تاند- ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو کانګریس ۴۰۰۰ افغان ترجمانانو ته، چې په افغانستان کې یې د جګړې په لړ کې له امریکايي پوځیانو سره مرسته کړې ده، وېزې تصویب کړي.

خو تر دې څو هومره زیات نور افغان ترجمانان به په افغانستان کې پاتې شي.

شاوخوا ۱۲ زره افغان ترجمانانو د کانګریس د پروګرام پر اساس د امریکا د وېزو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي.

کانګریس دا پروګرام د دې لپاره ترتیب کړی چې له یوې خوا د دغو افغانانو د خدمت مننه وشي او له بلې خوا له خطرناک وضعیت څخه د هغوی له ژغورلو سره مرسته وشي.

د کانګریس غړي فکر کوي چې دغو ترجمانانو د سر په بیه له امریکايي پوځیانو سره مرسته کړې او که په افغانستان کې پاتې شي ممکن ژوند یې له خطر سره مخامخ شي.

د امریکا د عراقي کډوالو د مرستې د ادارې د پالیسۍ رييسې کتي ریزنر وویل، د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د ترجمانانو پرېښودل ډېره خواشینوونکې ده.

اکثره امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي. اوس په افغانستان کې د ټولو بهرنیو پوځیانو شمېر شاوخوا پنځلس زرو ته رسېږي. ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې د هغو یوه برخه ووځي او ټولټال ۱۲ زره پاتې شي. دا دوولس زره به افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي.

د جګړې په کلونو کې امریکا افغان ترجمانانو ته په سخته د متحدو ایالتونو وېزه ورکوله. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۱ يوري یوازې د ۳۷ افغان ترجمانانو وېزې تصویب شوې وې.

خو د ۲۰۱۳ په مالي کال کې ۷۰۰ افغان ترجمانانو ته وېزې ورکړای شوې او ۳۵۰۰ نورو ته د ۲۰۱۴ په مالي کال کې وېزې منل شوي دي. د امریکا مالي کال د سپټمبر په ۳۰ مه پای ته رسېږي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت تر ۲۰۱۶ میلادي کال پوري، چې ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي، د ۸ زره افغان ترجمانانو لپاره د وېزو د تصویب کېدو غوښتنه کړې ده. خو د کانګریس غړي له ۴ زره وېزو سره موافقه ښيي.

3 thoughts on “کانګریس ۴۰۰۰ افغان ترجمانانو ته د امریکا وېزې تصویب کړې”
  1. سلامونه،

    په ډېرې بښنې سره چې ستاسو دا خپور کړی خبر څو ځایه سترې غلطۍ لري. څو ځایه مو د ترجمانونه نوم ذکر کړی،په داسې حال کې چې دا ۱۲۰۰۰ او نور ۴۰۰۰ هغه کسان دي چې د امريکا حکومت لخوا د پروژو په تطیق کې یې کار کړی. په دې ډله کې انجینران، ډاکتران، حقوقو، اقتصاد او هر برخې کارکوونکي راځي

    که ۱۶۰۰۰ ترجمانان وشمیرل شي چې یوازې له امريکایانو سره يې کارکړی نو د منطق نه لرې خبره ده

  2. دا خو ډير ښه زیری دی چې ویزې یې ورته تصویب کړې.خو مهمه داده چې. هغوی ته د کارغم هم په امریکا کي وخوړل شي اکثره ترجمانان په امریکاک ې دسخت ژوند اوبې روزګارۍ له امله بیرته لاړل اوزیات شمیر پدې فکردي چې بیرته لاړ شي.یواځې. هغوی ته ویزې ورکول کافي نده، اکثره پدې فکر دي چې په افغانستان کې خو یوځل مرګ دی او په امريکاکې دبیکارۍ او ذهني فشار له امله هره ورځ مرګ دی. امريكا د اروپا غوندې نده ، په ا مریکا کې دمهاجرو سره یو څو میاشتې. مرسته کیږي او صحي بیمه چې د ټولو نه اساسي ضرورت دی په يو څو میاشتو کې بندوي. په یو ځای چې نه کار وي او نه کومکونه. وي هلته تلل یا اوسیدل هیڅ مفهوم نه لري.

ځواب ورکول تاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *