دا خبر شېبه په شېبه تازه کېږي

تاند (چهارشنبه، د حمل ۶) د افغانستان ولسمشر او د هند صدراعظم نریندر مودي په کابل کې د سیکانو پر ګوردوارې ترویستي برید وغانده.

په دې برید کې، چې د سهار په ۷ بجې او ۴۵ دقیقې پیل شو، لږترلږه ۲۵ تنه عبادت کوونکي وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.

د هند صدراعظم نریندر مودي له هغو کسانو سره چې په دې پېښه کې مرګ ژوبله وراوښتې خواخوږي حرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغان امنیتي ځواکونو سمدستي اقدام وکړ او ۴ ترهګر یې ووژل.

«نن په کابل کې په ګوردوارې کې پر وحشتناکې حملې سخت خوابدی شوم. زه د دې حملې د قربانیانو له ټولو خپلوانو سره خواخوږي او غمرازي څرګندوم…..»

د کابل په زاړه ښار کې د سیکانو پر درمسال د حملې په مهال په ګوردواره (درمسال) کې ۱۵۰ تنه حاضر ول.

ولسمشر غني پر دې حملې په غبرګون کې ویلي، پر عبادتځایونو او ملکیانو دا ډول حملې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دي.

ده دا برید د افغانستان د دښمنانو کار بولی او ویلي یې دي چې دا د هغوی ټیټوالی ښيي.

ملګروملتو هم دا برید په کلکه غندلی دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ یوه مخکښ غړي محسن داوړ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي« ‏کابل کې د سیکانو په عبادت ځای د ترهګریز برید غندنه کوم. دغه سیکان د افغان ملت برخه ده. د اسلام سپېڅلی دین د داسې کړنې اجازت چا ته هم نه ورکوي. د خدای (ج) نه په پښتون افغان وطن کې سوله او غمځپلیو کورنیو ته تسلیت غواړو.»

پاکستان هم دا برید غندلی دی.

طالبانو ویلي چې دوی په دې برید کې لاس نه لري خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي « په تیرو دوو لسیزو کې د افغانانو پروړاندې د طالبانو چاودنو، ځانمرګي بریدونو او جنګ دې ته زمینه مساعده کړې چې د دغې ډلې تر سیورې لاندې نورې تروریستي ډلې وروزل شي.

 دا ډول بریدونه او جنایات بې له شکه د دایمې اوربند په نشتون کې ترسره کیږي، ځکه نو افغان دولت په ځلونو پر دایمي سولې او اوربند چې په هیواد کې د جګړې د پای ته رسیدو تضمینونکي دی، ټینګار کړي.»

د سیکانو پر ګوردوارې تروریستي برید د ۴ ترهګرو په وژلو پای ته ورسېد

د کابل په زاړه ښار یا شوربازار کې د سیکانو پر ګوردوارې (درمسال) په تروریستي برید کې لږترلږه ۲۷ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.

دا تروریستي برید د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د ۴ واړو ترهګرو په وژلو پای ته ورسېد.

هند او پاکستان دا برید په کلکه غندلی دی.

داعش سختدریځې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

محب: پر عبادتځای برید د انسانیت پر ضد عمل دی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دا برید د انسانیت او بشریت پر ضد برید بللی دی.

دې ته په اشارې چې داعش د دې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ویلي« په تیرو دوو لسیزو کې د افغانانو پروړاندې د طالبانو چاودنو، ځانمرګي بریدونو او جنګ دې ته زمینه مساعده کړې چې د دغې ډلې تر سیورې لاندې نورې تروریستي ډلې وروزل شي.

 دا ډول بریدونه او جنایات بې له شکه د دایمې اوربند په نشتون کې ترسره کیږي، ځکه نو افغان دولت په ځلونو پر دایمي سولې او اوربند چې په هیواد کې د جګړې د پای ته رسیدو تضمینونکي دی، ټینګار کړي.»

ښاغلي محب همداراز پر عبادت ځایونو برید د نړیوالو قوانینو او جنګي قواعدو څرګنده سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې دا ساحات ټول په جنګ کي باید وساتل شي.

ده دا هم ویلي«زه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له میړانې او مسلکي عمل نه چې نن یې په دغه پیښه کې د تروریستانو د ډارن برید نه زموږ خلک وژغورل مننه کوم.»

داعش په کابل کې د سیکانو پر درمسال د حملې مسوولیت ومانه

داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې د کابل په شوربازار کې د سیکانو پر درمسال د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

دا په داسې حال کې ده چې د داعش له لوري د دې برید د مسوولیت تر منلو یو ساعت وړاندې د ملي امنیت یوې سرچینې ادعا وکړه چې دا حمله د حقاني شبکې کړې ده.

برید د سهار په ۷ بجې او ۴۵ دقیقې پیل شو. د حملې په مهال په درمسال کې ۱۵۰ تنه د عبادت لپاره راټول شوي وو. لومړني راپورونه ښيي چې لږترلږه ۱۱ تنه عبادت کوونکي وژل شوي دي.

د (SITE) استخباراتي ګروپ د راپور پر اساس، داعش سختدریځې ډلې ادعا کړې چې دا برید د دوی کسانو کړی دی. سایټ استخباراتي ګروپ د ترهګرو ډلو رسنۍ او فعالیتونه څاري.

په همدې منځ کې هند دا تروریستي برید په کلکه غندلی دی.

ملي امنیت سرچینه: د درمسال نننی برید د حقاني شبکې کړی

 د ملي امنیت یوې سرچینې تاند ته ویلي چې په کابل کې د سیکانو په درمسال کې نننی وسله وال برید د حقاني شبکې کړی دی.

دې امنیتي سرچینې چې د خپل نوم له څرګندولو یې ډډه کړې، تاند ته وویل حقاني شبکې په لومړیو کې غوښتل چې د هند سفارت یا هم د هندوستان قونسلګري په نښه کړي خو په دې کار بریالۍ نه شوه او بالاخره یې درمسال په نښه کړ.

سرچینه زیاتوي، حقاني شبکې په افغانستان کې د هندي تاسیساتو په اړه د برید پلان له دې کبله جوړ کړی و چې په هند کې له مسلمانانو سره وروستي تشدد ته ځواب ووايي.

خو د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د سیکانو د درمسال په برید کې طالبان لاس نه لري.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، تر اوسه د درمسال له برید څخه ورته ۱ مړی او ۱۵ ژوبل رسول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بیا تاند ته وايي، د درمسال د بریدګرو له ډلې دوه یې وژل شوي او برمته شوي ملکیان یې هم ژغورلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمېرو له مخې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان په درمسال کې د برید پر مهال موجود وو چې ځینو سرچینو په کې د مړو شمېر له اتو تر یوولسو یاد کړی دی.

 د بخښنې نړیوال سازمان پر درمسال برید بوږنوونکی بللی دی.

د سیکانو په درمسال کې لږترلږه ۱۱ تنه وژل شوي

د کابل په زاړه ښار کې د سیکانو پر درمسال د حملې په مهال په ګوردواره (درمسال) کې ۱۵۰ تنه حاضر ول.

د وروستیو راپورونو له مخې، په دې تروریستي برید کې لږترلږه ۱۱ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې لا هم څو تنه حمله کوونکي مقاومت ته دوام ورکوي.

افغان امنیتي ځواکونو د درمسال لومړی پوړ له ترهګرو پاک کړی خو لا هم له دوهم پوړ څخه د ډزو غږ اورېدل کېږي.

افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې یو شمېر عبادت کوونکي له درمسال څخه وباسي.

د شوربازار درمسال لومړی پوړ له بریدګرو تصفیه شو

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په شوربازار سیمه کې یې د سیکانو د درمسال لومړی پوړ له انتحارایانو تصفیه کړی او بند خلک یې ژغورلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی طارق ارین تاند ته وویل، افغان ځانګړو ځواکونو سیمه محاصره کړې ده او د درمسال لومړی پوړ یې له تصفیه کولو وروسته له بندو شویو ملکیانو خالي کړی دی خو له ځانمرګو بریدګرو سره لا هم جګړه روانه ده.

له بلې خوا په ولسي جرګه کې د سیکانو استازي نریندر سینګ خالصه خبریالانو ته وویل چې په درمسال کې  لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي دي. خالصه همداراز وايي چې لږترلږه ۱۵ تنه، چې ښځې هم پکې شاملې دي، په درمسال کې بند پاتې دي.

نوموړي ویلي، وسله والو لومړی د درمسال دننه په درمشاله باندې برید کړی دی چې سیک عبادت کوونکي په ګڼ شمېر په کې راټول وو.

په همدې حال کې په مشرانو جرګه کې د هندوانو استازې انارکلي خبریالانو ته ویلي، د پېښې په وخت په درمسال کې لږ تر لږه ۱۵۰ سیکان عبادت ته راټول وو.

طالبانو پر دغه درمسال برید رد کړی دی خو تر دې وړاندې داعش ډلې په کابل کې د عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو د برید مسوولیت منلی و.

کابل کې د سیکانو په یو درمسال ځانمرګي ورننوتي

د کابل په شور بازار سیمه کې د سیکانو یوه درمسال ته د ځانمرګو بریدګرو یوه ډله ننوتې ده.

د کورنیو چارو وزارت دا خبر تایید کړی او وايي، نن سهار نژدې اته بجې د ځانمرګو یوه ډله په شور بازار سیمه کې د سیکانو یوه درمسال ته ننوتې خو ځانګړي امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او جګړه لا هم روانه ده.

عیني شاهدان وايي چې د پېښې له ځایه د سپکو او درنو وسلو ډزې اوري.

دا په پلازمېنه کابل کې لومړی ځل دی چې د سیک اقلیت پر یوه مذهبي مرکز تروریستي برید کېږي.

اهل سیک هیوادوال په تېرو څو کلونو کې د پراخو ترهګریزو بریدونو ښکار ګرځي چې نننی برید هم د دغې لړۍ برخه ګڼل کېږي.

د پېښې د تلفاتو په اړه لا دقیق معلومات نشته خو اهل سیک د معمول له مخې سهار مهال خپل درمسال ته ځي او مذهبي مراسم پر ځای کوي.

12 thoughts on “ولسمشر غني او نریندر مودي په کابل کې د سیکانو پر ګوردوارې حمله وغندله”
  1. ثابته شوه چه دغه دسیسه هم د پاکستان ددولت او ددوی د اجیرانو یعنی د طالبانو د تروریستی ډلی کار دی

  2. دغه د طالبانو د اورکم معنی ده چه حتی په مرکز کی د سکانو دعبادت ځای هم په نښه کوی ، دا خولا په قطر کی د امریکا په نظامی اډه کی د پمپیو سره د طالبانو مشر میلمه دی او د طالانو شوراګانی چه په میرامشا ، کویټی ، پشاور او اسلام آباد کی د پاکستان د نظامیانو میلمنی دی او ټول اورکم ، اورکم ادعا کوی دادی نن یی یوه یله تحفه کابل ته راورسیده چه د سکانو په درمسال باندی طالبانو حمله وکړی

  3. An Eye for an Eye will make the whole world blind, Hindos are attacking Muslims Mosques and Muslims are attacking Hindos Daramsals this was recently instigated by Mr Moody national policy against Muslims. .

    1. People who are doing things like this are not human. They are not Muslim, they are animals. That is Pakistani intelligence and their mercenaries who commit shameful action like this. Sun can not be hidden with two fingers. Pakistan is the mother of terror and extremism. They will see the pushback of what they have been cultivating for decades. Shame on Taliban and Pakistan’s government for killing innocents Afghans

  4. په خواشینو شپو ورځو کې د داسې ناروا کړنو ترسره کول لوی ظلم دی . دا کړنه په هر اړخیز ډول د غندې ده . پر دې لږکیو افغانانو داسې ظلم کول د دې خاور او ولس د کورنیو او بهرنیو غلیمانو کار دی . لږ خو په دې انځور کې د بې وسۍ دا حالت وګورئ د انسان زړه ورته په خوږ شي . لوځې پښې او بې وسه څېرې … سترګې مې له اوښکو ډکې دي . …… الله دې دا حالت په بل هیڅ مسلمان خو پرېږدئ چې په بل هېڅ انسان دې نه راولي . یالله ته پر موږ رحم وکړې .

  5. دا د همدی تور مخو او جلاد پاکستانی دلالانو کار دی. والله که له طالب حرمونی او پاکستاني استخباراتو پرته دا کار بل چا کري وي. لعنت د وي بر دی مردارخورو دلالانو

  6. دا شنیع او زشت عمل د ټالبانوکار دی که دوی هرڅومره انکار وکړي ، بل څوک داسې ناځوانمردانه عمل نشي ترسره کولی. هرځل چې د سولې او پخلاینې خبرې تریوځایه ورسیږی ، دوی یو قبیح عمل تر سره کړي . کله د ملا عمر د مړینې خبر خپور کړي او کله د ملا منصور او دا ځل بیا د خپل سکني بادار په امر د کشمیر او هند لانجې افغانستان ته راوړي. هندوان او سکان د دې هېواد اصیل بچیان ، مدافعین او خدمتګاران دي ، د هغوي په وژلو او ځورولو ټول افغانان خفه کیږي. ظالمانو ته ابدي دوزخ او نفرین غواړو.

  7. دغه ځناور، وحشیان او کرونایان داعیشیان به هیڅکله انسانان نشی، کله چه دغه کرونایی داعیشیان په هر ځای کی ولیدل شی او ونیول شی، ځما خواست حکومتونو ته دا دی چه په ۱۰۰۰ درجو جوشو اوبو کی واچوی، چه په رښتیا سره مردار شی، ځکه دغه د کرونا ویروس له ذاته دی

  8. هرتخریبی اوغیرانسانی عمل چی دافغان او انسانیت په ضد وی هغه دآی-اس-آی اودهغی اجیرو ملیشو کار دی که په هرنامه او عنوان وی بل د رذالت او شرانګیزی مرکز دا ډول وحشیانه درندګی نکوی

  9. The international community should stop Pakistan from harbouring , funding, leading, Training, supporting and exporting terrorist groups in the regional countries: Afghanistan, Iran, and India. Middle East, and Central Asian countries. Immediately Pakistan state should be included in the blacklist of terrorism supporting states. Around the last half century Pakistan army is busy in bloodshed of Afghan Nation, but the world is silent against, and do not impose enough pressure on Pakistan to change bloody policy for extension and saving its interests in the regional countries through creating and exporting terrorist groups . UN and the international community should not be further silent against Pakistan .The ongoing Terrorist group like Taliban , ISIS , Laskar Taiba , Haqani group , Nahzat Islami Uzbekistan and …. all are trained, equipped and sent as tools of Pakistan Army regional forward strategy . Why still UN , International community , Human right organizations are not investigating this dilemma and human tragedy in 21th century . They are only watching till the terrorism reach to their doors in the future! Of course enough evidences are present for the above serious massacre in Afghanistan and in the region by Pakistan Army produced brutal terrorism , even they attack the schools , Mosques , Prayers , Hospitals Markets , women , children and old ages , gardens , springs , roads , dams , electricity stations ….etc. The brutal Terrorism is the tool of Pakistan extension and forward policy in the region. UN and the regional states, should give serious attention to this human brutal losses by terrorist groups produced by Pakistan. Pakistan Army and state should be strongly punished , and even Pakistan Army should be disarmed from Mass destructive and Atomic Arms .

    تروریسم ابزار توسعه پاکستان د افغانستان و منطقه است . تمامی تروریستان از طالب ګرفته تا داعش در پاکستان تربیه و تجهیز ګردیده و بعدآ برای کشتو کشتار به افغانستان و به ممالک دیګر در منطقه مانند ایران ، هند ، اسیای میانه و شرق میانه صادر میګردد . جهان ، ملل متحد ، و کشورهای منطقه چرا در کشت و کشتار عامه توسط ګروپ های تروریستی که از پاکستان صادر میګردد صرف تماشا میکنند ، باید پاکستان در لست سیاه ممالک حامی تروریسم شامل ګردد و تحت فشار کافی بیاید که ازین پالیسی غیر انسانی و غیر بشری آنهم در قرن بیست ویکم دست وردار ګردد . تروریسم پاکستانی حتی از حمله به مساجد ، مکاتب ، درمسال ، شفاخانه ها ، پیر ، جوان ، طفل ، زن رحم ندارند ، حتی تخریب باغات ، پلها ، سرکها ، چشمه ها ، و بندهای آب ، زراعت هم دریغ نمیکنند چه رسد به کشتار بی رحمانه انسانها . حمله دیروز به درمسال اهل هنود یک ثبوت عینی است ، که مطابق اطلاعات امنیت ملی افغانستان : ګروه حقانی که مربوط طالبان است مسؤل این فاجعه شناخته شده است . البته شواهد عینی و اسناد زنده درین ۲۵ – ۳۰ سال حملات تروریستی در افغانستان در دست دولت افغانستان موجود است که فوج و دولت پاکستان حامی و پرورنده تروریسم در افغانستان است ، باید ملل متحد ، جامعه جهانی و سازمانهای حقوق بشر تحقیق نموده و فوج پاکستان و دولت پاکستان را به خاطر این همه کشتارهای عام در منطقه شدیدآ مجازات نماید ، حتی لازم است که علاوه ازپرداخت غرامتهای جنګی په افغانستان و دیګر کشورها در منطقه ، پاکستان و فوج پاکسان خلع سلاح اتمی ګردد .

  10. که د حقانی ګروپ چه په طالبانو پوری مربوط دی دا حمله کوی او یا که نور ګروپونه د طالبانو دا کار کوی خو کله چه طالبان وینی چه د حملی نتیجه د عامو خلکو د ډیر نفرت سبب ګرزیدلی او یا هم طالبان وینی چه په منطقوی او جهانی سطحه او د بشری حقوقو د ادارو له خوا د ډیرتند انتقادونو سبب ګرزی نو دوی بیا دداعش په نامه اعلان کوی چه دا کار موږ یعنی داعش کړی ، دا ټول اصلآ د یوه مربی نه مربا تر لاسه کوی چه هغه د پاکستان داستخباراتو تروریستی شبکه ده په منطقه کی ، کوم چه د پاکستان د جوړښت نه وروسته تروریسم یی د خپل توسعه وی اهدافو د پاره د ابزار په توګه زیږولی . د افغانستان د امنیت ملی څیړنه هم په خبرو کی داده چه دا کار طالبانو ( د حقانی ګروپ کړی ) ، غوشتل یی چه .د هند سفارت تارګټ کړی خو چه چانس ورته برابر نشو نو په درمسال باندی یی برید وکړ ، دا هم د خلیل زاد او د پمپو د دوهی د صلحی د معاهدی د اورکم ( کمی خشونت ) یو بل بدترین ، بی معنی او دهوکه ورکونکی شرط ، په دی لحاظ د افغانستان با تدبیره ، په قانون ولاړ او د افغانستان د ملی مافعو مدافع ولسمشر اشرف غنی ملامت نه دی چه تر هرڅه وړاندی د صلحی د پاره د اوربند غوښتنه کوی ، اورکم دغسی یوه دهوکه ده چه تروریستان او دهغوی مربی د پاکستان فوج غواړی چه په افغانستان کی د صلحی تر نامه لاندی خونریزی روانه وی ، دا هیڅ افغان او هیڅ انسان ته د منلو وړ نه ده په دی لحاظ د خلیل زاد او پمپو دلایل او غوښتنی د عدالت د چوکاټ نه
    بیرون دی ، او کله چه عدالت په نظر کی ونه نیول شی هیڅ وخت صلحه پایداره او با عزته نه شی راتلای ، صلحه خپل منطق لری دا د احساساتو او خالی د جذباتو کار نه دی ، که عدالت، قانون اساسی مراعات نشی دا به خدای مه کړه د یوی بلی خطرناکی جګړی مقدمه ثابته شی ، نو باید د محترم اشرف غنی منطق ته چه د افغانستان یو نابغه ولسمشر دی ملت ښه متوجه اوسی ، اوهغه لنډه غر چه صرف په چوکی او سهم او پیسو نه مړیږی دهغوی ورانه سابقه او فساد ملت ته ښه معلوم دی. .

  11. د طالبانو او پاکستان د نظامی او ملکی چارواکو دپاره نور د مسلمانی نصیحتونه او افسوسونه حماقت دی ، ځکه دوی د مسلمانی په لار نه د ی روان ، ددوی شرم آوره کړنی په تاریخ کی هغو خلکو هم نه دی کړی چه د خدای نه منکر ؤ او یا منکر دی . دوی به الله تعالی دټولی نړی په وړاندی ذلیل ، او ناکام کړی او ددغه ضلمونو په مقابل کی به پوره مجازات به ورته حواله شی ، او هم به په آخرت کی دوی د ټول مخلوق په وړاندی ذلیل او شرمنده او ددرد ناکه عذاب څکونکی وی ، ځکه دغه دنیا او په هغه کی انسانی هستی دا سی عبث الله تعالی نه ده پیدا کړی ، الله هرڅه تر نظارت لاندی لری خو د الله تعالی که یو صفت قهار دی ، جبار دی بل صفت یی صبور هم دی ، عجله نه کوی او په کرار کرار به د ظالمانو ، آدم کشانو ، قاتلانو ټغر ورټول کړی . په دی هکله د قرآن ارشادات واضح دی .

ځواب ورکول دورانی افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *