تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د خپل واک له پای ته رسېدو یوازې دوې ورځې مخکې نن د پغمان په جنایت کې د پنځو تنو محکوم شویو مجرمانو د اعدام حکم توشیح کړ.
دا پنځه تنه درې ګونو محکمو د وسله والې غلا، جنسي تېري او د ښځو په وهلو ګناهګار پېژندلي ول.
دوی د اګست د میاشتې په نهه ویشتمه د یوې کورنۍ غړي، چې په پغمان کې له واده څخه کابل ته روان ول، له موټرونو کښته کړل او زیاتی یې ورسره وکړ.
د دوی له لوري د یوې اومیندوارې ښځې په شمول پر څو ښځو جنسي تېری شوی و ځکه هم دې جنایت په افغانستان کې خلک سخت وپارول او لور ده لوره د جنایتکارانو د اعدام غوښتنې وشوې.
د کرزي ویندوی ایمل فیضي په ټویټر کې لیکلي چې ښاغلي ولسمشر نن د پغمان د پېښې د پنځو جنایتکارانو د اعدام سزا لاسلیک کړه.
ابتدايي محکمې اووه تنه په اعدام محکوم کړي ول خو دوه تنه د نورو محکمو له لوري په شل کاله بند محکوم شول.
پولیس لا هم د دې جنایت د درو نورو تورنو کسانو د موندلو په لټه کې دي.
د کرزي د حکومت په دوره کې د اعدام سزا ډېرو کمو مجرمانو ته ورکړای شوې ده. د ځینو په باور د مجرمانو په وړاندې نه قاطع چلند سبب شوی چې جرمونه، اداري فساد او ناامني زیاته شي خو یو شمېر نور بیا وايي، په داسي یوه اداره کې چې فساد اوج ته رسېدلی وي، ښه دا ده چې سختې سزاوې نه وي ځکه چې دا وېره شته چې بې ګناه کسانو ته سختې سزاوې ورکړای شي.
بشر دوستی او دبشري حقوقوپه چوکات کی ؟
۱/اسلامي,اجتماعی,ديوی ټو لني دنظم عامه قوانينو ته په خورا احترام .
۲/دافغانستان اساسی قانون ،معدنی اونورونافذه قوانينوته په خورا درناوی.
۳/دمجريمانو دغيری انساني سلوک او روېه چه دټول ملت دکرکی احساساتئ را پارولي دبلی خواداسلامي قوانينو په رڼاکي ټاکل شوی جزا بايد په تطبیق شی.
تطبېق کيدل او ددوی تر خاورو لاندی کيدل درنج او عذاب څخه خلا صيدل ددوي ارامي او اسودګي ده.
زما په شخصي نظر دوي بايد په مشقت ،عمري جزا،په تورو تياره کوتو کی کوټه قلفي،دهيڅ انسان سره نه ليدل،په نېمه خيټه اعاشه ،کول او ددنياوي تولو خيګڼو ،نعمتو څخه محرومول اوتدريجي شکل سره درنج حالت نه ددوي ژوند ته خاتمه ورکول به بهتره وي.
دبلي خوا ويل کيږی دي متحمېنو ته دامنيتي اورګانو له خواشکنجه او وهل ورکړل شوی ټول اعترافات جبري دي چه داعمل خلاف دمطروحه قوانينوڅخه دی. کيدي شی متهمين نورڅوک اوسی دلته دی چه بشري حقوق دملت په سويه اودملت په چوکات کی پايمال کيږي دازما شخصي نظر دي زه دداسو قضيو په ارتباط ژوندي مثالونه لرم ځکه ليکنه می وکړه هغه څه چه ما ليدلې او انسآنانو ته می نجات ورکړی ذکرئ دلته مشکل دی.
دمثال په توګه ديوي سينمامخی ته ترور انجاميږی يو دوکاندار دهماغي محل داټول جريان په سترګو ویني امينتي اورګان راځي همدا دوکا ندآر نيسی او دتحقیق اورګان ته ليګل کيږی په تول جريان چه ئ ليدلی وواعتراف کوي چه بلي ؟ دا ترور ما انجام کړي دوسيه خارنوالۍ او محکمی ته ځی ،محکمه حکم داعدام ورکوی دابېچاره داعدام انتظار باسی.
يوبل اورګان ديو انفجار په ار تباط يو مجرم نيسي هغه بر علاوه دخپل په دغه جرم چه دسينما مخی ته چه کوم ترورانجام شوی وو هم اعتراف اوټول جریان په دقيقه توګه ليکی.
کله چه خارنوال دا دواړه قضيو دتعقيب مسول وو فو راء محکمه په جریان کی اچوي اعدام معطليزی .
دلمړي متهم نه سوال کيږی چه داقتل تا نه بل چا کړی تا ولی داټول موضوع په ځان قبوله کړي.
متهم وائ دغه موضوع زما په مخ کی انجام شوه او ټول جريان مي په سترګو ولیده داچه ما اوريدلي وه چه په خاد کي وهل او ټکول او برق ورکول کيږی داچه زه ددی شيانو څخه بيردم توله موضوع څه چه می لیدلی وه په ځان ومنله.ترخو ماته برق رانه کړی کله چه پروتوکول دشناخت دواړو متهمينو په منځ کی انجام شو دوکاندار دابل متهم وپيژانده .وی ويل بلی دغه سړی راغی نفر ئوويشتاو بيائ فرآروکړه دوهم متهم هم قبوله کړه
پس له هغی اعدام شوي متهم ته محکمي براءت ورکړ او دوهم نفرمتهم وپيژندل شو.
نو ځکه وايم احتياط په کار دی تر څو بی ګناه اشخاص محکوم نه شی او بشري حقوق پايمال نه شي
د ښا غلي کرزي دا وروستی اقدام ټولو افغانانو وستایه . ، خو افسوس چې د ملاعزت دوه او د یوه بل زورواکي اړوند یو تن ، چې هغوی ټول دری تنه کېږي هم نیولي او په اعدام محکوم کړي وای ، چې جمله له دغو (۵) تنو سره (۸ ) تنه کېږي . همدلته خلک ښاغلي کرزي ته د شک په سترګه ګوري . چې دا دری تنه ولې پټ او کورنۍ او نومونه یې افشأ نه شول ؟!!! ……