تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هیله څرګنده کړه چې د دوو کاندیدانو ترمنځ موافقه به نتیجه ورکړي او د انتخاباتو پایلې به ژر څرګندې شي.

ولسمشر کرزي نن د هیواد د خپلواکۍ د ۹۵ کالیزې په مناسبت جګپوړو دولتي چارواکو، د ملي شورا د دواړو جرګو غړیو او یو شمېر سیاتوالو ته خبرې وکړې او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې یې د استقلال مینار ته د کلانو ګېډۍ کښوده.

په دې مراسمو کې د ولسمشرۍ دوو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله هم برخه لرله.

ښاغلي کرزي له انګرېزانو څخه د غازي امان الله خان په مشرۍ د افغانانو د خپلواکۍ ورځ د افغانستان د عزت او ازادۍ ورځ وبلله، ویې ویل:«د افغانستان استقلال، د افغانستان د خلکو د قربانۍ او ایثار ثمره ده، چې زموږ نیکونو موږ ته په میراث را پرې ایښې ده او د دې میراث پالنه او ساتنه موږ هم کړې ده..»

ده له شوروي څخه د افغانستان د ازادۍ یادونه هم وکړه، ویې ویل:«افغانستان موږ یوار بیا د شوروي له اشغال څخه آزاد کړی او ملت او خاورې ته مو ویاړ وربخښلی دی.»

کرزي د خپلو خبرو په پای کې وویل، هیله لري چې انتخابات ژر نتیجه ورکړي ځکه چې افغانان په بې صبرۍ انتظار دي.

کرزي په دې اړه د خپلو خبرو په دوام کې دوو کاندیدانو ته په اشارې وویل:« زموږ د دواړو وروڼو، چې له یو بل سره یې موافقې کړي دي، د افغانستان د خلکو په خیر به یې موافقې نتیجې ته ورسېږي او افغانستان د داسي حکومت خاوند شي چې ټول افغانان یې خپل وګڼي، د ټول ملت وي او څوک پکې نژدې او لېري (خپل او پردی) نه وي.»

د افغانستان اوسنی حکومت، چې د شمال ټلوالي مجاهدین پکې زیاته ونډه لري، د ثور اتمه د خپلواکۍ او ملي ورځې په توګه لمانځي خو د طالبانو د بریدونو د خطر له کبله له تېرو څو کلونو راهیسي د ثور اتمه د لومړیو کلونو په شان نه شي لمانځلی. اکثره افغانان د اسد ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د جشن په توګه لمانځي.

0 thoughts on “کرزي د خپلواکۍ په ورځ هیله څرګنده کړه چې د دوو کاندیدانو موافقه نتیجه ورکړي”
  1. دخدايه شكر كذار يم جه كرزي صاحب به خبلو خبرو كي اعتراف كوي واءي :
    دافغانستان اوسني حكومت جه شمالي تلوالي مجاهدين به كي زياته ونده لري
    سؤال هم دلته دي جه دا ونده دوي ته جا ،او د خه دباره وركره مسوليت ددي كار شخصا كرزي بوري تعلق لرلو ايا كرزي ددي كار به هكله دملت خلكو ته جواب وواءي او كه نه بايد ملت ته جواب وواءي

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *