تاند- د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون وايي، بریتانیا د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی او په سیمه کې له سوداګرۍ او پانګونې څخه ګټه ترلاسه کولی شي.

د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون دا څرګندونې افغانستان او پاکستان ته له سفره وروسته وکړې.

ده د افغانستان سفر له هلمنده پیل کړ، په دغه ولایت کې یې له بریتانیايی پوځیانو سره سهارنۍ وخوړه او بیا یې د هلمند له والي سره اوږدې خبرې وکړې. کامرون له هلمنده کابل ته ستون شو چې د افغانستان له ولسمشر سره وویني.

کامرون د پاکستان د لنډ سفر په ترڅ کې د دغه هیواد صدراعظم نوازشریف ته وویل چې افغانستان او پاکستان د یو بل په ثبات، سوکالۍ او سوله کې ګټې لري.

د پاکستان صدراعظم هم د ده څرګندونې تایید کړې، ویې ویل چې د سولې هر بهیر باید د افغانانانو له لوري او د دوی په مشرۍ وي.

د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې ډیوید کامرون، چې د سږکال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو د منځګړتوب په هڅه په لندن کې د ښاغلیو کرزي او زرداري کوربه و، پر پاکستان د بریتانیا له رول څخه په استفادې وتوانېده چې خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې مهم ولوبوي.

ده وروسته له دې سیمې ته سفر وکړ چې طالبانو په قطر کې دفتر پرانست.

کامرون د یکشنبې په ورځ وویل چې بریتانیا او پاکستان ته پکار ده چې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د رېښو د وچولو لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړي.

3 thoughts on “کامرون: بریتانیا د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی”
  1. assalamoalikum all afghan brothers;we need peace in afghanistan,
    we want united afghanistan,all afghans leaders must stop any more killing of afghan by afghan
    and others.please gave hand to each other. all afghans need to start relax life,
    start to build our country,support education,build economy of country,
    become share in power,howlong we will kill each other by direction of others,
    pakistan&iran don,t want to we have a strong afghanistan,
    if we look to the other country of world,other leaders build their country,
    opposite in our country any of our leader collect money for self,
    we have to think about this ,
    thank you

  2. سلامونه:
    افغانستان یو اسلامی هیواد دی تل په اسلام او هیواد باندی سر ورکوي او هم یی ورکړي دي
    دپر دیو لاسونه زموږ په هیواد کي یو له هغه ستونزو څخه ده چی کلونه کلونه موږ ور سره لاس او ګریوان یو زه په ټولو افغا نانو با ندی ږغ کوم چی نور دپردیو په اشاره باند ي دخپل هیواد کټوته تاوان مه رسوي راسي خپل هیواد جوړ او ودان کړي دا چی تاسوپه پردي هیوادو کي ما ڼی او تعمیران جوړوي ښه به داوي چی په خپل هیوادکي یی جوړکړي یو به هیواد په ښایسته سي اوبل به زموږ دهیواد خلکو ته کټه ورسیږي
    مننه

ځواب ورکول عزت الله مشفق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *