ولسمشر غني کانګریس ته وینا کوي

خليل تسل –

د افغانستان د ملي يووالي حکومت يو ٧٠ کسيز پلاوى په پنځه ورځني رسمي سفر امريکا ته تللى او هلته يې د هغه هېواد د ولسمشر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون سره د ليدنو ترڅنګ ګڼې نورې ليدنې کتنې، ويناوې او مرکې هم کړې، خو تر ټولو زړه را ښکوونکې يې د امريکا ملي شورا( کانګرېس) ته د ولسمشر غني ٥٢ دقيقه يې وينا وه.

دا وينا چې د ځينو رسنيو له خوا د کانګرېس ته له ډېرو جالبو او د پراخ هر کلي سره مخ شوو ويناګانو په ډله کې راغلې، په يوه وخت کې د امريکا د ځينو رسنيو تر څنګ د افغانستان ملي ټلويزيون سربېره په ګڼو شخصي افغاني ټلويزيوني چينلونو کې هم له پښتو او دري ژباړې سره په خپرېده او خلکو ليدلي ده.

د ولسمشر غني دې وينا ته د کانکرېس نږدې ټول غړي په لېوالتيا سره حاضر شوي وو او په هره شېبه کې يې ورته چکچکې کولې او د درناوي او هرکلي په موخه ورته په لسګونه ځله پاڅېدل او څو دقيقې ولاړ وو.

د امريکا کانګرېس د نړۍ د سترو قانون جوړونکو ادارو او سترو ملي شوراګانو په ډله کې راځي چې تجربه کار وکيلان او سناتوران لري، دوى ته وينا کول او بيا دهغوى پوښتنې ځوابول، اسان کار نه دى.

ولسمشر غني په خپله ٥٢ قيقه يي وينا کې هغوى ټول ځانته راجلب کړل او وينا يې نه يواځې چې د هغوى له پراخ هر کلي سره مخ شوه، بلکې غني يې پر هماغه شېبه درک هم کړ او د بهرنيو چارو د وزير جان کيري سترګې يې خپل کانګرېس ته لوړې کړې.

په دې چې جان کيري٣٢ کاله د کانګرېس غړى او د بهرنيو اړيکو د کميسيون رييس پاتې شوى او په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت د رامنځته کېدو کې يې د امريکا د استازي په توګه مهم رول درلود او کابل ته دده سفرونه ددې سبب شول چې غني او عبدالله سره د واک په سر جوړ جاړى وکړي.

اوس به بېرته ښاغلي غني وينا او د هغه د وينا د هرکلي موضوع ته يو څه تم شو. دا موضوع څو لاملونه لري.

لومړى:ولسمشر غني د خپل عمر يوه زياته برخه په امريکا کې د زده کړو او دندو لپاره تېره کړې، ده امريکايان او امريکايي سياستوال پېژندلي چې په کومو خبرو هڅېږي او کوم موضوعات يې د نا خوښۍ سبب ګرځي او په وينا کې څنګه را نغاړل کېدلى شي.

دويم: دى يوه زياته موده د پوهنتونونو استاد پاتې شوى، په دې پوهېږي چې يوه اغېزناکه وينا څنګه چمتو او څنګه وړاندې شي او کوم ټکي دي چې مخاطب د يوې وينا سره تر پايه ملګرتيا وکړي، عموما ښوونکي په دې رازښه پوهېږي او په ټولګي او سيمينارونو کې ويناوو او درس ورکولو دا هنر ورکړى وي او بل دا چې دا امريکايي ته لومړى سفر و او له ډېره ورخته يې ورته تيارۍ نيولې.

درېيم: ولسمشر غني په خپله وينا کې يوازې ١٨ دقيقې له امريکايانو مننه وکړه او طبيعي ده چې مننه له هر کلي سره مخ کېږي، البته کله چې له مننې سره ستاينه هم ملګري شي، نو غوړي لا غوړ کړي او ښاغلي غني د ځينو شننونکو او رسنيو د راپورونو له مخې تر اندازې زياته مننه کړې او سناتوران يې د ځان پر لور رامات کړل.

څلورم: ولسمشر په خپله وينا کې داسې وښوده چې ګني په افغانستان کې خير وخيرت دى، هلته د امريکايي سرتېرو د قربانيو په سبب يو اېډېال حکومت رامنځټه شول، غوره امنيتي ځواکونه، ښوونځي او فعالې ښځې لري.

حال داچې داسې نه ده، دده له سفر سره په نږدې وخت کې لومړى ارګ ته نږدې يوه ناکام مين ځان وسوځاوه او په بله پېښه کې په همدې ښار کې فرخنده ووژل شوه او وسوځول شوه، بريدونه او نښتې خو به نه يادوو چې وزارتونه هم ترې نه دي خوندي.

د کابل ښار پنځمې امنيتي حوزې اړونده ساحو کې بريدونه او چاودنې به نه يادو چې هره ورځ په کې خلک وژل کېږي، بې ګناه وګړي تښتول کېږي او په نښه کېږي.

پنځم: ده په خپله وينا کې هغه ستونزې او ناخوالې مطرح نه کړې چې په افغانستان کې د امريکا د ناسمو سياستونو او کړنو په سبب رامنځته شوې، طالبان تر پخوا پياوړي شوي او داعش پسې لا بله پديده ده چې اوس اوس يې وېرې خلک او حکومت له اندېښنې سره مخ کړى دى.

ده همدا راز خپل اوسنى حکومت د ملي ارادې ممثل وباله، خو دايې هېر دى چې د يوه کال په تېرېدو سره هم د اجرايي رياست او ارګ تر منځ د اختلافاتو په سبب د سرپرستو مشرانو له خوا اداره کېږي او کابينه يې نيمګړې ده، پاتې خو د هغو ژمنو عملي کول دي په کمپاينونو کې يې کړې.

همدا راز امريکا ته ورسره تللى ٧٠ کسيز پلاوى هم هسې عادي خبره نه ده! او د اجرايي رياست او ارګ د تضادونو او سياليو هغه پايله يې بللى شو چې له امله يې حکومت تر اوسه د سرپرستانو په لاس چلېږي او خورا کمزوري نوماند وزيران يې معرفي کړي دي.

شپږم: ولسمشر غني امريکا ته د خپل سفر په ترڅ کې په بيا بيا مطرح کړې چې امريکا دې خپل ټول ځواکونه له افغانستان نه، نه باسي او دا د اکثريت خلکو غوښتنه ده، خو د امريکايي سرتېرو تېرو کړنو او ماتو کړو ژمنو ته په پام سره به فکر نه کوم چې خلک دا هيله ولري.

بله دا چې په دې غوښتنې سره دى خپله د افغان امنيتي ځواکونو روحيه ماتوي، ځکه له يوې خوا چيغې وهي چې هغوى د امنيت ساتلو وړتيا لري، خو بل خوا وايي چې د امريکايي سرتېرو شتون ضرور دى، دا چې امريکا په سيمه کې د پوځي حضور لېوالتيا او غځولو ته بهانه غواړي، نو د ولسمشر غني دا غوښتنه د هغوى دا هيله پياوړي کوي او هر کلى يې کوي.

نو ويلى شو چې ولسمشر غني د افغانستان اصلي ستونزې نه دي مطرح کړې، ځان لوړ ښودنه او د اوسنيو حالتونو څخه په څنګ تېرېدنه هغه څه دي چې دى يې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په پرتله امريکايانو ته ځانګړى دى.

که چېرته غني د افغانستان اوسنيو عيني ستونزو او رښتينو ناخوالو ته اشاره کړې وى، يوازې مننه او ستاينه نه بلکې د حقيقت له مخې يې شته ستونزې او د امريکايانو نيمګړتياوې هم په ګوته کړې وى، نو بيا به نه دا هر کلى و او نه دا ګرمې چکچکې.

په دې هيله چې امريکا ته تللى پلاوى، له خوشباوريو او ستاينو تېر شي، له افغانستان سره د امريکا کړې مرستې خپله د امريکايانو او د هغوى د ګټو د خونديتوب لپاره هم دي او په افغانستان کوم ځانګړى احسان نه شي کولى، نو بايد اصلي ستونزې مطرح کړي، دا په ډاګه وويي چې له کابل ښار ور هاخوا خلک په نا امنۍ او غربت کې شپې ورځې تېروي او د يوه شړېدلي او له خپل منځي اختلافاتو ډک حکومت څخه د خپلې سوکالۍ هيله نه شي کولى.

2 thoughts on “کانګریس ته و لسمشرغني وينا ولې له هرکلي سره مخ شوه؟”
  1. تسل صیب، لیکنه دې افغانانو ته د تسل پرځای، ناتسلي بخښي!د افغانستان د پېړیو روستوالی دومره ساده نه دی چې د اشرف غني په یوې وینا ورغیږی

ځواب ورکول سور سپېن او جګ ځدران ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *