تاند- د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر نن د جمعې په ورځ /جون۱۰/  وویل، د افغانستان په ستراتیژۍ کې بدلون د دې لپاره راوړل شوی چې امریکايي قوماندانان د افغان ځواکونو مرسته وکړای شي.

د (واشنګټن ایګزامینر) خپرونې د راپور له مخې، کارتر همداراز وویل:«ولسمشر دا پرېکړه وکړه چې هلته (افغانستان) قوماندانان د فعالیت اضافي اختیار ولري، اټکل کېږي چې له دې حالته به افغان امنیتي ځواکونه زموږ له ملاتړه ګټه واخلي. په دې ډول زموږ له ځواکه په ښه ډول کار اخیستل کېږي، اساساً موږ نه یوازې بیا فعاله کېږو بلکې جنګي فصل ته داخلېږو.»

له نویو اختیاراتو سره سم، چې امریکايي پوځیانو ته ورکړای شوي، امریکايي سلاکاران به اجازه لري چې د جګړې په میدان کې له افغان ځواکونو سره مله واوسي او هغوی ته په جنګي ماموریت کې مرسته او لارښوونه وکړي، خو د جبهې په لومړۍ کرښه کې به نه وي.

حاضردمه امریکايي پوځیان یوازې په محدودو مواردو کې د خاص افغان ځواکونو ملګرتیا کوي.

همداراز د امریکايی پوځیانو د اختیاراتو د زیاتېدو د پرېکړې په نتیجه کې به امریکايي پوځي قوماندانان په جګړه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره له هوايي قوې څخه د دې لپاره د کار اخیستلو واک ولري چې له افغان ځواکونو سره به د جګړې په میدان کې امریکايي پوځیان هم وي.

کارتر ټینګار وکړ چې دا بدلون به په مجموع کې د امریکايي پوځیانو په ماموریت کې زیات تغییر رانه وړي.

ده دا هم وویل چې ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال مایک نیکلسن د پوځي سپارښتنو بشپړ ملاتړ کوي.

د امریکا دفاع وزیر وايي چې نوي تغییرات به د جګړې په فصل کې د افغان ځواکونو په ګټه تمام شي.

One thought on “کارتر: په افغان ستراتیژۍ کې بدلون د قوماندانانو د اختیاراتو د زیاتولو لپاره راغلی”
  1. دغه ناامني خو همدغه امریکایانو جوړه کړې ده ، فرضاً که پاکستان ته ووايي چې نور د طالبانو له ملاتړ نه لاس واخله بس په همغه ورځ به خیر اوخیرت وي، خو دوی ځکه آرامي نه غواړي وايي که آرامي شي بیا افغانان راته وايي چې نور نو ووزی چې دغه کار بیا د دوی په تاوان دی، ځکه چې دوی اصلاً د چین ، روسیې او همدارنګه د افغانستان معدني زیرمو ته راغلي دي، او دغه د طالبانو سرتمبه ګي د دوی لپاره د سرو زرو اهمیت لري

ځواب ورکول dawud ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *