تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هغه سوغاتونه، چې د ځینو هیوادونو مشرانو ورکړي ول، ملي موزیم ته وسپارل.
د ارګ د سرچینو له راپور سره سم د ولسمشر له لوري ملي موزیم ته په سپارل شویو سوغاتونو کې د سرو زرو تورې، یو ټوک قرآنکریم، تومانچه، یو طلايي ساعت او یو شمېر نور قیمتي وسایل شامل دي. د دغو وسایلو شمېر، چې نن یې د ملي موزیم مسوولانو ته وسپارل، ۱۴ قلمه بلل شوی دی.
په لوېدیځه نړۍ کې دود دا دی چې ولسمشرانو او نورو چارواکو ته هر هغه سوغات چې ارزښت یې زیات وي، باید موزیم ته وسپارل شي ځکه چې سوغات په حقیقت کې چارواکي ته نه بلکې ملت ته ورکړای شوی وي.
د امریکا له قوانینو سره سم هره ډالې چې ارزښت یې تر ۲۰۰ ډالره زیات وي، ولسمشر یا د هغه مرستیال یې له ځان سره نه شي ساتلی او باید د سپینې ماڼۍ موزیم ته یې وسپاري.
په ارګ کې چارواکو وویل چې ولسمشر کرزي ته دا سوغاتونه د یو شمېر ولایتونو قومي مشرانو او دغه راز د سعودي عربستان، فرانسې، امریکا، اوکراین، ترکیې، روسیې او بریتانیا چارواکو ورکړي دي.
تر دې مخکې هم د افغانستان ولسمشر لږترلږه لس ځلي ترلاسه کړي سوغاتونه ملي موزیم او د افغانستان بانک ته سپارلي دي.
دغه سوغاتونه که جهادی رهبرانو یا شمالی ټلوالی ته ورکړل شوی وای نواوس به یی ټول پلورلی وای زه فکرکوم چی کرزی به دبیت المال په ساتنه کی خپل ملی رسالت اداکړی وی اوداچی به دی تیرو څوکلونوکی ده ته کوم سوغات ورکړل شوی اویا په ملی موزیم کی تاریخی اثار موجود دی ددی ویره شته چی چی د دی حکومت په پای ته رسیدو سره لوټ نشی نودابه ښه وی چه هغه ټول یونسکو ته وسپاری چی هغوی دامانت په ډول تردی چی افغانستان کی ثبات راخی دغه اثاروساتی
مونگ پر خپل ولسمشر فخر كوو
هرنیک اقدام باید دټولو خلکو له خوا تقدیر شی. دا دیوه ښه فرهنګ بنیاد ده ترڅو راتلونکی چارواکی هم د ښاغلی کرزی په پله تیرشی. خو له دی سره یی که خپله ټوله شتمنی هم دوروستی ځل لپاره اعلان کړی وی چی له ریاست جمهوری نه می مخکی څه درلودل او اوس څه لرم.
هغه په تورو کڅوڼو کي چي يې يورو او ډالر تر لاسه کړي وه هغه کوم موزيم ته سپاري؟