تاند- تېره شپه په خیبر دره کې له باره یو ډک کانتینر د وراوالو پر موټرونو چپه شو او د یوې کورنۍ ۱۲ غړي یې ووژل.

ورا وال په درو موټرونو کې له لغمانه پېښور ته روان ول چې د خیبر درې د علي مسجد په سیمه کې کانتینر پرې چپه شو.

په وژل شویو کسانو کې دوې ناوې هم شاملې دي. په دې پېښه کې لس تنه نور ژوبل دي. ټاکل شوې وه چې ناوې پېښور ته نژدې متنو ته ورسول شي.

د پېښې یوه شاهد وژل شوي کسان د عبدالهادي په نوم د متنو د یوه اوسېدونکي د کورنۍ غړي وبلل.

عبدالهادي د لغمان اوسېدونکی دی خو په متنو کې اوسي. ده په لغمان کې خپلو دوو زامنو ته په یو وار ودونه کړي ول.

د کانتینر د چپه کېدو علت نه دی څرګند خو ویل کېږي چې دوه واړه موټرونه او یو فلاینګ کوچ یې لاندې کړي او اکثره کسان په فلاینګ کوچ کې مړه شوي دي.

3 thoughts on “کانتینر درې موټرونوه لاندې کړل او ۱۲ تنه یې ووژل”
  1. په ریښتیا ډیرزیات دردونکې خبر دې الله تعالی دی ټولو مړو شو جنت فردوس ځای کړی اوټولو خپلوانو ته ئ حوصله او د زړه صبر ورکړی۰لویه خدایه ته په افغانانو خپل رحم اوکرم وکړی څوک په بمونو ،راکیټونو،ځانمرګو او څوک هم د بې عقلو ،بې تجروبو اوچرسي ډریورانو دنا اهلیوپه نتجه کې دمنځه لاړل او روان دي۰

  2. خدای تعالی دی ورته جنت ورکړی اودهغوی کورنی ته دی صبر جمیل ورکړی باید هر مسلمان دمسلمان په غم باندی غمجن
    داده مومین صفت دی

ځواب ورکول mahibullah nikmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *