تاند- پخواني ولسمشر حامد کرزي نن /پنجشنبه/ د ملي یووالي د حکومت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په وروستیو څرګندونو عکس العمل وښود او هغه یې د افغانستان په چارو کې د امریکا لاسوهنه وبلله.
کرزی، چې له څو کلونو راهیسي هڅه کوي، له امریکا سره خپلې اړیکې خړې وښيي، په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د افغانستان د ملي یووالي د حکومت په اړه د امریکا د باندنیو چارو وزیر څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
جان کیري د شنبې په ورځ /اپریل ۹/ په کابل کې له ولسمشر غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې په ۶ میاشتو کې د ملي یووالي د حکومت د پای ته رسېدو په باب د یوه افغان خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:«دا حکومت له دوو کلونو یا له اوسه شپږ میاشتې وروسته پای ته نه رسېږي. دا موافقه پای ته رسېږي، دا د ملي یووالي د حکومت موافقه ده، چې موده یې ۵ کاله ده.»
وروسته اجرايي ريیس عبدالله عبدالله هم په دې تعجب څرګند کړ چې ځیني افغان سیاستوال وايي د ملي یووالي حکومت د ۲ کلونو لپاره جوړ شوی دی.
عبدالله وویل، دغو سیاستوالو د ملي یووالي د موافقې متن نه دی لوستی که یې ولولي نو داسي کومه یادونه هلته نه ده شوې.
خو کرزي نن وویل، د افغانستان په چارو کې د امریکا د لاسوهنو دوام د نه زغملو دی.
ده تاکید وکاوه چې افغانان په خپله خاوره کې په دې شرط د امریکا د حضور ملاتړ کوي چې د افغانستان پر ملي ګټو معامله ونه شي.
کرزي همداراز وویل:«هیڅ بهرنی به پرې نښودل شي چې د افغانستان ملي حاکمیت له خطر سره مخامخ کړي، امریکا باید د افغانستان له ملي حاکمیت سره لوبې ونه کړي.»
حامد کرزي دا هم وویل چې په افغانستان کې هغه وخت سوله او ثبات ممکن دی چې د امریکا متحد ایالتونه او پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر لپاره ریښتونې هڅې وکړي.
کرزي په خپلو څرګندونو کې د پاکستان پخوانی پوځي دیکتاتور ضیاالحق شهید وباله. د ده دا خبره په ټولنیزو رسنیو کې له سختو نیوکو سره مخامخ شوې ده ځکه چې ډېری افغانان باور لري چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنې د ضیا الحق له وخته پیل او د افغانستان د ویجاړولو پلان جوړ شو.
په پاړسو کی متل دی:
۱) با پنج هم پنج، با صاحب پنج هم پنج.
۲) از کیر ما رستم شدی پس با ما دشمن شدی.
A quotation from late Gen. Ziaul Haq referring to the leadership of Afghan Mujahedeen parties :
” Now is the time to put the show of our own flowers in Kabul ” .