نعمت الله صدیقي
له څو اوونیو راهیسې د ننګرهار تعلیمي ادارې د امینتي ګواښونو لامله ولاړې او حساس خلک د وحشت د انتها د یوې بوږنوونکې او زړه خوړونکې نارامۍ شاهد دي(خوله مې په خاورو) دا هغه ناهيلې او منحوسه جمله ده، چې په ویلو او لیکلو یې د وسلو او جګړو صنعتکاران من من غوښه اخلي او موږ له خپلو ټولو حواسو او عقلانیت سره (البته که لرو یې؟) ورته ټیټ سر، چلنج او  ولچک ولاړ یو.
موږ د نږدې تېرې مبارکې روژې اته واړه ازموینې د خوف او وېرې په داسې یوه ماحول کې ورکړې چې د امنیتي ځواکونو له یو شمیر زغروالو رینجرو او امنیتي ځواکونو د تیارسي حالت راته ويل لکه موږ چې د خورا ډېرې بدې فاجعې او ناوړه عمل ګناهګاران  او مجرمین یو، داسې لکه موږ چې د تیارو د زامنو په حیث د رڼا دلارویو رحم و کرم ته ناست یو.
هو!! د رڼا زامن دوی(جکړمار) د تیارو زامن موږ(زدکوونکي او ښوونکي).
دا دوه هغه قطبونه دي، چې اوښیار دوښمنان یې درک کولای شي، دا هغه چا پر فکر او تحلیل رحم پکار دی، چې دوی اوس هم زموږ دوښمن محدود او احمق ګڼي، دوښمن کله احمق شو؟ چې ستا دا دومره حساس او بنیاد فکټور یې در ټارګیټ کړ. پر معارف او ښوونې او روزنې، پر دولتي او شخصي پوهنتونونو او انسټيټیونو پرلپسې درانه بریدونه او ګواښونه هغه څه دي، چې دا د لویو استخبارتي او استعمارګرو ځواکونو او جالونو اوج ګڼلی شو. په جګړو کې د تعلیمي بنیادونو د نړولو او رغولو یوه کیسه درته وکړم:
په شپږم اګست ۱۹۴۵امریکا پر جاپان ايټمي بمونه وغورځول، امریکا لومړی ايټمي بم د جاپان په خورا ستر اکاډميک پوهنتون هیرو شیما وکاراوه، هیرو شیما د جاپان هغه پوهنتون وو، چې شعار یې د نویو ایجاداتو پيل او انکشاف و، له دې ایټمي بم کارونې سره د هیرو شیما پوهنتون پنځه نوي فیصده محصلین او استادن د دې فاجعې قربانیان شول؛ مګر هغه څه چې په دې برخه کې ډېر جالب دي هغه د جاپانیانو تعليمي روحیه او مورال وو، جاپانیانو له دې ایټمي بمونو یوه میاشت ورسته ښارونه او ودانۍ ونه رغولې، دوی ښونځیو او پوهنتونونو ته مخه کړه، ژوندي استادان او محصلین یې سره منسجم کړل، دوی جنګ ځپلۍ او مات شوی جاپان په څلورو کلونو کې له تعلیمي پلوه سیال کړ، هیرو شیما پوهنتون بېرته فعال شو او نن هم د نړۍ له یو معتبرو پوهنتونونو څخه شميرلی شي، دا وخت هیرو شیما یولس زره درې سوه دوه ویشت منځني زدکړیال او درې زره درې سوه اته پنځوس د لوړو زدکړو زدکړیال او اوولس سوه د دوکتورا زدکوونکي لري، چې د ټولو شپاړس نیمه زره محصلینو لپاره درې نیمه زره فروفیسوران استادان لري. له جاپانیانو دوه روایاته د زدکولو او تقلید وړ دي چې یو یې په هر حال کې د تعلیم تسلسل و او بل یې د تعلیم د معیار ساتل وو.
زموږ له تعلیمي نظام سره د سیاسي واکمنو په اوښیارتیا څوک څه ویلی شي؟ د وسلوالو بیانیه څه غواړي؟ اولس چیرته دی؟ او نړیوال تناظر او تکون به څه راسره کوي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې موږ (افغانانو) ته یې هیڅوک په اړه نه تحلیل راکولای شي او نه یې حلاره!! دا ځکه چې موږ باید ووژل شو!!
د تعليمي ادارو په دې جدي ګواښ له حکومتونو د ساتنې غوښتنه او پر ولسمشر د مخاطبې مخ نلرو، کنه په ننګرهار کې د ولسمشر مخته د مبارز او فکري ملګري ارشاد رغاند نسخه یې څه کړه؟ چې د ټولو ستونزه د حل درملنه پکې وه!!
جګړمارو ته که سل و زر واره هم ووايو، خیال یې بویه!! هغه باید موږ ووژنې. په ننګرهار کې د ریکشو پر شا د هغې جنت مخې کوچنۍ نجلۍ تصویر به چا نه وي لېدلئ؟چې په خورا معصومه څېره یې د ښونځي مخته ولاړه ده او وايي:
(کاکا موږ مه وژنه)
دا نو داسې جمله ده، چې د انسان ضمیر تباه کوي، وجدان لړزوي، روان او مغز ته ټول عمري صدمې ورکوي؛ خو هغه چې ارام، خوند او لذت ترې اخلي، هغوی ته به څوک ووايي، چې د علم او عرفان دوښمني د خدای دوښمني ده، له علم سره جګړه له انسان سره جګړه ده، د جهالت ملګرتیا د تمامي انساني عظمت رانسکورول او بقا چلنج کول دي.
موږ(ولس) یوازې د دې خوني بلا پر وړاندې یوازې همدا اراده او هوډ ژغورلی شي، چې د جنګ و جکړو دا ټولې ښکیلې غاړې پر دې چلنج کړو چې تعلیم، ښونځی او مدرسه زموږ ژوند دی، که ژوند وي نو دا به وي!! کنه د ژوند په هر پړاو کې مو چې هر ډول جهنم مخ او خوا ته راځي، لبیک لبیک!!
جنګ، وژل، بم، باد و باران، ستونزې،ګواښونه او ولچکونه هر څه زغملی شو؛ خو پر تعلیمي نظام هیڅ ډول بندیز او مصلحت باید ونه منو او نه یې هم باید پر وړاندې د یوې زرې هومره ګوزارې ته زړه ښه وکړو .
One thought on “کاکا موږ مه وژنه!!  |  نعمت الله صديقي”
  1. متأسفانه دا دمکتب ، پوهنتون او دولتی ادارو سوزول ، دلارو ، پلونو ورانول ،دتعلیم یافته، متتخصصینو او مشرانو وژل اونور د یوملت د قوت او بریاوو عناصر له منځه وړل ،هغه پلان شوی تخریبی دوامداره عملییه ده چی آی اس آآی د شهید داود خان له دور سنجولی او د بی تجربی ځوانانو په واسطه تر ننه عملی کړی او د نفاق او تفرق اور ته یی د ملا او لیډر په نامه پطرول شیندلی ،تنظیمی،قومی ،مذهبی او نور جاهلی تعصبات یی هم څپانده کړی
    خواوس الحمد لله زموږ مؤمنو حکامو د مدبر او پوخ قیادت له لاری دښمن ته لازمی ځواب ورکړی او ان شاءالله ملت د وحدت له لاری کولی شی درونی استحکام غښتلی او ټولو دښمنانو ته لازمی ځواب ورکړی چی صلح اساسی او بنیادی د حل لاره ده

ځواب ورکول Mujahid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *