تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو کانګریس د نوي مالي کال په دفاعي بودجه کې د افغانستان د جګړې لپاره څه باندې اتیا ملیارد ډالره تصویب کړل.

دا بودجه څه باندې ۶۳۰ ملیارد ډالره ده او ژر به یې ولسمشر اوباما توشیح کړي.

د امریکا دفاعي بودجه، چې پینتاګون ته د پیسو د مصرفولو اجازه ورکوي، د پنجشنبې په ورځ ناوخته تصویب شوه او په دې توګه د امریکا د ۲۰۱۴ کال د دفاعي لګښتونو مشکل حل شو.

دا لایحه چې د امریکا په مشرانو جرګه کې د دواړو ګوندونو په ۸۴ موافقو رایو تصویب شوه، د پوځي لګښتونو لپاره ۵۵۲ ملیارده او سل ملیون ډالره ځانګړي کوي څو پر هغو د خپلو اډو د ساتنې او مصرف ترڅنګ وسلې او وسایل رانیسي د پوځیانو روزنې ته دوام ورکړي او د هغو معاش یو فیصد لوړ کړي.

د بودجې تصویب د امریکا پوځ ته ۸۰ ملیارده او اووه سوه ملیون ډالره د بهرنیو عملیاتو په تېره بیا د افغانستان د دولس کلنې جګړې لپاره ځانګړي شوي دي.

پر دفاعي بودجې د کانګریس ځینو غړیو اعتراض درلود ځکه چې د دوی له لوري په لایحه کې د بدلون په اړه د دوی ځینې غوښتنې په پام کې ونه نیول شوې.

د جمهوري غوښتنوکي ګوند ځینو سناتورانو لکه لیندسي ګراهام غوښتل چې په لایحه کې د ایران پرضد سخت اقتصادي بندیزونه هم ځای شي.

خو بالاخره په مشرانو جرګه کې د دواړو ګوندونو سناتورانو د استازو د جرګې د غړیو په مشوره په خپل منځ کې جوړجاړی وکړ او لایحه یې پرون ناوخته په لوی اکثریت تصویب کړه.

اوباما د لایحې ملاتړ کړی، او سپینې ماڼۍ د کانګریس د پرېکړې ملاتړ تکرار کړ.

په لایحه کې د ګوانتنامو د بندیانو د انتقال امکان په اړه نرمه ژبه کارول شوې او په دې توګه په دې برخه کې د ولسمشر واک زیات شوی دی.

One thought on “کانګریس د امریکا دفاعي بودجه تصویب کړه”

ځواب ورکول ibrrahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *