سپتمبر ۴
نن د يکشنبې ورځ او د سپتامبر ۴ نيټه وه ۔ لندن ميشتي چې نن له هيواده په زرگونه مايله ليرې واټن کې يوازي په اونۍ کې يوه يا دوه ورځي د دمې کولو او نفس ويستلو له پاره وخت لري خو د دې لپاره چې ((د دوزخ اور پرې حرام شي)) په بخارا رستورانت کى سره را ټول شول۔
حامد کرزى چې کله دغونډې تالار ته راننووت نو د تل په څير يې خپل کندهارى تکيه کلام تکرار کړ او تکرار څه چې ورد زبان وو ۔ ويل يې : ((خداى مو راوله، خداى مو راوله ۔)) خو د هغه بلنه افغانستان ته نه بلکې همدې رستورانت ته وه ۔ ځينو ورسره عکسونه واخيستل اولکه د خوږې مچان پرې را ټول ول ۔ خو کله چې زموږ ميز ته رانژدې شو ۔ او هر يوه ته يې لاس اوږود کړ ۔ زما په خوا کې پخواني پياوړي او په هيواد مين افسر سيال شينواري چى کلونه کلونه يې د شر اوفساد پر ضد په تودو سنگرونو کې جگړه کړې وه او هيواد پرې گران وو ۔ لاس ورنه کړ ۔ اونيغ په نيغه يې ورته وويل ۔ زه تاته لاس نه درکوم او د اعتراض په توگه نه غواړم لاس دراوږود کړم ۔ کرزي ومنله او خپل ځاى ته ستون شو ۔
غونډه د ددود له مخې په قران پاک پيل شوه ۔ په اصطلاح هغه ملي سرود ته، چې د هيواد اتنوگرافيک لست ته ورته دى راغلي کسان ودرېدل او بيا په خپلو ځايونو کې کښيناستل ۔ پيرمحمد باورې هم وينا وکړه اوهم يې ټوکې وکړي هماغه ټوکي چې تل يې په محفلونو کې کوي ۔ خو په دې يې ټينگار وکړ چې غونډه د هيچا پر ضد نه وه ۔ يعنې چې وه ۔ د اساسي قانون سره مطابقت لري ۔ يعني چې لري ۔
د هيچا د تخريب له پاره نه وه يعنې چې وه ۔ اوبيا يې په دې خبره ټينگار وکړ ۔ چې بايد يو افغان شو اوافغاني وحدت له پاره کار وکړو ۔
ستاينوالو په دې خبره ټينگار کاوه چې د کرزي صيب په مهال کې که نيمگړتياوي وي نو هيواد زياتې لاس ته راوړنې هم درلودلي ۔ موږ د دغه لاس ته راوړنو ستاينه کوو ۔
د پير باوري دا ټوکه ډيره په زړه پورې وه چې ویې وېل: اوس چې سيفو شوم نو پرې پوه شوم خلکو يې هرکلي وکړ ۔ هر څوک چې واک له لاسه ورکړي نو بيا پوه شي ۔ ناست کسان يو بل سره وپسيدل چې کاشکي واکمنان دواکمنۍ په مهال پوه شوي واى نه دا چې وروسته، سيفو پوه شي ۔
د يوه په اصطلاح ملي سوداگر له خبرو وروسته دبره کي په نوم يو افغان خبرې وکړي ۔ بره کې چې کلونه پخوا په يوه کالج کې ما ليدلي وو ښه مې پيژانده ۔ البته د هغه په باب شخصي خبري نه کوم ۔ خو دا وار مې له کلونو وروسته په دې سالون کې وليده ۔ هغه په خپله وينا کې د پوهنتونونو، ښوونځيو او وړوکټونونو اونورو تعليمي موسسو لست وړاندي کړ ۔ ویې ويل چې موږ تر مخه يوازې يو د کابل پوهنتون درلود ۔ خو لکه چې د نوموړي حافظي ياري نه کوله چي د ننگرهار پوهنتون ، دکندهار ،مزار ، هرات او نور پوهنتونونه لا پخوا تاسيس شو ي وو اودکرزي ددورې لاس ته راوړنه نه وه ۔ همدارنگه هغه دښوونځيو يو لوى لست وړاندي کړ ۔ خو دغلا اوخيالي ښوونځيو په باب يې چې اوس سيگار ورپسې سگرت لايتر را اخيستى دى ،څه نه ويل ۔ خوندوره لا دا چې دا ټول ناست کسان يې احمقان بلل ۔ او په خپله وينا کې يې دگل اغا شيرزي ، عطا محمد نور اونورو پنبه پهلونانو په ستاينه پيل وکړ ۔ چې دخلکو اوناستو کسانو زړونه يې بد کړل ۔ ځينو خو ان ووق ،ووق کاوه ۔ ۔
وروسته وار حامد کرزي ته ورغي ستيج ته وبلل شو ۔ هغه په غونډه کې دگډون کولو نه خوښي څرگنده کړه ۔
د حامد کرزي ټولي خبري په ملي يووالي را څرخيدلي ۔ په ملي يووالي يې ټينگار کاوه ۔ اوپه دى ترڅ کې يې دخپلو ټول ټاکنو ددوران کيسې وکړې چې څنگه يې په هزاره جاتو اوتاجيک ميشتو سيمو کې زياتي رايي واخيستلي ۔ خو دخپل دوران داداري فساد اوناوړه اداري سياستونو په هکله يې چې يو کوچنې اقليت او جنايتکارانو دجهاد اواسلام په نو م ټول هيواد اوملي اودولتي ملکيتونه غصب کړل څه ونه ويل ۔اونه يې دخپلو وزيرانو چې اوس يې دوسيي دسقاو دځوى دمړې دروح په څير په کابل کې کښته پورته کيږي څه ونه ويل ۔
کله چې دناستو کسانو پوښتنو وار راغي نو هغه سم دواره لاس شينواري صيب ته ونيو چې تاسو اعتراض درلود ۔ اوخپه واست ۔ ته خپل اعتراض ووايه :
سيال شينوارى چې يو عمر په جبهو کې دافغانستان دسولي په خاطر دهيواد له دوښمنانو سره جنگيدلي وو ۔ وويل : تاسو دخپل زعامت ددورې په پاى کې لويه جرگه راوغوښتله ۔ په لويه جرگه کې دا پريکړه شوې وه چې امريکا يانو ته دهډو ورکولو مساله تصويب کړي ۔ لويي جرگې پريکړه وکړه ۔ سره له دې چې يو بهرني هيواد ته چې نورې موخې اوهدفونه لري په هيواد کې د هډو ورکول اودخاوري دفضايي قلمرو اختيار ورکول دازادۍ په باب معامله وه چې تاسو لا له مخه کړې وه ۔ خو تاسو بيا دلويي جرگې پريکړه ونه منله ۔ اوسند مو لاسليک نه کړ ۔ په دې کار تاسو دلويي جرگې مفهوم اوحيثيت ته لوي زيان واړاوه ۔ نو ځکه مې لاس درنه کړ ۔ هغه په هيواد اودکرزي ددوران داداري فساد او ځينو جنگسالارونو ته بي کچه امتياز ورکولو اوددولتي ملکيتونو په بډه وهلو په باب نورې پوښتنې هم درلودلي ۔ خو وخت نه وو ۔
کرزي دهغه دپوښتني په وړاندې اوږود ځواب ورکړ اوبيلابيل دلايل يې وړاندې کړل خو هغه کسانو چې پيښې تعقيب کړې وې په دې قانع نه وو ۔ ټولو دا ويل چې کرزى صيب دبلي دور له پاره اودلويي جرگي له لارې واک تر لاسه کولو له پاره کمپاين کوي ۔
څو ورځي تر مخه په امريکه کې يو افغان پروفيسور هم په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي وو ۔ چې مالوميږي چې کرزى دامريکى دسفارت دروازي ته ولاړ دې، ټک ټک کوي چې څوک ورته ځواب ووايي خو تر اوسه لا چا دروازه نه ده خلاصه کړي ۔
زياتره ناستو کسانوهم تبصره کوله چې لندن هغه ځاى دې چې دسيمي په سياستونو کې غوره رول لري ، دسيمي په هکله دامريکا سياستونه هم دلته ټاکل کيږي ۔ دکرزي راتگ دسيل اوچکر اوساعت تيرى له پاره نه دې ۔ بلکې دهغه ټول هدف دادى چې څنگه دبيلابيلو لارو دزړو سنتې ځواکونو له لارې اوهم دارنگه بيلابيلو اپوزيسوني ډلوپه زور دپخوانو چور واکو زورواکو تالانگرو ، چپاولگرو او قطاع الطريقو له لارې داشرف غني مشروع حکومت بې اعتباره کړي۔ لويي جرگي ته زمينه برابره کړي اوخپله پکې صوبه دار شي ۔
لندن ۔دسپتمبر ۴ نيټه
په زړه پورې تبصره دې لوستونکو ته وړاندې کړې وه ګران سلیم شاه ورور خدای دې روغ رمټ لره.