څو ورځې مخکې مې د( کابل جعلي عکسونه) تر سرليک لاندې واقعيت بیان کړی و، چې طالبان افغانان نه دي، بلکې د پاکستاني استخباراتي کړيو پورې تړلي دي.

هغوی  د خپلو کړو وحشتونو د پټولو لپاره په  خواله رسنيو تور ولګاوه، چې دوی غلط انځورونه خپاره کړي دي او طالبان دغه  ډول وحشت ترسره کولی نه شي.

خو هغه خبرې مې ټولې د جعلي عکسونو تر سرليک لاندې وليکلې، اوس يې تکرار ته اړتيا نه وينم،چې يو ځل بيا د پنجاب په خم کې رنګ شوي جعلي فيسبوکيان  د طالب  دغه تر سره شوي وحشتونه داسلام د قوت لامل وګڼي.

هيښ ويښ په نوم يوه فيسبوکي پنجابي ليکلي دي، د کابل جعلي اداره، جعلي اراکين او جعلي کرایه شوي ليکوالان  د دولت په ګټه تبليغات کوي.

هېښ ويده پنجابیه! تاسو ته شرم نه درځي، تاسو له الله تعالی څخه وېره نه لرئ، تاسې د پښتونوالي او اسلام په نوم څه پېژنئ.

ستا سو دغه ډول کړنو خو انسانیت تر پوښتنې لاندې راووست، ستاسو احساس خو هسې هم د پنجابي ادارې په اوبو پاک شوی دی، مغز مو کار پرې ايښی دی، د طالب هره وحشي کړنه تاسو ته ستر او سپېڅلی جهاد ښکاري.

دا چې تاسې په پنجابي دسترخوان سهار او ماښام ډکېږئ، د پنجابي خبره  درته تر ټولو لوړ اسلام ښکاري، همدغه پنجابي پر تاسو کومې نادودې ونه کړې، په کوم مخ بیا ورسره په يوه غولي ناست ياست؟  کومه ښېګڼه يې دريادېږي، چې بیا مو د پنجابي…….. نيولي دي.

زه چې کوم څه ليکم ماته حيا درېږي، د پاکستان هغه خواخوږۍ مو لکه چې سترګو ته ودرېده، چې ستاسو د تحريک پر ضد يې  نړيوالو ته اډې ورکړې او نن  تاسو  د همدغه  پنجابي په نغوته ټوپک اوږې ته اچولی ، د پرديو يرغلګرو سره د جهاد په نامه افغاني مېرمنې ژړوئ، کله چې امريکا او متحدينو ستاسو حمارت چپه کړ ل، بیا مو د هغه بنجابي غېږې ته پنا وروړه.

د ملا عبدالسلام هغه کیسه مو له ياده وتلې ده، چې امريکايانو ته يې بربنډ په لاس  ورکړ، د ملا برادر، ملا خېرخوا او په لسګونو طالب اورپکو مرموزه وژل کېدل  به هم ستاسو له ياده وتلې وي.

 ملا عمر چې پاکستاني استخباراتو له منځه يووړاو تاسو اوس هم د پاکستان ننګه کوئ، لا مو هم ګردنۍ  پاکستاني مرميو ډکه ده او خپل هيوادوال پرې  شهيدانوئ.

موږ خو شکر مرکزي ادار ه لرو، مشروع ولسمشر لرو، ستاسو جعلي اداره چېرته ده؟ ستاسو جعلي ليکوالان به نن بیا د طالب اورپکو وحشتونو ته شډل توري تراشي او ځينې خيرن څڼيور به يې د ډمانو په انداز کې وايي.

شرم هم حد لري، وايي که پوز پرې کړې شرم درلودای، نو د چړې نوم به يې لا اخيستی نه و، تاسو خو د پنجاب  د شومو مو خو لپاره دلته رادرومئ، تاسې خو تل افغانان د يرغلګرو غلامان بولئ، تاسې خو تل موږ ته د پرديو يرغلګرو جاسوسانويلي دي.

که تاسو له هيواد سره هيوادنۍ مينه پاللې وای، که تاسې رښتیا هم د هيواد ګټو ته ژمن پاتې شوي وای، نن به ولې يرغلګره امريکا او متحدين زموږ هيواد ته راتلل.

اسامه بن لادن چې تاسو  د اسلام داعي بلل، هغه اسامه چې تاسو يې ننګه کوله، اخر چېرته وموندل شو؟ تاسو د پاکستاني استخباراتي کړيو په دام کې ګير ياست، افغان  دولت او خلک به هيڅ کله تاسو سره سوله ونه کړي، تاسو د انسانيت په لمن داغ ياست، تاسو د اسلام د بدنامۍ لپاره هڅه کوئ.

شاید ستاسو تر شا اوس هم د سرو يهودو لاسونه وي، چې هم مو منبر بدنام کړ او هم مو د جهاد سپېڅلي نوم ته هم صدمه ورسوله.

تاسو خو تل د اسلام او افغانيت بدنامولو لپاره ملا تړلې ده، تاسې د هيواد ورانۍ لپاره لېڅي را بډ وهلې دي.

تاسو خو په تور سرو وس رسېږي، چې په صحرايي محکمو کې يې په سزا رسوئ، ستاسو قضا چېرته اسلامي بڼه لري، ستاسو هره فيصله د موټر سايکل پر سر او د جومات مخ ته وي، نو څنګه به موږ تاسو  اسلامي داعيان وبولو، چې اسلام بدناموئ او د اسلام د ورکولو هڅې کوئ.

تل مو د قران سپکاوی کړی دی، داسې پېښې هم کمې نه دي، چې خلک مو تر قرانو لاندې په شهادت رسولي دي.

همدارنګه په اندړو ولسوالي کې د مولوي  رحمت الله اندړ په  کور کې يې قرانکريمونه وسوځول، د هلمند او لوګر  په جوماتونو کې چاودنې ته  يې هم اسلامي لټولي دي ، همدې تش په نوم د اسلام داعيانو دغه  عمل  سر ته ورساوه.

هېښ ويش وروره! ته هم د پنجابي په ټوک لوی شوی يې، تاته هم   پنجابیانو د وطن ورانونې نسخه درکړې ده، چې زموږ په مشروع دولت پورې  غلطې خبرې ليکئ، لږ خو مو د ملا عمر، ملا برادر او ملا خېرخوا برخليک درياد کړئ، سبا تاسو هم په ورته برخليک اخته کېږئ.

هېښ ويښ ته به همدومره ووايم، چې زموږ اداره  جعلي نه ده، بلکې تاسو جعلي اداره جعلي مشران  چېرته دي، چې هر وخت د خپل وطن د ورانونې دسیسې په پاکستان کې  جوړوي.

لږ شرم وکړئ، وای که پوز پرې کړي شرم لرلای، نو  د چړې نوم به يې لانه اخيست، ، لږ شرم   احساس وکړئ، د پاکستاني بادار تر اغېز لاندې مه راځئ، د پنجابي ټوکمار په غلامۍ کې عزت نه شته، سبا به بیا له خیره ستاسو د خيرنو څنړوپه بدل کې  ببرسري نوټونه واخلي.

خپل زلالت پرېږدئ، نور  د سرټمبګي وخت نه دی، خپل سرونه وژغورئ، افغان امنيتي ځواکونه درپسې دي، تر اټکه به مو ځغلوي.

هيښ ويښه ويده نه شې، ستا عقل او خبرې د پنجابي ملا د مکار مغز تفسیر دی او موږ ددغه مکار دښمن   پر مکارۍ نه غولېږو، ډېر ژر به د څپېړې بدل په سوک درکړو.

4 thoughts on “کرايه شوی ليکوال/ زلفانه”
  1. ښکلی مطلب مو ټاکلی دی، رښتياهم پنجابي فيسبوکيان سخت ډېر دي، چې د هيواد په بربادۍ پسې يې رااخيستې ده، دوی دې الله پّ خپل غضب الهي اخته کړي.

  2. زما په گومان دا ویش به کوم پاکستانی اجنت وی او د طالبی ادرس نه خبری کی. رشتیا هم طالبان باید تیرو ته شه په خیر وگوری. دگوانتانامو اکثریت طالب بندیان پاکستان پر امریکایانو وپلورل او تول هغه طالب مشران چی دوطن سره یی مینه درلودل په قتل ورسول. دطالبانو د حکومت د وخت پخوانی مشران یوپه بل پسی وژل کیژی او بیا یو مرض ورته بهانه کیژی. هیش پیش بچو که افغان یی د عقل نه کار واخله

  3. دا چی تاسی هر څوک یی زه د ګرانی خور خطاب درته کوم

    دا چی د پنجابی په ارتباط هر څه ولیکی درسره یی منو مګر د جهاد په ارتباط یا د طالب تړل سل په سلو کی په پنجابی پوری دا درسره نه منو ځکه دی کښی شک نشته چی پنجابی خپل اهداف لری خو طالب خپل مجبوریتونه د کفری لښکرو د راتګ سره سم طالب د ډیری حوصلی او زغم څخه کار وا خیست مګر د همدی حکومتی چارواکو یا حرفوی مفسیدینو قاتلانو غا صیبینو او داړه مارانو په وسیله په طالب پسی چوخلی پلاس امریکایی د طالب کور ته وروستل شول طالب یی دومره وچوخاوه چی که بلا تشبه بلا تشبه سپی دومره وچوخوی نو هم خوله در اچوی یعنی طالب یی مجبور کړ چی د حهاد مشروع لاره ونیسی اوس نو دا د انصاف خبره نده چی طالب د پنجابی بچی ده او دا حکومتی چارواکی چی پورته ذکر شوی الفاظ ددوی په رګ رګ وینه کی نغښتی د لوح محفوظ څخه راغلی تاسی ددی هر یوه چارواکی مطالعه وکړی دا بالکل زرخرید حلقه بګوش غلامان دی دا چی پدی حکومت کی کار کوی دا ۹۹ اعشاریه ۹۹ اعشاریه ۹۹ ټول مفسید غا صیب قا تل او پردی غلامان دی دوی هر یو په یو ملک پوری تړلی دی ددوی پواسطه کابل وران شو په زرهاوو کابل ښاریان شهیدان او کورونه یی لوټ او وران شو ل په لارو او کوڅو کښی یی خپلی با چاهی وی ددوی له لاسه زمونږ با عزته خویندو ځانونه دلوړو منزلونو څخه د خپل عزت د ساتلو پخاطر راوغورزول د خلکو په سرونو یی میخونه ټکوهل د ډیرو با عزته خویندو د بدن غوښی برخی یی غو څی کړی او داسی نوری ډیری کړنی یی وکړی چی بشریت یی په یادولو شرمیږی دا چی اوس په یوه اخور تړلی دی دا د بل بابا زور ده او خپلی شخصی منا فعی یی سره یو دی زه او تا سی منحیث د یو منځګړی دا دواړه ددی وطن اوسیدونکی او افغا نان دی با ید ددوی کړه وړه په رڼو سترګو وتلو کوم باداران چی طالب لری ددوی هم شل چنده ډیر دی دوی د طالب د تګ نه را پدیخوا ددی کفارو دراتګ او ډالرو د باران څخه ددی وطن په نفع هیڅ نوع کار ندی کړی نو هیله می دا ده چی کله کله دا حکومتی چارواکی هم در سره د خپلو لیکنو په ترازو کښی تله
    تاسی او ستاسی محترمی کورنی ته د با عزته ژوند په هیله

  4. دزلفانی دپاکواحساساتو او وطن پالنی قدر کوم. دیر نارینه لیکوالان دی ستا بلا گردان شی

ځواب ورکول خيال محمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *