آن والې یې یوه باسواده ښځه ده. بامیان او غور د کابل د واک په جوړښتونو کې هم ناانډوله شتون لري. د بامیان او غور ولایتونو بیلګه د افغانستان د نورو ولایتونو په هکله هم صدق کوي. د باسواده او بې سواده – پوهو او ناپوهو – توپیر آن خداې په قرآن کې کړی دی. که چیرې ملاعمر او د طالبانو د مشرتابه شورا غړو کابل پوهنتون کې زده کړې کړې وي، نو نن به ډاکټر محمدعمر وو او د جګړې پر ځاې به یا کابل کې سیاست کولو یا به یې کندهار کې د ناروغانو درملنه. (

——————————————————————

د لیکوال لنډه پیژندنه: اجمل صمدي له ۲۰۰۹ میلادي کال نه تر ۲۰۱۲ کاله پورې د افغانستان د بشرې حقونو د څار د خپلواکه سازمان مشر وو چې دا مهال په کاناډا کې به زده کړو بوخت دی.)

4 thoughts on “کابل پوهنتون دموکراتیک او عادلانه ویش غواړي/ اجمل صمدي”
  1. Laka sanga mo ce wawele pakhto ta sa tawajo nashta pa kabul pahanton ke karzai kho pakhton wale tawajo na warkawee dagha da gharono zamarian ce nawee pakhto pate da hamdagha umar ba ey kati pakhto ashraf ghani kho de pohan da pa khapala pakhto na poheghi karzai kho de walas mashar da pakhto ta sa na kawee

  2. جالبه خو دا ده چي موږ خپله د خپلو خلګو او وطن سره جفا کوو، بيا ګيله د نورو څخه هم کوو!
    موږ بايد خپل پرابلمونه خپله حل کو.
    د مثال په ډول : د کندهار په ولايت کي د ۴۰۰ څخه زياتي ښونځۍ په تشکيل کي دي ، خو اوسني د معارف نمايندګان وايي چي يوازي ۱۹۰ ښونځۍ فعاله دي ، زه باور لرم چي ۱۰۰ ښونځۍ هم فعاله نه دي.
    تاسو خپله قضاوت وکړی چي دا وضعيت چا پر موږ تحميل کړيدۍ ؟؟؟
    ولي پښتانه د پردو لپاره خپلي ښونځۍ او نور عام المنفعه موسسې ورانوي ؟
    ولي د معارف مسوءلين د۱۹۰ ښونځيو راپور ورکوي چي فعاله دي ؟ پداسي حال کي چي ۱۰۰ښونځۍ هم سمي فعاله نه دي ؟
    يوازي د جاغوري په ولسوالي کي تر ټول کندهار ولايت زياتي ښونځۍ فعاله دي.
    يوازي د جاغوري په ولسوالي کي تر کندهار،هلمند، روزګان او زابل زيات دولسم پاس( ۱۲پاس) سږ کال فارغه سوه .
    په نورو ولاياتو کي چي د اسلام په نامه مبارزين فعاله دي همدا د پښتنو پواسطه دپښتنو جنوسايد ( د پښتنو نسل محوه کول ، د پښتنو تخم ورکول ) دا ۳۴ کاله کيږي چي روان دي. څرنګه چي زه د کندهار يم ځکه نو مثال کندهار راوړم :
    هغه کندهاريان چي ۳۴کاله مخکي په کندهار کي ما ليدل اوس ۳۰ سلنه پاته نه دي ، څه سول دا ۷۰سلنه کندهاريان؟ ټول ۷۰سلنه خو مړه نه سول ، اکثريت يې د امنيت او تعليم د نه شتون په خاطر د خپله کوره او وطنه ورک سول.که وضعيت همداسي ادامه وکي ۳۰ کاله وروسته به د کندهار اصلي اوسيدونکي او کلتور د نړۍ په سره کتاب کي زموږ لمسيان په خارجي ملکو کي مطالعه کوي.
    راځم د باميان او دايکونډي تعليمي پرمختګ ته ،زما په نظر هر څوک چي په عصري علم(ساينس،تکنالوژي)کي ځان ورسوي اينده د هغو ده ، او هغه ولسونه به د زمان د اکثريتو مشکلاتو څخه په امان وي، متاسفانه چي پښتانه مذهبي مشران خپل ولس ته دا خوشبختي هيڅکله نه غواړي ، ځکه د پردو په اشاره ژوند کوي.
    صابرامان

  3. زه هم دکابل پوهنتون لپاره دعادلانه ویش سره موافق یم ….په باکستان کی هم هره صوبه دنفوسو به اساس جذب لری

ځواب ورکول saidwali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *