تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کورنیو چارو وزیر ته امر وکړ چې لس کلنه سپوږمۍ دې بېرته خپلې کورنۍ ته وسپاري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې سپوږمۍ په سیمه کې د طالبانو د یوه مشهور قومندان خور ده او د یکشنبې په مازدیګر مخکې تر دې ونیول شوه چې د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې پر سرحدي پولیسو ځانمرګی برید وکړي.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:«د کورنیو چارو وزارت موظف دی چې د هلمند د مشرانو په حضور کې د ضمانت او اطمینان له ترلاسه کولو وروسته دا نجلۍ (سپوږمۍ) خپلې کورنۍ ته وسپاري چې د هیواد د نورو ماشومانو په شان له خپلې کورنۍ او د خپلې مور و پلار په سیوري کې ژوند وکړي.»

په خبرپاڼه کې زیاته شوي: د افغانستان ولسمشر په ځانمرګو بریدونو کې له ماشومانو څخه کار اخیستل او یا هغوی دا ډول حملو ته مجبورل په کلکه غندي.

ښاغلي کرزي طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې په انتحاري حملو کې له ماشومانو څخه کار اخیستل او یا داسي حملو ته د هغوی مجبورول غیراسلامي او غیرافغاني عمل دی.

په خبرپاڼه کې طالبان چلینج شوي چې که دوی دا ډول کارونه نه کوي او ترې منکر وي نو باید په زغرده ورسره مخالفت اعلان کړي اود افغانستان له خلکو سره یوځای هیواد له ترهګرۍ او تشدده وژغوري.

د افغانستان ولسمشر د افغان ماشومانو ښوونه او روزنه مهمه وبلله، هیله یې څرګنده کړه چې یوه ورځ ټول افغانان په ګډه د خپلو ماشومانو د راتلونکې لپاره هڅې وکړي، هیواد د بهرنیانو له دسیسو وژغوري، سوکاله او ودان یې کړي.

ده ویلي چې ماشومان د هیواد د راتلونکې جوړوي او باید د زده کړې لارې ورته پرانستل شي نه دا چې په ځانمرګو بریدونو کې ورڅخه کار واخیستل شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویندوی صدیق صدیقي په وینا پولیس وايي چې دا نجلۍ د خپل ورور له لوري هڅول شوې وه چې پر پولیسو حمله وکړي.

صدیقي وايي: نجلۍ، چې د ځانمرګو واسکټ یې په تن و، د یوه سرتېري له لوري وپېژندل شوه.

دی وايي داسي ښکاري لکه چې نجلۍ نه شوای کولی چې د ځانوژنې د واسکټ ټنۍ کښېکاږي او ځان والوزوي او یا دا چې مخکې تر دې چې په دې کار بریالۍ شي ونیول شوه.

سپوږمۍ اوس د ولایت په مرکز لشکر ګاه کې ساتل کېږي.

10 thoughts on “کرزي امر وکړ چې لس کلنه سپوږمۍ دې خپلې کورنۍ ته وسپارل شي”
  1. له هغه ځناور نه چې دا یې داسې کار ته هڅولې ده باید ضمانت واخیستل چې ویې نه وژني. بابا له غله نه چا ضمانت اخیستی دی؟ خو چېرې به یې په کابل کې په کوم دارالایتام کې شامله کړې وای چې تعلیم یې کړی وای. هلمند مې نه لیده او رحم.

  2. ډیر ښه خبر

    ولسمشره خیر یوسی ډیر ښه، ډیر عاجل اوډیر غیرتی اومیړنی کار دی وکړو

  3. که دا ماشومه د هغه ځناور او وحشی ورور په لاس ورشی ، وبه یی وژنی. ښه به دا وی چی هغه تر یوه معلوم وخت پوری د هغی نورو خپلوانو ته په ضمانت سره وسپارل شی تر څو چی لویه او خپل خیر او شی وپیژنی او خپل سرنوشت په خپله تعیین کړی.

  4. که چيري دغه معصومه او بې وزله نجيلی بل چا و دغه انتحاري عمل ته تشويق کړې ،مجبوره کړې او يا هم تېر ايستلې وای او بيا نيول سوې وای نو بيا افغاني ،اخلاقي ،اسلامي او شرعي قوانين ټوله د دغه خبري سره جوړ دي
    چي نجيلی دي و خپلي کورنی ته و سپارل سي ،ولي که چيري مشوق او تېر ايستونکی پخپله دنجيلی کورنی وی نو
    بيا داستا غيرت اومېړانه به نه يادوم پوهه او عقل هم دومره رسيږي چي کورنی ته يې په لاس ورکی ځکه دا ځل يې
    ښه تربيه نه وه ورکړې بل وار ته به يې ښه تربيه او و هڅوي چي ځان وژنه يې کاميابه سي ،ډېرو خلګو اوس پيژندلی
    يې چي ته خپل هر ملي او افغاني ضد عمل ته د مهربان او زړه سواندې چپنه ور اغوندې ،ته خپلي ګټي لټوې تاته نه
    افغانستان مفهوم لري او نه ددغې معصومي نجيلی ژوند او سرنوشت ٠
    ته څنګه د ولسمشر يې چي دا ټول ولس خو پريږده چي په شرمښانو دي لوټ کړی اوس دي په دغه خپله ولسمشري کي
    د دغه يوې ماشومي د ساتني او روزني چاره هم و نه سوای کولای٠
    ته چي دغه لس کلنه نجيلی ته د بد بختيو څه نجات نه سې ور کولای نو لاپي ډېري مه وله چي ته افغانستان ته نجات
    ور کولای سې٠

  5. کرزی ریښتیا هم لیونی شوی، داسې کار لیونی هم نه کوي. په ترهګرو څه باور دی.که دا جینۍ ووژل شي ، قاتل يي کرزی دی!

  6. داسې ځنانران د خدای ج تباه او برباد کړي، چې به خپلو ماشومانو دین وطن او افغانیت باندې رحم نه کوي دا خلکو خو پښتونیت یې را وشرماوه خدای ج مو تباه او برباد کړه.
    ځانونو ته د دین پتنګان هم وایی او دینی معلومات هم نه لری الله تعالی په وایی، چې سپینګیرې ماشومان او ښځې په جنګ کې نه دي شامل او هغو مه وژنی!!

  7. که دا ماشومه (ښپوږمۍ جانه )هر څوک مړه کي ، پر کرزي تاوان ده ، ځکه چي د کرزي په امر د مرګ کندي ته غوځول کيږي .
    حامد کرزی بايد د خپل زوی ميرويس جان او سپوژمۍ جاني په هکله يو ډول فکر وکړي.

  8. په دغه خبر می ډیر دخوشحالی احساس وکړه، ځکه دیوی خوا ښځینه (ماشومه) وه، دبلی خوا پښتنه وه
    اګرچه که هر چا داماشومه دغی کار ته هڅولی وی دایی ډیر بد او دپښتنو درواجونو خلاف کار کړیدی، خواوس بله چاره نه وه غیر له دي چه دغه ماشومه واپس خپلی کورنی ته حواله شی ځکه دلته مونږ دپت، عزت او سطر موضوع هم باید دیاده ونه باسو، که ددوی کورنی په دغه سطر او پت نه پوهیږی، نومونږ خو پوهیږو

    لنډه داچه زه دي پریکړی ډیر خوشحاله کړی یم

    ، په اخر کی وایم په نړی کی به ډیر کم خلک وی چه ددغی پریکړی په ضد وی، مسلمان، پښتون، معقول، پوهه پلارونه، اومورګانی اودازاد فکر خاوندان به هیځکله ددی پریکړی په ضد نه وی

    په دی امید چه ماشومه ډیر ژر خپلی مور ته ورسیږی

  9. خلگوداهسی یودسیسه ده فه باګرام اونوروزندانوکی د۱۲۰کلوسه بیاتر۷کلوفه عمرنراوشزی ناستی دی دهغوده ضمانت ژغ ولی نه کیژی

ځواب ورکول م. افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *