تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو کاندیدانو ته خبرداری ورکړ چې له موبایل ټېلفون، کمپیوټر، لپ ټاپ او کامرو  سره احتیاط وکړي.

ملي امنیت وايي، استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړي چې پراساس یې د دولت وسله وال مخالفان د کاندیدانو د وژلو لپاره له نویو شیوو څخه کار اخلي.

دې ادارې کاندیدانو ته خبرداری ورکړی چې له هیچا د موبایل ټېلفون، لپ ټاپ، کمپیوټر او کامرې تحفه وانخلي.

ملي امنیت دا خبرداری وروسته له دې ورکوي چې د لوګر والي ارسلاجمال د اختر په ورځ په یوه نوې طریقه ووژل شو.

تر دې مخکې د ملي امنیت پر ريیس اسد الله خالد او د سولې د عالي شورا ريیس برهان الدین رباني هم په خورا پېچلیو طریقو وژونکې حملې شوې وې چې په نتیجه کې یې تاسد الله خالد سخت ټپي شو خو رباني ووژل شو.

د ملي امنیت ریاست کاندیدانو ته ویلي چې هیڅ راز ډالۍ تر هغو ونه مني چې د دوی ساتونکو پوره تلاشي او چک کړې نه وي.

وسله والو طالبانو او د حکمتیار اسلامي حزب انتخابات غندلي، هغه یې ډرامه بللي او له خلکو څخه یې غوښتي چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

طالبانو تر اوسه پوري پر څو کاندیدانو بریدونه کړي او د ولایتي شوراکانو څو کاندیدان یې وژلي دي خو حکمتیار د کاندیدانو د وژلو ګواښ نه دی کړی.

2 thoughts on “کاندیدانو ته د ملي امنیت د ریاست خبرداری”
  1. Da 16 kandidano da lest na westal da dera kha pesala da pa tera da pokhtano lpara zaka aksara westal shawe kandedan pokhtana de haghwe shayadkamyab shawe nawe wale da bal pakhton kanded da kamyabi lpara ye moshkelat peda kswal no oos ba dagha ray yaw bal pakhton kanded ta wachawal she ao insha allah yao ba ihsasa pakhton ba ye wogate ao da dardedale ao mahkomo pokhtano da dard dawa ba she.Hamayuo wali

ځواب ورکول Wali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *