تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: د حامد کرزي، عبدالله، صلاح الدین رباني او حکمتیار په مشرۍ نن د کریم خلیلي په کور کې غونډه شوې او د ولسمشر غني له حکومت سره یې مخالفت ښودلی دی.

د عبدالله د ټیم یو ارشد غړي فهیم فطرت په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په دې ناسته کې پریکړه شوې چې هیڅ یو سیاسي لوری به د دوی په اصطلاح اشرف غني تقلبي حکومت په رسمیت ونه پیژني.

د فطرت په خبره سیاسیونو همدا راز له عبدالله سره پریکړه کړې چې د سولې افغاني مذاکراتو لپاره به د سیاسي احزابو ځانګړی پلاوی تشکیلوي او د اشرف غني د حکومت پلاوی به هم ونه مني

دا په داسې حال کې ده چې تاند ته د رسیدلیو معلوماتو له مخې د عبدالله ډلې له کرزي او حکمتیار سره په ګډه یو ۱۸ کسیز پلاوي باندې کار پیل کړی دی.

په دې پلاوي کې د عبدالله مرستیالان اسدالله سعادتي، بابر فرهمند، ملا فضل احمد معنوي، انوارالحق احدي، صلاح الدین رباني د عبدالله لخوا، شپږ کسان د کرزي اړوند نفر او یو کس د حکمتیار لپاره سهم کې رسیدلی دی.

3 thoughts on “کرزي دوی نن د غني د حکومت نه منلو او د سیاسیونو په مذاکراتي پلاوي هوکړه کړې”
  1. د کرزی او عبدالله پلاوی به لومړی د پنجشیر له مقاماتو خپل پاسپورتونه ترلاسه کوي او بیا به له پنجشیر نه په خرو سپاره د غوربند ، بامیانو ، غور اوهرات له لارې ایران ته سفر کوي. که هلته د کورونا له ویروس نه بچ پاته شول ، د قطر ویزه به ترلاسه کوي ا و له هغه ځایه به قطر ته سفر کوي چې ممکن د لوی اختر شپو او ورځو کې د دوی مذاکراتی پلاوی که احیانا له طالبانو سره سوله نه وي شوي ، په مذاکراتو کې برخه اخلي.

  2. افغان ولس باید د دغه خاینانو په مقابل کښی راپورته شی
    د خلکو زور ته هیڅ څوک ودریدلای نشی۰ د دغه تخریب کاره ګروپ مشری خمید کرزی کوی
    مننه۰

  3. د افغانستان عظیم او بیداره ملت په دغه ملی ضد سیاسی دوکاندارانو او د جګړی او نفاق په تجارانو باندی چه نومونه یی پورته ذکر شوی او د افغانستان ملت دغه پردی پاله غله او فاسدین د پخوانه ښه پیژنی لعنت وایی او ډیره ښه خبره ده چه ددغه فاسدو ملی خائنانو اصلی چهری روځ تر بلی په داخلی او خارجی سطحه رسوا کیژی ، دوی هره روځ چه تیریژی ، یوازی د ځان د رسواکولو د پاره یو قدم مخته ایژدی ، نور استعداد او طرفیت متآسفانه نلری

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *