US state secretary office Elizabeth Tudor

تاند- د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هیواد د کانګریس غړي حاضر نه دي چې پاکستان ته پوځي مرستې ورکړای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي ريیسې وویل، که پاکستان د تروریستانو پر ضد غوڅ اقدام ونه کړي، امریکا به له دغه هیواد سره پوځي مرستې ودروي.

الیزابت تودور وویل، تر څو چې پاکستان د تروریستانو پر ضد ریښتینې مبارزه نه وي کړې، د امریکا مرستې به ترلاسه نه کړي.

دې زیاته کړه:«باید ووایم چې د کانګریس کلیدي غړي په دې برخه کې څرګند دریځ لري چې دوی تر هغو چې پاکستان یو لړ مشخص اقدامات نه وي کړي، تیار نه دي چې پاکستان ته پوځي مرسته ورکړای شي.»

د دې اشاره ظاهراً د حقاني شبکې پر ضد اقدام ته و چې د پاکستان په خاوره کې دېره ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي ريیسې د حقاني شبکې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«موږ د حقاني شبکې په اړه خپل نظر پخوا څرګند کړی دی.»

دې د ايتلاف د ملاتړ له بسپنې څخه پاکستان ته د مرستې په اړه وویل چې دا پیسې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت دي«دا له دې وزارت سره ارتباط لري. موږ ژمن یوو چې له کانګریس سره په ګډه کار وکړو څو خپلو شریکانو او متحدانو ته امنیتي مرستې ورکړو.»

کانګریس څو ورځې وروسته له دې پاکستان ته د پوځي مرستو د ورکړې مخالفت وکړ چې د کانګریس غړیو پاکستان د سختدریځو پر ضد د کافي اقداماتو په نه کولو تورن کړ.

تېره اوونۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې او ګډوډۍ عامل دی.

2 thoughts on “کانګریس پاکستان ته د پوځي مرستو مخه نیسي”
  1. که امریکا منافقت ونکړي او په ریښتیا پر پاکستان بندیزونه ولګوي او پوځي او نورې مرستې پرې بندې کړي، نو دغه سیمه به د لوی شر څخه وژغوري. ځکه پاکستان نه یواځې په مرکزي او جنوبي اسیا کې بلکې په ټوله نړۍ کې په هر تاوتریخوالي او ناامنۍ کې لاس لري. زما په اند خو پاکستان د نړۍ لوی ابلیس هیواد دی او که نړیوال زما ومني باید پاکستان د نړۍ د نقشې څخه وایستل شي، ځکه همدا د نړۍ د امن او ثبات یواځنئ لار ده. زه د امریکا د کانګرس څخه د ټولې نړۍ د امن، ثبات او سوکالۍ په خاطر غوښتنه کوم چې په خپل دریځ کلک ودریږي.

  2. بعد از ګذشت عمر زیاد سخن حق را از امریکایان میشنوم
    اګر امریکا به چنین حقایق پابند باشد کامیاب و در غیر ان کشور محکوم به فنا میشود

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *