تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی، چې د کار موده یې په بشپړېدو ده، د ۲۰۱۶ کال په پای کې له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو په باب د امریکا د متحدو ایالتونو د پرېکړې هرکلی وکړ.
ښاغلي کرزي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د امریکا دا پرېکړه باید د دې سبب شي چې طالبان جګړه بس کړي او د افغانستان له راتلونکي حکومت سره خبرې پیل کړي.
کرزي له امریکا سره د امنیتي موافقې، چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پاتې کېدو ته لار اواروي، د لاسلیکولو مخالفت کړی دی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سې شنبې په ورځ یو پلان اعلان کړ چې پر اساس یې له ۹۸۰۰ سرتېرو پرته چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به ووځي، نور ټول د سږ کال په پای کې وځي.
له دې سره به په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ هغه پوځي ماموریت پای ته ورسېږي چې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د حملو له کبله پیل شوی و.
د ولسمشر کرزي له ماڼۍ څخه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:«د امریکا متحدو ایالتونو اعلان کړی چې د خپلو محاربو پوځیانو شمېر به کم کړي او صفر ته به یې ورسوي. د افغانستان ولسمشر پر وسله والو مخالفانو ږغ کوي چې له دې تاریخي فرصته په استفادې جګړه پای ته ورسوي.»
له بلې خوا وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پوري په افغانستان کې د ځواکونو د پرېښوولو په اړه د امریکا پلان وغانده.
طالبانو خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو تر بشپړه وتلو پوري به جګړې ته دوام ورکړي.
د امریکا پلان تر ډېره د افغانستان د راتلونکي ولسمشر له لوري د دوه اړخیز امنیتي تړون له لاسلیکولو سره تړاو لري چې د جوزا د څلرویشتمې نېټې د انتخاباتو په نتیجه کې واک ترلاسه کوي.
اکثره کتونکي باور لري چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
ټاکل شوې ده چې نوی ولسمشر د اګست په دوهمه / اسد ۱۱مه/ لوړه په ځای کړي.
کرزی لالا امریکا خو هسې یوه بهانه ده طالبانو ته په مغزوکي داسې ستنې وهل شوي دي که د سغودیه امامان هم ورپسې راشي دوی به همداسې مسلمان وژنه کوي چې له دوی څخه دا امید ونکړې چې توپک به پرځمکه کیږدي او مسلمان به شي
په پښتو کې یو متل دی وایې چې
خر بې پیره دی خو ډانګ یې پیر دی