ټرمپ

تاند، سه شنبه، د اسد لومړۍ: حامد کرزي د امریکا د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون ویلي، خلک پر افغان سوله د امریکا او پاکستان معاملې ته اندېښمن دي.

د حامد کرزي له دفتر څخه تاند ته استول شوې خبرپاڼه کې د هغه له قوله راغلي چې دا څرګندونې په کلکه غندي بلکې افغانانو ته یې له سپکاوي ډکې بولي.

کرزي زیاته کړې، ټرمپ وښوده چې امریکا کې زموږ د هېواد او خلکو په اړه نظریات څه دي او امریکایان حتی انساني کرامت ته قایل نه دي.
کرزي زیاته کړې، افغانان اندېښنه لري چې ګواکې پاکستان او امریکا سوله نه بلکې معامله روانه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونو ته په ځواب ډاکټر دادفر سپنتا ویلي، ټرمپ دې نه هېروي چې د امریکا له کشف کېدو وړاندې هم افغانستان موجود و او چا نه شو محوه کولی.

دغه راز د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ویلي، د ټرمپ څرګندونو وښودله چې د سولې په پروسه د افغانانو شکونه رښتیا وو.

ټرمپ ویلي، جګړه حل لاره نه ده ګني که دی وغواړي یوه اوونۍ کې افغانستان محوه کولی شي خو ۱۰ میلیونه انسانان به دې جګړه کې ووژل شي.

3 thoughts on “کرزي، مسلمیار، سپنتا هم د ټرمپ څرګندونې وغندلې”
  1. سلامونه ! ما خوله پخواپه خپلو لیکنو کې عموسام ټکولی وو خو څوک دغریب ملا په اذان لمونځ هم نه کوی- اوس یې خوند وکړ- بیاهم ټول افغانان باید وارخطا نه بلکه اویو موټی دې شی – لوی خدای زموږ مل دی

  2. Da Allah jj da para chai Karzai saib Ghani saib padram saib Dostam saib mohaqeq saib qanoni Atta aw Da Talebano Tol masharano os kho yaw shai.peghor ham domra bas wee.from KPK peshawar

  3. چی یوه ګوله آرامه او حلاله ګوله موږ مظلوم وولس ته راورسیږی او هر اړخیز امنیت مو خوندی وی او د ژوند بقاء ته هیله مند واوسو نو د ژوند د نورو ښکلو منظرو د لیدو د خوند تر څنګ ددی ډول منظرو (د لیوال صاحب خبره عمو سام )د یاغی غوائی د یاغیتوب د منظرو څخه به هم خوند واخلو
    عجب ښکلی لوبه ده
    مارکسیزم ته عمو سام وهڅولو
    جهاد ته عمو سام وهڅولو
    د طالب تر لمنی پناه ته عمو سام وهڅولو
    د طالب په وړاندی کرکی ته عمو سام وهڅولو
    د طالب د ږیری مچیدو ته نن د عمو سام په توصیه هڅول سوی یو
    دا ټول کارونه ئی زموږ د خیر او ښیګڼی په نیت تر سره کړه
    البته د لسو میلونو افغانی انسانانو قربانی د عمو سام ددی سترو خدمتونو په وړاندی هیڅ ارزښت نلری
    امّا
    تربورګلوی او میره توب په موږ کی باب دی خو په کښته کچه
    خو
    د اتلانتیک د سمندر په دوو ( سره لیرو غاړو) کی د پرتو میری زیانو او تربرونو معامله بله بڼه لری دا معامله او تصفیه په ډیره لوړه کچه تر سره کیږی
    فعلاً ددی تصفئی اصلی قربانیان موږ یو خو دا خبره باید ومنل سی چی عمو سام چی هر څومره غښتلی هم سی د اتلانتیک ددی لوری میری زی سره به ډغری و نه وهلای سی

ځواب ورکول raoufliwal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *