تاند، چهارشنبه، د دلوې ۱۶مه: کابل پوهنتون راتلونکي ۱۳۹۹ کال لپار په شلو بېلابېلو څانګو کې د ماسټري پروګرام لپاره د محصلانو د نیولو اعلان کړی دی.

د کابل پوهنتون لخوا په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د ماسترۍ د ټولو څانګو لپاره یې نوم ليکنه د حوت مياشتې له لومړۍ نېټې د دې پوهنتون په اړوندو پوهنځیو کې پيلیږي او د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د ثور د مياشتې تر ۳۱ مې به دوام ولري.

د پوهنتون په اعلامیه کې راغلي چې راتلونکی کال د ادبیاتو دریو څانګو پښتو، دري او عربي، د کرنې دوه څانګو ایکرانومي او حیواني علومو، د شرعیاتو دوه څانګو تفسیر او حدیث، فقه او قانون، د وترنرۍ یوه څانګه کلینیکي طب، د اقتصاد دوه څانګو اداره او تجارت، مالي او بانکوالي، د سیاسي علومو دوه څانګو نړیوالو اړیکو او عامه اداره، د روانشناسۍ یوه څانګه یا روزنیزه ارواپوهنه، د ښکلو هنرونو د تجسمي هنرونو څانګه، هستوي فزیک، ریاضیاتو، د جنډر او ښځو مطالعه، د کمپیوتر ساینس دوه څانګو ټکنالوژي او معلوماتي سيسټم او د بریښنایي انجینرۍ په څانګو کې د ماسترۍ لپاره د محصلانو د جذب ظرفیت لري.

خو دغه علمي بنسټ د ادبیاتو د سمستر فیس ۳۰ زره افغانۍ او د نورو ټولو څانګو فیس ۴۵ زره افغانۍ اعلان کړی دی چې محصلانو او علاقه مندانو یې په اړه نیوکه کړې ده.

2 thoughts on “کابل پوهنتون په شلو څانګو کې ماسترۍ لپاره محصلان جذبوي”
  1. نو که د لیسانس په مرحله کی فیس نه وی نو د ماستری په مرحله کی فیس ډیر عجیبه ده ، په داسی حال کی چه د اساسی قانون په اساس په افغانستان کی تعلیم مفت او رایګان دی ، او که چیری د څه مصارفو د جبران کولو خبره وی چه خلک د دولت سره همکاری وکړی نو داسی کیدی شی چه په دولتی تعلیمی ادارو کی مثلآ په ماستری دوره کی یو ډیر کم فیس لکه ۱۰۰۰ افغانی سالانه کیښودل شی ، همدارنګه د لیسانس په مرحله کی ۵۰۰ افغانی سالانه چارچیز
    وضع شی ، د لیسی په دوره کی ۲۰۰ افغانی سالانه فیس کیښودل شی ، او داسی چه یودم په ماستری کی ۳۰۰۰۰او ۴۰۰۰۰ فیسونه ایښودل کیږی دا غیر منطقی او د افغانستان د محصلینو د اقتصادی وضعیت ، د اساسی قانون خلاف او غیر منطقی فیصله او پالیسی ده

  2. کچیری دولت په تعلیمی ښوونځیو او لوړو زده په برخو کی فیس اخیستلو تصمیم نیسی نو بهتره به دا وی چی دوی ووایی یا اعلان وکړی چی غریب او فقیر سړی زوی له زده متثنی دی یعنی دومره فیس د غریب اولاد نشی پریکولی

    دولت ته پکار ده چی د ټولو زده کوونکو او زده کړیالانو (متعلم او محصل ) پلرونو او کورو مشرانو ته دندی پیدا کړی یعنی په افغانستان باید د ولس لومړی اقتصادی پیاوړتیا پروګرامونه ته رشد ورکړی بیا د په تعلیمی او تحصیلی سیستم کی فیس او همدارنګه جریمه وضعه کړی

    کله چی یو څوک د فامیل د خوراکی توکو یعنی کورنی اړتیا وړ توکی نشی پوره کولی نو د خپل اولاد د زده کړو فیس به له کومه کړی مجبور به وی چی فیس پیدا کولو لپاره او د خپل اولاد ښه راتلوونکی لپاره غلا او نورو غیرقانونی چارو ته لاس واچوی چی دا پخپله دا معنا ورکوی چی دولت د خپل نظام پیښی په خپله پرځوی
    که مطلب دا وی چی د غریب اولاد لپاره په آینده کی دولت کی د دندی چانس نشته نو په ښکاره دی ووایی چی دا ولس بیا داسی اشخاص او سیاسیون ته رایه ورنکړی ځکه چی کله د رایی وخت را ورسیږی نو ټول مشران له دوی مرسته غواړی مګر کله چی قدرت ته ورسیږی لومړی ظلم او نا دوده په همدی ولس شروع کړی

    یا په آینده کی له ولسه د رایی او د نظام د ملاتړ هیله مه کوی یا دی غریب او فقیر ولس ته د کار پیدا کولو زمینه برابره کړی ځکه دا ټول مسولیت د دولت ده
    چی پلان نلری معنا دا چی په اداراتو کی ناست ریسان او معینان او وزیران او نور د ارګ لوړ رتبه چارواکی ټوله ورځ په فیسبوکی کیسو تیروی کچیری دوی کار کوی نتیجه ولس ته صفر ده

    کچیری په ولایتونو نورو ولسوالیو کی فابریکی او کارخانی غوښتنه وشی نو بیا وایی چی امنیت نشته مګر کابل کی خو امنیت شته ولی مو سترګی ړندی شوی
    چی بیا ګوری داسی ستونزی یادونه به کوی چی هغه ستونزی د له مینځه وړلو دنده دی دولت وی
    که برق وښایی نو هغه ستونزه دی دولت ده
    امنیت وښای نو هغه کار دی دولت او ملاتړی هیوادونو ده چی دلته ثبات او سوکالی راوستلو لپاره راغلی وو

    د خدای لحاظ ته وګوری نو دا ولس ته خیر او ښیګڼی مټی را ونغواړی او له فیسبوکی خبرو تیر شی
    ځکه اوس ولس خادم او خاین دواړه پیژنی

    هغه کسان چی ځان جهاد په نامه قدرت رسوی د تاریخ په اوږدو کی پیژندلی د دوی بیا راتلل د ولس لپاره سره او توره کرښه ده
    موږ نغواړه چی ځوانان دی په دولت کی کار نکوی مګر داسی نه چی خارجه چاری او دفاعی چاری ماشومانو ته په لاس کی ورکړی ځکه موږ ته پکار دی چی ګاونډی هیوادونو څخه یی لږ زده کړو

    د نورو هیوادونو مشران چی خبری کوی بیا همزمان عمل هم ورباندی چی ۸۰ یا ۹۰ سلنه یی عملی کوی
    مګر افغانستان کی پدی پریمانه ډالرو سره سره هم اوس ولس غربت او فقر او بیکاری له لاسه کړیږی

    هغه کسانو او چارواکو چی پدی غلا او فساد کی ښکیل وو او یا اوس لاس لری او هغه هیوادونه یا سازمانونه چی له دوی سره په فساد کی مرسته کړی بیا افشا او نړی ته وښودل شی چی فلانی شخص وزیر، معین او ریس د فلانی هیواد یا فلانی بانک یا مؤسسی له لوری فساد کی ښکیل شوی
    او همدا ښکیل اداری او یاد مفسد شخص باید اقلآ ۲۰ کاله بندی او جایداد او دارای یی دولت له لوری کنګل اعلان شی او دولت برخه وګرځوی او بیا بل هیواد وشړی او په هر اداره کی د یاد شخص ملګری او نږدی خپلوان له دندو وشړی چی بیا بل کوم فساد زمینه برابره نکړی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *