دولسمشر ډاکټر اشرف غني د ټاکل کیدو نه ورسته افغان حکومت په نړیواله  سطحه دهیوادنو پام ځان ته راوړلو، دکار په لمړیو ورځو کي ناڅاپي سفرونه او دهیواد اقتصاد ته ستره ضربه رسونکي لانجه دکابل بانک دوسي څیړل او برسیره کول، د امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون لاسلیک کول، له ولایتونو سره د ویډیو کنفرانس له لاري مجلسونه ، قومي مخورو سپین ګیرو سره دستونزو دحل کولو په موخه مجلسونه، او سعودی عربستان او چین ته دولسمشر اشرف غني دولسمشرۍ په دور کي رسمي سفرونه شروع کیدل  دا هرڅه هغه کارونه او فعالیتونه وه  چي په لنډه موده کي دولسمشر لخوا ترسره شوه او هم په مخ روان دي

 له دي سره دافغانستان په نړیوالو اړیکو کي هم بدلون راغي د ترکی ولسمشر رجب طیب اردغان او دبریتانیالوړ پوړي چارواکي ډویډ کمیرون سفرونو هم په نړیوالو اړیکو خورا ډير تاثیر درلود ددي دواړو هیوادنو مشرانو دراتګ سره دافغانستان په نړیوالو اړیکو کتاب کي یو نوی باب پرانیستل شو.

 کابل چي ترډيره بریده دهمسایه هیوادنو د دسیسو ښکار او نړیوالو ته دیو نا امنه پایتخت په توګه معرفي شوي ښاروو خوکابل اوس دنړیوالو اړیکو په مټ د نړۍ دسترو هیوادنو د کوربه توب ویاړ په برخه لري. کابل اوس مخ په بدلیدو دی ددي بدلونونو که څه هم نړیوال او هم افغانان هیله مند کړي خو بیا هم دافغانستان په مخ یو اوږد ستر او ستړی کونکۍ مزل پروت دی افغانان که څه هم راتلونکي ته ډير خوشبینه او خوشحاله ښکاري خو لا اوس هم ډيري ستونزي او مشکلات په مخکي لرو او دا مشکلات او ستونزي باید افغانان حل کړي ځکه ستونزي زمونږ دی او دحل لاره هم ورته باید مونږه پیدا کړو.

خوشخبتانه او دویاړ ځاۍ دی چي دافغانستان په تاریخ کي دا لمړۍ ځل دی چي دیو منتخب ولسمشر نه بل منتخب ولسمشر ته واک په سولیزه توګه لیږدول کیږي دنړیوالو اړیکو او دنړیوالو اصولو له مخي اوس افغانستان په خپل لاس کي ډير فرصتونه لري ترڅو له دي فرصتونو ګټه واخلي افغانستان کولۍ شي چي په منطقه کي یو ستر اقتصادي بدلون راولي او د پانګواني او سرمایه ګزارۍ په برخه کي هیوادنه دعوت کړي ترڅو دافغانستان تولیدات واخلي او دافغانستان دننه پانګوانه وکړي خو دا هرڅه یو وخت او منظم پلان او استراتیژۍ ته اړتیا لري کچیري منظم او فکري مدیریت له چارو وشي.

 ددي ټولو موضوعاتو سره اوس مهال ترټولو جدي او مهیمه خبره دافغانستان راتلونکې کابینه ده هو دا پوښتنه به هم دنړیوالو او هم دافغانانو لپاره یوه په زړه پوري بحث وي په تیرو ۱۳ کلونو کي دافغانستان کابینه کي مختلفې څيرې ولیدل شوي یو تعداد تکړه وزیران وو چي هم ېي خیانت ونکړو او هم يي مثبت کارونه ترسره کړه خو بیا هم داسي فوق العاده وزیر دافغناستان په تیرو ۱۳ کلونو تیر نشو که نور به هیڅه هم نه وو نو دبودجې دنه مصرف شکایتونه او مشکلات به موجود وه پدي کابینه کي نه یوازي کم تعداد ښه خلک بلکي ترټولو بیکاره او مفسده څیرې هم موجودي وي چي ځيني پکې ان بهرنیو هیوادنو ته دافغانستان پیسي هم وتښتوليپخواني ولسمشر حامد کرزی ترټولو ستره سیاسي اشتباه همداوه چي د وزارتونو ویش او په خصوص د سکټوری وزارتونو ویش يي دمعاملي او مصلحت په سر کولو پخواني ولسمشر حامد کرزی دا چاره پداسي حال کي ترسره کوله چي افغانستان دنړۍ ترټولو فاسد ترین هیواد په توګه دنړیوالو لخوا وشمیرل شو پخواني ولسمشر دا ادعا پدي بهانه ردوله چي ګواکي خارجیان په فساد کي ستر لامل دي خو دا خبره هم دیادولو ده چي اکثره په سکټوري وزارتونو کي دافغانانو په موجودیت کي داستر فسادونه او غلاګاني شوي مطلب دا چي دکور مالک په موجودیت کي هم د کوره غلا روانه وه دا سلسله ۱۳ کاله همداسي په مسلسل توګه روانه وه.

د فساد په  ضد یو بیکاره اداره چي تراوسه يي هیڅوک هم دفساد په ضد محاکمه او ونه نیوه اوس هم په میلونو ډالر مصروفي ترڅو دفساد مخه ونیسي خو پخوانۍ کابینه سره له دي چي له فساده ډکه وه ترڅنګ يي کار او آن دوزارتونو چاري مخکي نشوي بوتلۍ.

 دافغانستان په ډيرو وزارتونو کي بیکاره وزیران وه چي دافغانستان دملت دکور یعني پارالمان چي پکي تش په نامه ځيني دملت استازي موجود وه صرف او صرف دفساد د دوام په موخه او دیو معامله ګرۍ په موخه به يي اعتماد او عدمي اعتماد رایه ورکوله دا مفسد وزیران په خپلو څوکیو کي ساتل ترڅو وکولۍ شي ددوي هم چاره وکړي او پیسي تري نه وشکوي.

 دافغانستان د ټولو وزارتونو چاري معلومي دي خو یوه ستره ستونزه چي زمونږ په سکټوري وزارتونو کي موجوده ده تر ټولو لمړۍ ددوي ترمینځ نه هغمږي ده سکټوري وزارتونه دیوبل سره ډيري زیات ژوري اړيکي لري خو په تاسف سره په تیرو ۱۳ کلونو کي ترټولو ناکامه او بیکاره همدغه سکټوري وزاتونه وه چي نه یوازي اقتصادي فقر يي ونشو کولۍ چي له مینځه ویسي بلکی دوي دفساد او غلاګاونو دسترو مرکزونو په توګه پاتي شول دافغانستان اقتصاد دافغانستان دسیاسي وضعیت پوري تړاو لري دافغانستان سیاسي او اقتصادي وضیعت په تیرو ۱۳ کلونو کي یو متزلزل حالت درلود سکټوري وزارتونو په ۱۳ کلونو کي افغانستان ولس ته هیڅ هم ورنکړۍ شوه په ملیاردو افغانۍ او ډالر ددي سکټوري وزارتونو په لاس مصرف او ددوي په مخکي دخارجیانو په لاسونو مصرف شوي خو نتیجه يي داده چي اوس هم دافغانستان غوڅ اکثریت دفقر لاندي ژوند کوي.

تیره ورځ دمالي وزارت چي دهیواد ستر سکټوري وزارت دی دبودجي دکسر خبر ورکړه او داچاره ۱۳ کاله دوام لري افغانستان اوس تر ۵ میلونو ډالرو زیات صادرات نلري او مګر برعکس ترملیاردو ډالرو واردات لري د زراعت وزارت دافغانستان یو ترټولو مهیم او ستر سکټوري وزارت دی خو تراوسه پدي ونه توانیدو چي دافغانستان د تولیداتو کیفیت او کمیت لوړ کړي افغان دهاقین د مخدره توکو په ځاۍ سم تولید وکړي او افغانان د وارداتو پرځاۍ په خپل تولید اکتفا وکړي دافغانستان دسوداګرۍ او صنایعو وزارت غیر له تیلو چي په هغي کي هم دمیلونو ډالر او افغانۍ فساد راون دی پدي ونه تواینده چي دافغانستان دصاراتو او ورادتو لپاره ستراتیژي او پالیسي جوړه کړي دوي نه یوازي پدي چاره کي ناکام وه بلکي په تیرو ۱۳ کلونو کي دوي ونه توانیده چي خپله انکشافي بودجه مصرف کړي دا هر څه هغه څه وه چي دافغانستان اقتصاد يي له زوال سره مخ کړی

 او هم دافغانستان په سیاست او سیاسي ثبات باندي تاثیر کړی.

 خو دیادواني وړ ده چي اوس مهال دهیواد په سیاسي وضعیت کي یو اندازه بدلون راغي اوس هیله ډیره وجود لري ترڅو نوۍ ولسمشر راتلونکي کابینه کي څوک په کومه دنده ګوماري ګومان کیږي چي د ملي یووالي حکومت به په ګډه دکابیني وزایران ټاکي خو دوزارت لپاره کم از کم دملي وحدت په ګډه او مشوره وزیرانو ټاکل دبحث موضوع نده اوس خبره د هیواد په راتلونکي او اوسني اقتصادي او سیاسي وضعیت ده که چیري وضعیت په همدي توګه جاري وي ایا نړیواله ټولنه به له افغانستان سره دمرستو زړه ښه کړي؟ افغان حکومت څرنګه کولۍ شي چي دفساد په ضد مبارزه وکړي ددي لپاره ترټولو مهیم خبره داده چي اوس اولسمشر ډاکټر اشرف غني په کابینه کي څوک د وزیر په توګه ټاکي دافغانستان په سکټوري وزارتونو کي بیکاره او بي کیفایته وزیرانو دافغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت له زاول سره مخ کړی دی که چیري افغان حکومت دمصحلت په اساس یو ځل بیا په سکټوری او اقتصادي وزارتونو کي ګمارني وکړي نو دا به د افغانستان داقتصادي او سیاسي وضعیت به بالاخیره کوم لور ته بوځي ؟

دولسمشر نوی کابینه او په خصوص سکټوري وزارتونه یو جدي او ستر ریفروم ته اړتیا لري ترڅو مسلکي او په کار پوهه خلک دهیواد په مختلفو سکټوري وزارتونو کي وګمارل شي ترڅو افغانستان له شته بحران نه را بحر شي او ددي سره سره یو جدي څیړنه ترسره شي ترڅو معلوم کړۍ شي چي پدي سکټوري برخه کي څومره فسادونه وجود لري او دغه مسلطه مافیا دقانون منګلو ته وسپارل شي نوی کابینه کي که چیري مقررۍ دشایسته سالارۍ په اساس وشي نو هیله ډيره وجود لري ترڅو دیو باثباته او مترقي افغانستان په لور مخ په پرمختګ مزل پیل کړو ځکه که چیري سیاسي وضعیت ښه کړۍ شي او هم د شفافیت یو پروسه پیل شي نو لري نده چي افغانستان دآسیاي هیوادنو دتجارت او سیاست د مرکز په توګه خپل مقام او اهیمت خپل کړي

دیو سوکاله ځان بسایه او مترق

2 thoughts on “کابینه به جوړه شي خو؟/ عبدالقدیر مطفي”
  1. که حامد کرزی تورن اسمعیل خان د اوبو او برښنا وزیر نه وای ټاکلی نن به مونږ په ټول هیواد کی برښنا درلوده. که بسم الله خان محمدی د ملی دفاع وزیر نه وای نو نن به مونږ یوه قوی او رښتیانی ملی اردو درلودله . که د مخدره موادو پرضد تش په نوم وزارت نه وای نونن به په ټول افغانستان کی مخدره مواد چا نه پیژندل.
    که مهاجرینو په نوم وزارت نه وای نو اوس به ټول مهاجرهیواد وال له ایران او پاکستانه بیرته راستانه شوی وو.
    که د فساد سره د مبارزی دری څلور مستقلی اداری نه وای نو اوس به چا فسا نه پیژانده.
    که مضراحمد مقبول د باندینیو چارو وزیر نه وای نو اوس به مونږ له نړیوالو سره رښتینی او پراخه اړیکی لرلی.
    د ترانسپورت وزارت خو له اوله تر اخره د غلو سهمیه وو.
    د اطلاعاتو او کلتور وزارت خو د ایرانی چالشو او دانشګاه ، ډاډسټان … واژو خپرولو لپاره توظیف شوی و.

ځواب ورکول Wahab ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *