تاند، دوشنبه، د حوت ۱۲مه: د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله وايي چې نن یې له جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او د ټاکنو له پایلو پر راټوکېدلي کړکېچ یې ورسره خبرې کړي.

بل لور ته د ثبات او همپالنې ټيم غړی فضل احمد معنوي وايي، چې د دوی او دولت جوړونکي ټيم ترمنځ د څو ورځو چوپتیا او لفظي ټکبند نور پای ته رسېدلی دی.

هغه پر خپل ټوېټر لیکلي چې ارګ د ولسمشر غني د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی بیا پیل کړی او دې خوا ته دوی هم د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو ته چمتووالی پیل کړی چې نږدې ورځو کې به له خپل اړخ څخه یو شمېر نورو ولایتونو لپاره هم نوي والیان معرفي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اشرف غني د دویم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان کړی، خو د ټاکنو کمېسیون پایلې عبدالله عبدالله ته د منلو وړ ندي او ځان د ټاکنو ګټونکی بولي.

عبدالله عبدالله د ټاکنو د نهایي پایلو وروسته خپل ځان د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، او د ټول شموله حکومت رامنځته کېدو هڅې یې پیل کړي چې تر دې مخکې یې دوو ولایتونو لپاره له خپله اړخه والیان معرفي کړي دي، خو هغوی تر ډیره پایښت نه دی کړی.

ټاکل شوې د روانې میاشتې په ۱۹ مه نېټه ولسمشر غني د دویم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه د ژمنتیا سوګند یاد کړي، چې دې سره سم عبدالله عبدالله هم د خپل د لوړې مراسمو لپاره په چمتووالي بوخت دی.

One thought on “کرزي او عبدالله ټاکنیز جنجال بیا راپورته کړ، خو غني لوړې ته چمتووالی نیسي”
  1. دوستانو همدی عبدالله ته هم امریکا وایی چی جنجال جوړ کړ ترڅو غنی له خپلی خبری واوړی او بندیان ژر تر ژره خوشی کړی یاد یی ساتی چی پخپله امریکا اوس نغواړی چی افغانستان یو خپلواک هیواد ولری او افغانستان د ولس بقا او اقتصادی پیاوړتیا لپاره ګام پورته کړی او په سیمه کی د دوی نږدی دوست پاکستان ته د اوبو او ترانزیتی لارو کی ستونزی پیدا شی مطلب باید داچی دوی له اول څخه پاکستان په طرحه دلته له افغان دولت سره نظامی او مالی مرسته کوله بی له اجازی د پاکستان یی دلته یوه بنیادی تیږه ایښودلو ته ستونزه جوړه کړی ځکه له اولی ورځی مخکی لدی چی افغان باندی حمله وکړی له پاکستان سره ځینی هوکړی کړی وی چی پدی کی د برتانیی نظر هم ورسره وو

    اوس افغان دولت ته پکارده چی راتلوونکی پنځه کلن دولت د تذکرو ویش ته سرعت ورکړی او د پاکستان په وړاندی په نړیوال ډګر کی تونده لهجی څخه کار واخلی نرمی هم یوه اندازه لری

    او له چین ایران او روسیی سره په اقتصادی او تجارتی اړیکو کی پیاوړتیا راولی ترڅو امریکا او برتانیی له خپل غرور څخه را ښکته شی

    کچیری موږ نه پوهیږو باید له پاکستان څخه یی زده کړو کله چی امریکا ورسره تونده لهجه ورسره سیاست مخکی کړی نو دوی له روسیی او چین او ایران سره خپلی اړیکی ټینګی کړی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *