کله چې کومه ښځه تر سړي غوره کار وکړي، نو بیا وایو یاره داسې ښځه ده لکه سړی. دې ښځې ډېر نارینه کار وکړ. داسې ده لکه نر مېړه. له بل پلوه چې سړی بد کار وکړي، بیا وايي. داسې دی لکه ښځه، دا کار یې د ښځو په شان دی. د ښځو غوندي خبري کوي. د چا لور چې ډېره تکړه وي، پلار یې وايي: دا مې زوی دی، زوی!

دا ترډېره برېده زموږ د پوهې او ناپوهې کتلې/وګړو ذهنیت دی او په ناشعوري بڼه دښځو پر وړاندې د مریض ذهنیت انځور کاږي.  دا ډول او تر دې بدتر ذهنیت په بهرنۍ ټولنه کې هم له پخوا وجود لري، همدا وجه ده چې هغوي به د غونډې مشر ته (چييرمین) ویلو، بیا یې ددې په مقابل کې د ښځو لپاره د (چییروومن) کلمه را وایستله او بالاخره دواړه یې د تبعیض نښې وبللې او اوس دواړو ته چېرپرسن (Chairperson) وايي، چې دا هم یو تبعیضي چلند دی.

موږ داسې ډير ناوړه کارونه په تدریجي بڼه ترسره کړیدي چې بالاخره د زمانې په تېرېدو سره زموږ د فرهنګ او کلتور برخه ګرځېدلې ده.

البته په اسلام کې بیا تر کلماتو او شکلیاتو لوړ مفاهیم، جوهراو دیانت ډېر مهم دي، نو ځکه تر جنس (Sex) ، نژاد (Ethnicity)، قوم، قبیلې، او ټولنیز مقام او نقش (Gender) نه پورته تقوا د انسانیت د لوړوالي او تفوق معیار ګڼل شویدي. اړینه ده دا ذهنیت بدل کړو چې غوره کار ښځه وکړي، کریډټ (امتیاز) سړي ته ورکوو او بد کار سړی وکړي، اما توهین د ښځې کوو. کریډټ هغه چاته ورکول په کار دي چې جوهر، تقوا او دیانت ولري، هغه که نر وي او یا ښځه!

محمد حليم فدايي

8 thoughts on “کار ښځه وکړي، کریډټ سړی اخلي”
  1. فدایی صاحب دا لاڅه کوي اکثره جنګ ددوونفرو وي ښځه په هیڅ خبره نه وي ولي ددوی ښکنځل اوبد ویل وښځي ته متوجه وي اودجنګ اول واری دښځي (مور ، خور، اوماینه) پر سر برابر وي اوهغوی دغیرت پاروني دپاره ښکنځل کیږي . چه دښځوداسي توهین شدید تبعیض اودانصاف څه لیري کاردی.مننه

  2. Mr. Fedayee,
    Good topic. These generic expressions or norms have been changing recently in other parts of the world. Specially, the modern way of communication or terminology requires to be neutral to gender based issues. However, Chairman is accepted as NOT gender specific term in English language. It is unfortunate that our people still consider woman a subclass of the society. However, when it comes to their own family members, of course their people are the best. It is time to challenge the misconception of generic expressions against woman or man.
    I hope others will think before they write anything of no value…

  3. Dear Fidai Saib,

    I do agree to what you have said, but the good thing is it has been changing, we still have long way to go, but there are so many positive changes, when it comes to such issues.

    Change is difficult – those who stand to lose will resist, While those who stand to gain don’t know it yet.

ځواب ورکول hedayat ullah abed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *