جاوید ستانکزی

د انسان لپاره وخت تر ټولو غټ نعمت دی، له وخته په استفادی انسان کولای شی هرکار ترسره کړی. په نړی کي پرمختللی هیوادونه او ویښ ولسونه د وخت ډیر قدر کوی اوبهترینه ګټه ورڅخه پورته کوی، دوی خپل وخت په ګټورو کارونو مصرفوی څوخپل هیوادونه د سوکالي او پرمختګ په لور روان کړي. د افغانستان په شان غریب، وروسته پاتی او ویجاړ هیواد بایدله خپل وخته بهترینه ګټه پورته کړي، د حکومت او ولس ترمنځ همغږی او د اعتماد فضا رامنځ ته شي، حکومت د ولس لپاره د کار زمینه برابره کړي څو هیواد د سوکالی په لور روان شي. په تیرو ۱۳ کلونو کي زمونږ حکومت خپل او د ولس وخت په بیدریغه ډول سره ضایع کړ چي له بده مرغه دا لړی تراوسه دوام لری.

د ټاکنو د پایلو ۶ میاشتني ځنډ د هیواد اقتصاد، ثبات او امنیت ته خورا زیات زیانونه واړول، چي له امله یي کورني او بهرني پانګه اچونکي نهیلي شول او خپلې پانګې یي له هیواده وایستلي او ځینو خپل پلانونه د نوی حکومت تر راتلو وځنډول . د ټاکنیز کړکیچ له امله په دولتي ادارو کي د فساد او بی کفایتي کچه نوره هم لوړه شوه، په مرکز او ولایاتو کي رسمي کارونه ډیر سست او یا په ټپه ودریدل. ولس هیله درلوده چي د ټاکنیزو ستونزو له حل کیدو او د نوی حکومت له راتګ سره به د دولتی دستګاه چي هغه مهال یی سست فعالیت درلود په کارونو کي چټکتیا رامنځ ته شی، د نیمګړو کارونو د ترسره کولو په موخه به جدی او سریع ګامونه پورته شی. د ملی یو والی د حکومت له راتلو سره سم ولسمشر ټول وزیران، والیان او سفیران سرپرست ونومول او دولتی دستګاه چي یوڅه بطی روانه وه تقریبا په ټپه ودریده. لکه څرنګه چي ۶ میاشتي د ټاکنو د پایلو په انتظار کي ضایع شوی وی په کار وه چي ولسمشر په ړومبنیو ۲۰ ورځو کي خپله کابینه نومولې او پارلمان ته یي د اعتماد د ترلاسه کولو په موخه ورپیژندلې وای خو د یوې میاشتې په تیریدو لا تراوسه د کابینی خد او خال نه معلومیږی. دا ټولو ته څرګنده ده چي د ملی حکومت د چنو وهلو پر مهال د وزارتونو له څوکیو شروع تر ریاستونو، په ولایاتو کي له والیانو نیولی د ولسوالیو په سطحه د مدیریتونو تر بستونو پوری او په سفارتونو کی د سفیر له څوکۍ نیولی تر اداری مامورینو پوری ټولې څوکۍ په ملی حکومت کي د ښکیلو ډلو ترمنځ ویشل شوی خو بیا هم د انتظار شیبی غځیږی ، وخت ضایع کیږی او تاوان یي خوار ولس او جنګځپلی هیواد ګالي.

نوی حکومت وایي چي د دولت په چوکاټ کي به موازی اداری له منځه یوسی، ځیني وزارتونه او عمومی ریاستونه ممکن په ځینو نورو کي مدغم شی، خو په عمل کي دغه خبره برعکس معلومیږی، ولسمشر او اجرایوی ریس د تشریفاتی غونډو په دایرولو سره د خپل سیاسی نفوذ نمایش کوی، او داسی انګیرل کیږی چي ګویا دواړه مقامونه یو ډول صلاحیتونه لری. ددی ترڅنګ هر بهرنی میلمه چي افغانستان ته په سفر راځی لمړی له ولسمشر او بیا له اجرایوی ریس سره ملاقات کوی ګویا چی دا دواړه مقامونه له یو بله مستقل دی او دواړه مقامونه بیلی اجنداوی لری او یا داچي اوسني حکومت دوه سره لری. د اجراییوی ریس پوست چي د ولسمشر د فرمان له مخی ایجاد شوی باید صلاحیتونه یي هم په ډاګه شي څو د تشریفاتی غونډو پرځای او د ولسمشر د کړنو د کاپی کولو پرځای خپلو مسؤلیتونو ته متوجه شي.

اداری اصلاحات (بدلون):

په تیرو ۱۳ کلونو کي د دولت ډیر مهم پوستونه له یوه تنظیم، ډلی او یا ولسوالي سره ؤ. د مقام لپاره د غوروای معیار د تعلیم او تجربي پرځای تنظیمی او شخصی اړیکې وی چي په نتیجه کي یي دولتی دستګاه له فساده ډکه اوپه نړی کي یي د فاسد ترین دولتونو په قطار کي حساب شو. ځینی وزیران او لوړپوړي چارواکي له تیرو ۱۳ کلونو راهیسي د بی کفایتي برسیره په لوړو مقامونو موجود دي، ولس له دغو څیرو ستړی شوی او ددوی بدلون غواړي. دوی په تیرو ۱۳ کلونو کي په ښه ډول د دندو په ترسرو کولو کي پاتی راغلل، د اصلاحاتو په راوستو، د کاری پلانونو په تطبیق او د بودجی په مصرف کي پاتی راغلل او دغه چارواکي ددی جوګه نه دی چي بیا ورته چانس ورکړل شي. ولس له ولسمشر غنی څخه یوازی دڅیرو بدلون نه بلکی په دولتی دستګاه کي د نا اهلی پر ځای د اهل ، د بی کفایتی پر ځاي د کفایت، د بی انصافی پر ځای د انصاف، د نا امنیو پر ځای د امن، د ګډوډیو پر ځای د ملی یووالی او د تشو وعدو پر ځای د عمل بدلون غواړي. ولس هیله لری چي دغه اصلاحات یوازی په کابینه او د حکومت په مرکزی ادارو پوری محدود پاتی نشی بلکه په اساسی ډول دولایاتو، ولسوالیو او کلیو په کچه د هیواد له شرقه تر غربه او له شماله ترجنوبه په ټولو سلسلو کي پلي او عملی شي، ددی ناکامه او په فساد ککړو چارواکو پرځای باید تازه دمی، انرژی لرونکی د پوهی او تجربی خاوندانو ته موقع ورکړل شي څو له ولس سره کړی وعدي پوره او هیواد د سوکالی او ترقي پر لور روان شي.

قومی ترکیب:

په تیرو ۱۳ کلونو کي د قومی جوړښت (ترکیب قومی) اسطلاح ډیره عامه وه، په مرکزی ادارو (ملکی اونظامی) کي یاده اصطلاح او پروسه تطبیق کیده. زه د دغی پروسی مخالف نه یم ولی یاد ه پروسه باید په داسی ډول پلی شي چي معیار یي کفایت او اهلیت وی نه تنظیمي،شخصي او ډالری اړیکې. په تیرو ۱۳ کلونو کي د مهمو څوکیو لپاره د انتخاب معیار رشوت یا تنظیمی او یا هم شخصي اړیکی وی، هره دولتي څوکي یا پوست د ډالرو په بدل کي خرڅیده او دا هرڅه په ډاګه او علني ډول ترسره کیدل. خدای د وکړی چي دا ځل د قومی ترکیب تر عنوان لاندی یوځل بیا بی کفایته اشخاص مهمو څوکیو او مقامونو ته لار ونه مومی او د انتخاب معیار سواد، تجربه، له فساده پاکه ماضی او تقوا وی. ځینی په دی نظر دی چي ولسمشر د چاپلوسانو په حلقه کي راګیر دی، خو دا عذر د منلو نه دی، ولسمشر د پوهی، علمیت او تجربي ترڅنګ په تیرو ۱۳ کلونو کي په افغان دولت کي ښکیل دی، له چاپلوسانو څخه د ځان خلاصولو او کار کولو په هنر ډیر ښه پوهیږی.

د افغانستان په شان غریب هیواد ډیر زیات کار ته اړتیا لری، نوی حکومت ته په کار ده چي په ښارونو کي د ګڼي ګوڼی د کمولو په موخه د یوی ورځي رخصتي پر ځای نوری لاری ولټوی او دولتي ادارو او مقامونو ته چي تیر ۱۳ کلونه یي په غفلت کي تیر کړی کاری اهداف وټاکي، د اهدافو د نه ترلاسه کولو په صورت کي نوموړی مقام له کاره ګوښه او پر ځای يي د کار وړ کسان وګوماري. ولسمشر په یوازی سر د حکومت ټولی چارې سرته نشی رسولای او ددی کار لپاره هغه یو پیاوړی کاری ټیم ته ارتیا لری، ولسمشر باید خپله کابینه اعلان او پارلمان ته یي د اعتماد د ترلاسه کولو لپاره ور وپیژنی څونور وخت ضایع نشي. ولسمشر هره ورځ د مختلفو ولایاتو له قومی مشرانو سره غونډی لری او په هره غونډه کي د مربوطه ولایاتو د ستونزو د حل کولو وعدی کوي خو تراوسه یي خپل کاری ټیم نه دی ټاکلي، که چیری ولسمشر د خپل کاری ټیم په ټاکلو کي نور ځنډ وکړي نو ممکن دده وعدی هم تش تر الفاظو پاتی شی او د ولس هیلي او امیدونه په اوبو لاهو شی.

آرام حرام دی وخت راغلی اوس د کار دی

مټی ونغاړی ځوانانو چي وطن ډیر په بد حال دی

ولسمشره ږغ اوچت کړه ځوانان ټول په انتظار دی

دوی به دښتی کړی ودانی خو چي ستا ورسره لار وی

جاوید ستانکزی – لندن

3 thoughts on “کابینه، اصلاحات او قومی ترکیب/ جاوید ستانکزی”
  1. جاوید جانه په مننی سره واقعیتونه دلیکلی زما دزړه خبری دی څوڅو څلی ما هم دغو خبروته انعکاس ورکړی ولی څه راونه وتل داوله دوی مسکیل زیات کړیده مشاوری په عین کارکی ددو کسو سره یو څل ریس جمهورسره بل څل دریس اجراییوی سره عینی موضوع مشابه کارونه نوڅنګه کیدای شی ………………پدع مقطع زمانی کی والیانوډیر ډیر څه دڅان په نفع وکړل وزیرانو همدغه رنګه ملت در په در خوار وزار ددوی پر څه هر وخت چه سره جوړیږی یوکال شی یا زیات صرری ملت ته رسیږی او دملت غم چاسره نشته همدا لړی ده روانه به وی زموږ خواهش جدی خواهش دادی چه نور ملت په انتظار کی دمرګ شپوته مه کیښنوی عاجل دملت په ګټه مثبت پلانونه جوړ کړی ملت خوشاله کړی خدای به درنه خوشاله شی.

  2. کله چی یو انسان په قدرت کی نه وی ښه فکر کولای شی ، مګر په دولتی دندوی کی له مصروفیدو سره سړی په اداری کارو بوخت کیږی او هغه ورکړی وعدی په خپل ځای پاته کیږی. قدرت هم لذت لری هم بوختیا.
    زمونږ دواړو د ولسمشری کاندیدانو ولس ته ډیری وعدی ورکړی مګر عملی کول یی ناشونی دی. یوه ډله یی د خپل راتلونکی او د قدرت د دوام او تل پاتی کیدو په فکر کی دی ، دوی غواړی له یوی خوا د جمهوری ریاست مقام نور به اعتباره کړی او پرځای یی لومړی وزیر ته واک ورکړی او ولایتونه خپلواک او راتلونکی تجزیی ته زمینه برابره کړی اود نورو هیوادونو له سیاسی او استخباراتی کړیو سره په تماس کی دی.
    بله برخه یی فکر کوی چی دوی هرڅه کوی هغه سم دی او له خپلو ملګرو سره مشوری نه کوی ، هغوی چی یواځی د مطبوعاتوله لاری خپل وړاندیزونه دولتی مقاماتو ته وړاندی کوی او بل څه یی په وس نه دی پوره . خپل وجدانی او ایمانی مسوولیت پرځای کولای شی خو کاشکی کوم مسوول مقام دا وړاندیزیونه لوستلی او د چارواکو تر غوږو یی ورسولای شوای. زمونږ د چارواکو ګناه همدا ده چی کله قدرت ته ورسیږی هرڅه هیروی او هم خپل ځانونه تباه کوی او هم له ولس سره لویه جفا کوی چی تر نن پوری یی ولس په بل کړی اور کی سوځی.

  3. بې کفايته کسان په کار ګومارل،واسطه کول که په هر نوم او دهر چا له خواوي،پلمې او چل ول د فساد اسا سي ريښي ګڼل کيږي له همدې عناصرو سره د کرزي په شان سازش کول هغه تکي دي چې د فساد برخه نوره هم پياوړې کوي. د قومي ترکيب، جوړښت اصطلاح ډيره زياته مهمه ده هغه په دې لحاظ چې اوس په ژوندې توګه د اريانا تلويژن نه پوهېږم چې د احسان الله بيات له خو په ټوله نړۍ کې خپرونې لري دا خبره ډيره مهمه ده چې زموږ په ژبه، کلتور او فرهنګ “نخبګان” هغو کسانو ته ويل کيږي چې ددې کليمې د مفهوم او مانا اهليت ولري که چېرې د تلويژن ويندوى چې فرانسوي ډوله ږيره لري يا د کليمې په معنا نه پوهيږي او يا داچې په ډيره خيله ګى کې لاندې کسان چې د افغانستان تاريخ او ولس ېې پېژني څنګه د اسې واېې چې : معرف شخصيت هاى ملي، سياسي، اقتصادي فرهنګي او يو درجن نور نومونو سره را پيژنى مګر نه پوهيږي که شپه تياره هم ده خو مڼې په شمار دى دغه کسان جاسوسه سيما “ثمر” سور پرچمى سليمان “لايق” سيد مخدوم”رهين” د ايران اجنت،دبن د معاهدې ستر نازو يونس” قانوني” او د کابل ولايت قصاب عبدالله عبدالله
    د ستانکزي وړانديز د ټولنې ، حکومت، سولې، اقتصاد او بيداري لپاره يوه ستره يادونه بلل کيږي موږ هېله لرو چې ولس مشر به د يو ه اوچته مکانيزم له مخې دسولې په برخه کې به ډير ګړندي ګامونه واخلي چې عملي او علمي بڼه ولري او انشا الله له پاکستان سره د نړۍ له نورو هېوادو سره به په لوړه کچه دغه کړکېچ وڅيړي.هيله کيږي چې دغه څېړنې به د يوه هېواد د زعامت، مسوليت، رسالت پر بنا ولاړه وي او پايله به ېې هم مطمنه وي.

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *