تاند – د کابل ګاردنیزیون عمومي قوماندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د شهيد اونۍ د نمانځنې پر مهال د خلکو هر ډول ډله ييز، موټريزو کاروانونو او په کې د وسله والو تګ راتګ او پر موټرو د خپلو بيرغونو ځړول په جدي ډول منع دي.

د مسعود پلویان تېر کال د خپلې پخوانۍ دورې له بیرغونو سره
د مسعود پلویان تېر کال د خپلې پخوانۍ دورې له بیرغونو سره

د ګاردنیزیون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود له پلویانو څخه غوښتنه کړې چې د هغوی له خبرولو څخه پرته دې په ښار کې بیرغونه او شعارونه نه نصبوي.

قوماندانۍ ویلي، چې د کابل پولیس به د پلان شویو مراسمو امنیت ټینګ کړي، خو په کابل کې د تیرو ورځو چاودنو او ځانمرګو بریدونو ته په اشارې یې خبر ورکړی، چې د حکومت وسله‌ وال مخالفین هڅه کوي چې د خلکو غونډې په نښه کړي.

دغې امنیتي ادارې د کابل ښار امنیتي موظفینو او د ترافیکو پولیسو ته لارښوونه کړې، چې په کابل کې ټولې لارې د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانستې وساتي.

د ټلوالې یو شمېر پلوي فعالانو د پولیسو دغه اعلان د خپل ځان سپکاوی ګڼلی او ویلي یې دي چې ارګ د هغوی له حرکتونو څخه وېرېږي.

د مسعود پلویان په کابل ښار کې په یوه وحشیانه حالت کې
د مسعود پلویان په کابل ښار کې په یوه وحشیانه حالت کې

ویل کیږي چې، احمدشاه مسعود چې د ځان د مطرح کولو، خبري او تصویري پوښښ ډېر مینه وال وو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۹مه د دوه تنو عربانو له خوا چې ځانونه یې د ژورنالستانو په توګه ورپېژندلي ول په کمره کې د نصب شوي بم په چوولو سره ووژل شو چې پلویان یې هر کال د هغه د مرګ تلین په خورا وحشیانه بڼه په کابل ښار کې د زور او شور په ښودلو سره لمانځي.

One thought on “کابل ګارډنیزیون د مسعود پلویانو څخه وغوښتل چې په کابل ښار کې ګډوډي جوړه نه کړي”
  1. ټولو ته جوته ده چې د نظار شورا قوماندان مسعود د داکتر عبدالله ، مړشوی قسیم فهیم او د هغوی نورو ژوندیو انډیوالانو د دې لپاره مړ کړ چې دوی بیا قدرت ته ورسیږی.
    د دوی وسله وال مارش په کابل ښار کې د دوی هغه توره څیره کابل ښاریانو ته ښکاره کوی چې د نظار شورا د واکمنی په دوره کې نژدی 70000 کابل ښاریان شهیدان ، په میلیونونو مهاجر ، کورونه یی کنډواله ، د افغانستان سل کلنه تجربه کاره اومجهزه ملی اردو منحل او تجهیزات یی کباړ او پر پاکستان خرڅ شول، جنرال حمید ګل د افغانستان د هغه وخت مشر ملا برهان الدین ربانی نظامی مشاور وټاکل شو او د هیواد ملی شتمنۍ ټولې چور شولی. د کابل ښار د افشارو جنوساید لاتر اوسه د ولس په یاد دی.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *