تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د نن ورځې په انتحاري برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ژوبل شوي دي. د کورنیو چارووزارت امنیتي مرستیال خوشحال سعادت په یوه خبري غونډه کې وویل، په ټپیانو کې ۹۴ تنه ملکیان دي. طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې د پولیسو د جلب و جذب یو مرکز یې په نخښه کړی دی.

کابل کې موټربم چاودنې تر اوسه ۹۵کسان ټپیان کړي

تاند، چهار شنبه، د اسد ۱۶مه: نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د کابل لویدیځ پر شپږمه امنیتي حوزه د موټر بم برید د ټپیانو شمېر ۹۵ کسانو ته لوړ شو.

د تاند د سرچینو په اساس تر اوسه ۶۹ ټپیان استقلال روغتون، ۱۷ ټپیان د علي اباد روغتون او ۴ ټپیان د ایمرجنسۍ روغتون ته رسول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، برید د شپږمې امنیتي حوزې په دروازه کې شوی دی.

د پېښې عیني شاهدان وايي، له چاودنې وروسته د ځانمرګو بریدګرو یوه ډله د شپږمې حوزې ودانۍ ته ننوتې او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته لا هم روانه ده.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، یوازې موټر بم برید شوی او ځانمرګي برید ګر حوزې ته نه دي ننوتي.

د پېښې ځای ته نږدې شاوخوا سل کورونه زیانمن شوي دي.

د چاودنې غږ دومره دروند و چې د کابل په شاوخوا ټولو سیمو کې اورېدل شوی.

طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی، دا په داسې حال کې ده چې قطر کې په مذاکراتو بوختو طالب او امریکايي استازو د سولې په تړاو د پرمختګونو خبر ورکړی، خو د اوربند په تړاو هیڅ نه وايي.

2 thoughts on “د کابل په چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ژوبل دي”
  1. بی ناموسو پاکستانی دلالانو!
    تر تاسو مردار، گنده، نامسلمان، ملعون، فاحش، بی حرمته، پلورل شوی، نا انسانه، بی غیرته، چتل، او بوی ناکه تنظيم چا تر اوسه په دنیا کی نه دی لیدلی. تاسو د امارت په عوض د غارت او وحشت تنظیم تاسیس کری. تاسو د افغانانو په غرور ، عظمت او عزت میتیازی وکری، که سوله وکری او که نه. قسم په خدای که نه په دی دنیا او نه په هغی دنیا ارامه شئ. ستاسو جای د دوزخ په کنارابونو کی وی. هلته به له خپلو پاکستانی دلالانو سره د دوزخیانو په مرداریو چرچی کوی. جهنم مو ابدی کور او گور شه.

  2. د رزیل ملک رزیلان او روزل سوي سپو د مودي جي زور تر موږ مه باسئ ورسئ کشمیر داسي غاړي غاړي تیار دی و جهاد ته .بې شرمو دلالانو په الله قسم کوم چه ستاسو په مردار قول اشغال ختم هم سي لا به مو د انګریز او پنجاب در ښودل سوی جهال ختم نکړي ستاسو ښځو ته اوس د پنجاب …… بلاګی خوند ورکړئ دی هغوی مو نه پریږدي.
    والله چه ستاسو لوطیانو سره جهاد فرض عین دی.

ځواب ورکول دلاور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *