تاند –  د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون وویل چې هند او پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستو کې ډیر څه کولی شي. کامرون څرګنده کړه چې دا کار د اسلام اباد او نوي ډیلي تر منځ د خبرو له بیا پیلیدو سره کیدای شي.

کامرون د ( ایشن لایټ) په نوم بریتانوۍ ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د پاکستان نوی منتخب صدراعظم نواز شریف سیاسي تجربه لري او په دې باور دی چې هند او پاکستان کولی شي چې ښه اړیکي ولري. کامرون زیاته کړه چې همداراز د هند صدراعظم من موهن سنګ د نوازشریف په څیر لیدلوری لري.

د بریتانیا صدراعظم د انګستان په ختیځ کې د یوې فابریکې د لیدنې پر مهال ( ایشین لایټ ) خپرونې ته دا هم وویل چې د هند او پاکستان مشران د خپلو ګټو او د نړۍ د ګټې لپاره ښو اړیکو ته اړتیا لري.

په وروستیو کې اسلام اباد او نوي ډیلي سره ومنله چې د دوه اړخیزو خبرو لپاره یو مهالویش وټاکي.

پاکستان هغه هیواد دی چې له څو کلونو راهیسې یې د حامد کرزي په مشرۍ حکومت تورنوي چې په افغانستان کې بې امنیو ته لمن وهي او هند ته کابل د دوست هیواد په سترګه ګوري. خو پاکستان هند تورنوي چې د افغانستان له لارې په بلوچستان کې له بلوچ یاغیانو سره مرسته کوي.

One thought on “کامرون: اسلام اباد او نوی ډیلي په کابل کې له سولې سره مرسته کولی شي”
  1. بریتانیا زموږ د حکومت دوه څانګی په افغانستان که صلح راوستو کې ډیر څه کولی شي . د بریتانیا صدراعظم کامرون څرګنده کړه دا دوه تل پاتی غلام مملکتون به تل زموږ ګټی او یا منفعت په نظره که ساتي .

ځواب ورکول Ahmed khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *