حزب الله جلال ||

میرویس صالحي هغه کاناډايي افغان دی چې په کاناډا کې د افغانستان په سفارت کې د مستشار په څوکۍ ناست دی. دا ځوان تېر نهه کاله کیږي چې له هېواده د باندې دی او یوازې کاناډا کې یې درې کاري دورې تکمیل کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو د وزارت د پالیسي له مخې هر ډیپلوماټ باید درې کاله له هېواده دباندې او د دغه دورې د پوره کېدو وروسته باید درې کاله د هېواده دننه په بهرنیو وزارت کې کار وکړي. خو دا پالیسي بیا د میرویس صالحي دپاره نه ده جوړه؛ په کاناډا کې د خپلې تېرې دورې او اوسنۍ دورې په منځ کې دا ډپلوماټ یوازې د اوو میاشتو دپاره په ترکیه کې مېشت شو خو دا چې ځوان کاناډایي تبعه دی او کورنۍ یې په کاناډا کې ده، نو له کاناډا  دباندې دنده یې نه خوښیږي. همدا لامل دې چې د ترکیې د لنډ مهاله دورې د ترسره کولو وروسته بېرته کاناډا ته ورسېد.

دا چې صالحي د کاناډا تابعیت لري، نو کاناډایان یې د افغان ډپلوماټ په صفت نه مني. ښاغلی صالحي د کاناډیانو سره د افغانستان د استازي په توګه د لیدو کاتو حق نه لري. کاناډیان هیڅ کله د خپل تبعه د یو باندني هېواد د استازي په توګه نه قبلوي. بناٌ دا ښاغلی معاش او امتیاز پرته له دې چې کار او دنده وکړي ترلاسه کوي. ناست په خپل کور کې دې خو مصرف یې د افغانستان د خوار ملت په اوږو بار دی.

د بهرنیو چارو د وزارت وزیر او نورې رهبري ډلې وړتیا له دې معلومیږي چې یو داسې څوک یې په کاناډا کې مقرر کړی چې باید هلته نه واې. میرویس صالحي د ښاغلي صلاح الدین رباني په لاسلیک په خپل کور کې ډپلوماټ مقرریږي او هیڅ څوک دا نه وایي چې دا سړی د ډپلوماټیکو اصولو له مخې حق نه لري چې په دغه هېواد کې د افغانستان استازی وټاکل شي.

د آغلې شینکۍ کړوخېل یوه ګناه دا هم وه چې غوښتل یې د کاناډا په سفارت کې د کار وړ خلک د ځان سره ولري. دا چې ښاغلې صالحي د کار سړې نه وو نو ویره ورسره پیدا شوه چې که دا مېرمن په کاناډا کې د افغانستان په سفارت کې پاتې شي، نو امکان یې شته چې ښاغلې صالحي خپله دنده له لاسه ورکړي. همدا لامل شو چې میرویس صالحي هم د هغه ډلې غړی وګرځېد؛ کوم چې غوښتل آغلې شینکۍ کړوخیلې ته دسیسه جوړه کړي او خپل ځان خوندي کړي. د یادونې وړ ده چې ښاغلی صالحي پښتون دی. د صالحي د پښتونولۍ یادونه ځکه کیږي، ولې چې شینکۍ په قوم پالنې باندې تورنه شوې ده. که قوم پاله وای، نو باید میرویس صالحي ته یې څه نه وای ویلي. خو له دې معلومیږي چې شینکۍ قوم پاله نه؛ بلکې اصلاح پاله وه او اصلاح پال بیا د هیڅ مفسد او مغرض نه خوښیږي، آن که د سړي د کور غړی هم وي.

اوس دې طلوع او یک تلویزیونونه او هشت صبح ورځپاڼه تکړه شي، دا موضوع دې هم وڅیړي. دوي د هغه وخت نیمه برخه چې د شینکۍ د شخصیت وژنې دپاره یې مصرف کړ په میرویس صالحي هم مصرف کړي ترڅو معلومه شي چې شینکۍ بې کفایته ده که صلاح الدین رباني؛ شینکۍ بې کفایته ده که د باندنیو چارو د وزارت نور مشران! خو دغه مغرضه رسنۍ به کله دا کار وکړي! د دې کار په کولو خو بیا د دوی غرضي کړنې هم بربنډیږي او خلکو ته کاناډا په سفارت کې د شته ستونزې ټول اړخونه روښانیږي.

باندنیو چارو وزارت د میرویس صالحي قضیې ته ورته سلګونه کیسې او معاملې دي. دا یې یوازې یوه بیلګه ده او د بې کفایتۍ یوه نمونه ده. همدا لامل دی چې افغانستان په نړۍ کې د سیاسي لابي کمزورۍ سره مخامخ دی. د افغانستان غږ په پوره توګه د نړۍ سیاسي محورونو ته نه رسیږي او د افغانستان ډپلوماسي د ورسته پاتې والي وروستي برید کې ساه اخلي.

که غواړو چې دا حالت بدل کړو نو باید په حکومت په ګډه جدي غږ وکړو چې ترڅو د باندنیو چارو وزارت کې ژور اصلاحات او سمون راولي. دشینکۍ کړوخېلې په څېر اصلاح پالو خلکو ملاتړ وکړي او ورسره په پوره توګه ودریږي. نور نو دا ظلم زغمل؛ چې یو څوک دې په خپل د دویم تابعیت هېواد او خپل کور کې د افغانستان د استازي په توګه معاش او امتیاز واخلي. د دې حالت د بدلولو دپاره باید په ګډه ځواکمن غږ پورته شي او دا چغه دې دومره لوړه شي چې د حکومت تر غوږونو ورسیږي.

که په بهرنیو چارو وزارت کې اصلاح را نه شي نو باور ولرئ چې د افغانستان کمزورې ډپلوماسي او نړیواله سیاسي لابي به همداسې بې خونده پاتې وي چې په پاې کې به یې زمونږ مخالف ګاونډیان د کور دننه او په نړیواله کچه په مونږ استخباراتي لوبې کوي او زمونږ په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي. ډپلوماسي په ننۍ له شخړو او کشالو ډکې نړۍ کې د یو هېواد د پایدو بنسټ جوړوي او د افغانستان دا نړېدلې بنسټ باید جوړ شي.

6 thoughts on “کاناډایي تبعه په کاناډا کې د افغانستان استازیتوب کوي”
  1. i remember that/couple years ago the house of afghan ambassay in kanada was sould out by nizar shura members,and afghan diplomat was lost,
    thank you

  2. په دسیسه جوړولو کې جمعیتیان خصوصا د نظار شورا ته منسوب ډله خاص مهارت لري. که څومره ښه او اعتمادی او تجربه کار ديپلومات د دوی ترڅنګ وټاکې ، بیا به هم هغه بدنام وي.
    امان الله جیحون چې د استاد ربانی بچه خوانده وو ، د خپل ماموریت تقریبا ټول وخت هغه سفیر او ديپلومات دی.زه به دلته د هغه له خپلې بیوګرافی نه چې په دري لیکل شوی تاسوته معلومات وړاندې کړم.

    درسال ۱۳۷۵ به حیث معاون جنرال قونسلگری افغانستان در برلین و بعداً به حیث شارژدافیر افغانستان در ویانا بوده است قبل از آن جیحون به حیث سکرتر اول سفارت افغانستان در ترکیه ایفاء وظیفه نموده است
    بعد از توافقات بن، جیحون به حیث مسئول سفارت افغانستان در مالیزیا به کار خود ادامه داده و قبل از آن بحیث مسئول سفارت افغانستان در بن و برلین در سال ۱۳۷۸ ـ ۱۳۸۱ ایفأ وظیفه نموده است
    داکتر جیحون در سال ۱۳۸۶ به حیث سفیر افغانستان در آسترالیا و نیوزیلند پیشنهاد گردید که از سال ۱۳۸۶ الی سال ۱۳۹۰ به وظیفه خود در این پست ادامه داد
    درسال ۱۳۹۰ ایشان بعد از بازگشت از آسترالیا بحیث رئیس اول سیاسی وزارت امور خارجه که حوزه جنوب، جنوب شرق و شرق دور را در بر میگیرفت تقرر حاصل نموده و الی تقرر به حیث سفیر در انقره کار خودرا در وزارت امورخارجه ادامه داد
    دوکتور جیحون در سرطان سال ۱۳۹۱ بحیث سفیر افغانستان در ترکیه تعین گردیده و در همین ماه اعتماد نامه خویش را به جلالمتآب عبدالله گل رئیس جمهور ترکیه تقدیم نمود

    پاته د نه وي امان الله جیحون په خټه ازبک ، د بدخشان ولایت او د جمعیت تنظیم پورې تعلق لري ، د « افغانستان لپاره د اختلاف او فلاکت » شورا د ده په همکارۍ ، کوربه توب او مشورې سره په ترکیه کې جوړ شو.

  3. ډیره محترمه وروره زه نه پوهیږم چه ستاسو روابط د شینکی سره څه دی لومړی دیو کس په باره کی معلومات حاصل او بیا تبصره پری وکړه زه صالحی صاخب پیژنم یو ډیر وطنپاله ځوان دی دی ۱۵ کالو تجربه لری او دومره موده یی په سفارتو کی کار کړی دی صالحی صاحب خپلی مکملی دوری په افغانستان کی کار کړی دی دکانادا نه مخکی دترکیی نه مخکی او بیا دکاناډانه مخکی ده خپلی دوری په افغانستان کی کار کړی دی خپله دوره یی هلته تیره کړی ده بیا سفارت ته تللی دی نو تاسو باید اول خپل ځان ته معلومات حاصل کړی نو بیا په شخص پسیناوړه تبلیغ وکړی پاته دی نه وی چه صالحی دافغانستان سفیران ترین کړی دی هوغوی ته یی لاری چاری ورته زده کړی دی شاید چه شینکی هم یو دهغو څخه وی زه په دی باور لرم چه صالحی دسفارت په چاروکی تر شینکی ډیرمهارت لری په همدی خاطر شاید شینکی خوشحاله نه وی چه یو بل کس تر سفیر ډیر پوه وی نو تاس لطفاٌخپله خبره واخلی اوچه معلومات نه لری په خلګو پسی پروپاګنډ مه کوی شاید چه تاته هم معلومه وی شینکی به تاسو ته معلومات درکړی وی چه هغه په هرچارو کی د صالحی صاحب مشوره غوښته ځکه چه نوموړی کاری تجربه نه لری

  4. د یو ديپلومات دوامداره پاته کېدل په یوه سفارت یا قونسلي کې د بې عدالتي یوه بېلګه ده ، اما ځينې کسان لکه له مور اوپلار چې همدې کارته پیدا او جوړ شویدي.
    د احمد شاه مسعود درې ورونه هریو:
    1 احمدولي مسعود د 1371 کال نه په لندن کې د سفارت قرارداد کړی و څو چې د کرزي په وخت کې کابل ته وغوښتل شو ، هغه د سفارت ټول عواید په خپل شخصی حساب مصرف کړل.
    2 احمدضیا مسعود هم له 1371 کال نه په مسکو کې د سفارت قرارداد کړی و څو چې د کرزی مرستیال په توګه کابل ته ولاړ ، ده هم د خپل مشر ورور په شان د سفارت ټول عواید شخصی مصرف کړی او دولت ته یې حساب ندی ورکړي.
    3 محمد یحی مسعود هم لومړی په پولند او بیا په بلجیم کې د سفارت مستشار و چې د ده له خدمت نه به یواځی خپله مستفید شوی وي.
    د ډاکتر احمد مشاهد سفارت په تهران کې هم د یادولو دی. پداسې حال کې چې د حامدکرزی د جمهوری ریاست په دوره کې هلته سفیر و چې په سفارت او اقامتګاه کې یی پاس د خمینی ورپسې د خامنه ای او بیا مسعود او د ربانی عکسونه ځوړند کړی و، نور کار او فعالیت یې په ایران کې مهاجرو افغانانو ته معلوم دی.
    داکتر نصیر احمد نور، امان الله جبون ، همایون تندر ، داکتر جمشید جمراد ، فضل الرحمن فاضل ، محمود صیقل ، خو کاملا د افغانستان د سفارتو دایمي قراردادیان دي.ځکه چې د جمعیت غړیتوب لري.
    د ښاغلی یونس قانونی زامن او ورونه باید حساب نه شي .
    د شیخ آصف محسنی استازی چې 1371 کال په جریان کې په توکیو کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر او مستشار وزیر مختار مقرر شو ، د سفارت او اقامتګاه ټوله کرایه او د پرسونل معاشونه له ځانه سره یووړه ، هغه هم معاف دی.
    په یوه وزارت کې چې 80 سلنه پرسونل يې د پنجنشیر ، بدخشان او تخار اوسېدونکي وي ، نو د شینکۍ کړوخیل په شان جدی کسان هېڅکله د سفارت کارونه مخ ته نشي وړی. پداسې وزارت کې محرم اسناد ليږل هم کومه معنی نه لري. د ملي امنیت پرسونل چې پدې مهم وزارت کې کار کوي هم د هغوی خپل خلک دي.
    که د آرشیف ریس همداسې پرچمي جمعیتی متعصب شخص وي د وزارت راتلونکي هم د اعتماد وړ نه ده.
    او بالاخره د دې مهم وزارت وزیر ښاغلی صلاح الدی ربانی که همداسې د بدخشان جبهې ته په سفر روان وي چې خپل قوم مسلح کړي او یا د افغانستان د نجات شوری د غړیتوب د حاصلولو لپاره ترکې او مزارته د تګ راتګ لپاره مصروف وي نو بیا د افغانستان د ولسي جرګې د اعتماد نه ورکولو پرېکړه پرځای او د نورور مسوولینو چې دی یې بیاهم په دنده ساتلی غلطه او د اعتبار وړ نده. همدغه آش او همدغه کاسه سره جوړيږي.

    عبدالله مظلومیار

  5. سلام
    حا فظ وایی چې:
    همه کارم ز خود کامی ببد نامی کشید اخر
    نهان کی ما ند رازی کزو ساز ند محفلها
    بیا یید منصفا نه وعا دلان قضاوت کنیم
    تجر به ومقایسه روسا زعما سفرا قونسل کا تب وسر کاتب سفار ت را هم کنار بګذاریم
    میرسم به دار ودسته ای د شورای نظا رددې لنډغرو بېسوادو وږو او تږو ته چی د ربانی له حکومت شش ګانه او بچه ګانه او ماشو ما نه وخت نه راپیل کیږی که نومونه یی غواړی په ‍ټولو سفارتونو قونسلګر یو کی یی لا هم ننه
    او اپګانې مصروفی دی
    طالبان ور باندی خبرنه شول دکر کر کر یعنی کوڼ کرزی ادارې نور هم دغه کارغان وپړسول
    دبهرنیو چارو وزیر خو ماشوم صلاحو دی چی افتخاری زده کړی لری دپلوماسی او لیډرشیف ته ګوری ا
    و بیا دسوداګرۍ زده کړی
    دا بی کفایته پټ غله له همغه وخت رااپاتی
    دی ددی نا روغو علاج به یوه پښتنه غیرتمنه او میړنۍ سفیره څنګه وکړی
    داچی دی محترمو په کومه مدرسه کی ددپلوماسی تحصیل کړی والله اعلم ……شینکۍ کروخیل
    سره یی په کومه انا لوجی کی مقایسه کوی
    وایی پک می لیدلی نه ما
    غزه وتلی
    له هشت صبح نه ګیله په کار نه ده او نه د ګیلې اخلاق لری

  6. هو همدا ړانده چی د ا او ها توپیر کولای نه شی زما د ننه او افګا نو خبره ډیره خوښه شوه ما ولیدلی انګریزی خو نپرېږده خپله دریباندی سم نه پوهیږی هاهاها ……….دادی دپلو ماتان

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *