تاند- په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستنې وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پرېکړه وکړه چې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه خبرې وځنډوي.

د ولسمشر کرزي ویندوی تور ولګاوه چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د واشنګټن پیغامونه ضد ونقیض دي.

ایمل فیضي رویټرز خبري اژانس ته وویل:«د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ په ځانګړې غونډه کې د افغانستان ولسمشر پرېکړه وکړه چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره دې د امنیتي تړون په هکله خبرې وځنډول شي ځکه چې دوی د سولې د بهیر په برخه کې ضد ونقیض څرګندونې او اقدامات کوي.»

د افغانستان حکومت وروسته له دې له امریکا سره پر امنیتي تړون خبرې ځنډوي چې طالبانو په قطر کې د (اسلامي امارت) په نوم رسمي دفتر پرانست او امریکا اعلان وکړ چې په راتلونکو څو ورځو کې به له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

که څه هم امریکايي چارواکو ویلي چې وروسته به د طالبانو او د اغفانستان د سولې د عالي شورا د استازو ترمنځ هم خبرې وشي خو پرون په قطر کې د طالبانو یوه استازي وویل چې د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان حکومت په رسمیت نه پېژني.

طالبانو همداراز ویلي چې د قطر د دفتر هدف یې دا دی چې له امریکایانو او نورو افغانانو سره خبرې وکړي. له نورو افغانانو څخه ممکن د طالبانو منظور د شمال پخوانۍ ټلواله وي نه د افغانستان حکومت.

د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي تړون خبرې د سږ کال په لومړیو کې پیل شوې خو د دوو خواوو د اختلافاتو له کبله څو ځلي وځنډېدې.
د تېرې اوونۍ په وروستیو کې وټاکل شوه چې د افغانستان او امریکا د چارواکو ترمنځ ژر د امنیتي تړون په اړه خبرې پیل شي.

د امنیتي تړون په نتیجه کې به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د اډو او سرتېرو شمېر او همداراز د ماموریت څرنګوالی په ډاګه شي.

اړوند خبرونه

امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې يپیلوي
ولسمشر کرزی: له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې باید په افغانستان کې وشي

اوباما په قطر کې د طالبانو دفتر د سولې د خبرو لپاره مهم وباله
په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو په اړه د ګلف نیوز تبصره
محور ورځپاڼه: طالبان حکومت جوړولو ته یو ګام ورنږدې

ولسي جرګې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له جوړیدو سره سخت مخالفت څرګند کړ

9 thoughts on “کرزي د اعتراض په دود له امریکا سره پر امنیتي تړون خبرې وځنډولې”
  1. وایي، پښتانه خره پسې ځي خو سړي پسې نه ځي. دغه له مخې څوک ړانده دي څوک شل دي او څوک د خدای په بل عذاب اخته دي. دا خو ورته ډېر سخت شرم دی چې له کرزي سره چې لږ تر لږه د پښتانه نوم ورپورې دی خبرې نه کوي او د شمال ټلوالې له جنایتکارانو سره چې په لسګونو زره همدا چڼي او نور پښتانه یې ووژل خبرې کوي.

  2. Talking to the traitors who not only destroyed this country but also killed many innocent people is a crime. Taliban are the agents of America and Pakistan. When American started moving out of the this country Taliban were allowed to open political office in Qatar. This has been happened when the project of America in Afghanistan is about to be completed and those who implemented this project (the Criminal Taliban and Pakistan) are now asking for award of which opening the office for the criminals is the first step forward which will be acomplished by afterward process of handing them over fate of the country.

  3. وایی: پاکستان په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستل کېدو هرکلی وکړ - تاند

    […] کرزي د اعتراض په دود له امریکا سره پر امنیتي تړون خبرې و… امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې يپیلوي ولسمشر کرزی: له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې باید په افغانستان کې وشي […]

  4. طالبان د پاکستان د لاس هغه آله ده، چې دوی پر ځان نه پوهېږي او ډېر یې پوهېږی خو هغو برمته دي. همدا اوس د قطر د دفتر بیانیې د پاکستان آی اس ای جوړوي.
    د کوټي – کراچی د شورا او د قطر د دفتر ترمنځ د اړیکو مزی د پاکستان د ای اس آی په لاس کی دی.
    تېر ځل به ټول خلک خبر وي، چې کرزی قطر ته لاړ او ډېرې هیلې وی چې ښايي دا سفر ډېر ګټور وي. خو مخکې له دې چې کرزی قطر ته ورسېږي د پاکستان د ای اس آی استازی قطر ته لاړ او د طالبانو استازو ته یې اخطار ورکړي، چې له کرزی سره به مخامخ خبرې نه کوی. همغه وو، چې کرزی بېرته بې ګټې او بې وټې کابل ته را ستون شو.
    طالبان هغه ناسور او زقوم بوټی دی، چې په تېرو ډېرو کلونو کې یې د پاکستان په ګټه د افغانانو کولمې ټوټه ټوټه کړلې.
    د طالبانو د قطر دفتر خو ډېر پخوا جوړ شوی ؤ. د بې شمېره طالبانو کورنۍ هملته اوسېږی د هغوی ټول لګښتونه په خپله امریکې ورکول حالا دا چی دلته یې په زرګونو خلک په دې نامه ووژل چې ګواکی د امریکا معاش خواره دی او هغوی بې چاره ګان به د یو څو زرو افغانیو یا څو سوو ډالرو په مقابل کې په یوه پروژه کې کار وه.

  5. I feel very bad for Mr. Karzai, no body counts him in anything. He probably feels very isolated and useless. I think it will be very honorable for him to step down and pave the way to a fair and transparent election. Let the Afghans chose their leader through real democratic process.

  6. I’m really impressed with your writing skills as well as with the layout on your blog. Is this a paid theme or did you customize it yourself? Either way keep up the nice quality writing, it is rare to see a nice blog like this one nowadays..

ځواب ورکول Iqbal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *