تاند، شنبه، د دلوې ۱۹مه: په کابل کې یو شمېر هزاره فرهنګیانو، فعالانو او محصلینو د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو په تړاو ویر غونډه کړې ده.

دغو فعالانو ویلي، چې قاسم سلیماني له نړیوالې ترهګرۍ سره په جګړه بوخت و په داسې حال کې چې امریکا یې افغانستان کې پر وړاندې ماتې خوړلې ده.

د جمعي د مازیګر په دغه ویرغونډه کې د حزب عدلالت او توسعې مشر سید جواد حسیني قاسم سلیماني ته د اسلامي نړۍ د ویاړ لقب ورکړی دی او ویلي یې دي سلیماني د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې په لومړي صف کې روان و: (( ترهګرۍ په عراق سوریه او ټول منځني ختیځ کې د سلیماني له برکته ماتې وخوړله، هغه د ټولې اسلامي نړۍ اتل و، د ترهګرۍ ضد مبارزه سرحد نه لري، ځکه موږ په افغانستان کې د سلیماني لمانځنه کوو))

ښاغلي حسیني ویلي امریکا په افغانستان کې له ټولو نظامي تجهیزاتو سره ماتې خوړلې او سوله هم په زاریو کوي، په داسې حال کې چې سردار سلیماني نړیوال تروریزم په ګونډو کړ: (( امریکا یا په اسلامي نړۍ کې د درواغوپه اساس ځای نیولی یا رښتیا هم د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ناکامه ده.))

ښاغلي حسیني همدا راز ویلي، چې خلک او پلویان یې له ایران سره نیک روابط غواړي او دوی هم له دواړو دولتونو غوښتنه کوي چې یو تر بله نږدې اړیکې وپالي.

په سلیماني تور دی چې د افغان هزاره ګانو دوه ډلې زینبیون او فاطمیون یې تربیه کولې او سوریې ته ی‌ې له داعش سره جګړې ته استولې چې له دې کبله افغانستان کې له هزاره ګانو د داعش غچ اخیستونکي بریدونه زیات شول.

One thought on “په کابل کې یو شمېر هزاره فعالانو د سلیماني ویرغونډه جوړه کړه”
  1. هزاره ګانو ته شرم پکار دي سليماني په حقيقت کې هزاره ګان استعمال کړه او دعيشيا نو په دشمني ککړ کړه تاسو وليدل چې د عشيانو خپل غچ څوځلي ددوي نه واخسته

ځواب ورکول اجمل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *