تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په داسي حال کې چې له امریکا سره یې د امنیتي موافقې د نه لاسلیکولو پرسر اختلاف دوام لري، له متحدو ایالتونو وغوښتل چې د افغانستان د ولسمشرۍ په راروانو حساسو انتخاباتو کې لاسوهنه ونه کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو کاندیدانو د فبرورۍ له دوهمې څخه انتخاباتي کمپاین پیل کړی او د امریکا متحد ایالتونه هیله لري چې دا ټاکنې مخکې تر دې چې امریکا د افغانستان دیارلس کلنه جګړه پای ته ورسوي د افغانستان له ثبات او سولې سره مرسته وکړای شي.

ولسمشر کرزي، چې د واک پای ته رسېدا ته یې څه کم دوې میاشتې پاتې دي، وویل چې حکومت به یې د حمل په شپاړسمه شفاف او عادلانه انتخابات یقیني کړي.

ښاغلي کرزي پرون په کندهار کې همداراز وویل:«په ډاډ ویلی شم چې زموږ د حکومت له لوري به انتخابات شفاف او مناسب وي او دا هغه څه دي چې افغانستان ورته اړتیا لري، زه هیله لرم چې د امریکا متحد ایالتونه او د هغه لوېدیځ متحدان به هم له مداخلې ځان وساتي او افغانان به خپلو رایو او د خپل ولسمشر غوره کولو ته پرېږدي.»

ښاغلي کرزي دا څرګندونې په کندهار کې د کرنیزو علومو او ټکناوژۍ د پوهنتون له پرانستلو وروسته وکړې.

5 thoughts on “کرزي له امریکا وغوښتل چې د افغانستان په انتخاباتو کې لاسوهنه ونه کړي”
  1. ښاغلی کرزی صاحب
    امریکا به په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي ستا خبره به ومني خو چې ته په کې په خپله لاسوهنه وکړی، او ملت پریږدې چې خپله رایه هغه چاته چې یې خوښه وي ورکړی، کنه تا خو هم ډلې جوړي کړي ته به پر خلکو زلمی رسول وروتپې چې ستا په خوله وي او ته په کې بیا هم د ریس جمهور په صفت وې او ستا حکومت و چلیږي، دا هم نه منو

  2. کرزیه په ښکاره داسي ووايه چي امريکا به زما په مداخله کي چي په انتخاباتو کي ېې کوم مداخله نه کوي ،ولي ته هم
    نور بايد په دې پوه سې چي تاته د مداخلو اجازه څوک نه درکوي ، ديارلس کاله دي هم افغان ملت او هم جهاني ټولنه
    وغولول نور دي اخري شېبې را رسېدلي دي په دغه بې ځايه باټو څوک نه سې تېر ايستلای٠تا پخپل ديارلس کلونو کي
    يو توپک مار د محکمې سره نه کی مخامخ ،ټولو جنګ سالارانو ته دي زمينه مساعده ول چي هرڅه ېې زړه غواړي
    هغه وکړي، فساد وينې چي کم سرحد ته دي رسولی دی او لوی خيانت چي دي کړی دی هغه دادی چي د يو څو پیسو
    په بدل کي دي اېران او پاکستان ته اجازه ور کړېده چي په افغانستان کي دننه په ښکاره خپل جاسوسان و روزي او رنګارنګ خراب فعاليتونه او د خلګو په مينځ کي نفاق واچوي او تا هيڅ وخت کمه يا دونه هم نه ده کړې ولي چي تاته
    يورو را رواني وې٠

  3. د زراعتی پوهنتون د پرانیستي په بهانه کندهار ته راغلې او د خپلي خوښي د کاندید لپاره دي کمپاین وکړ. د بندو دروازو شاته دې په نامه قومی مخور او د کندهار سپین ږیري دې ته وهڅول چی ستا د کاندید لپاره له نورو کاندیدانو سره غونډي وکړي او دېته يي واداره کړي چي ورته تیر سي. په جنوبي ولایتونو کي دي د تش په نامه امنتي تدابیرو په نامه رازق، مطیع الله، د زابل امنتی چارواکي او د هلمند امنیتي چارواکي سره یو کړي ترڅو دلته بل څوک رایي و نه لري او یواځی تاسو ته د درغلی لاره خلاصه وي. خو بیا هم امید سته چي ستا دا مداریتوب به دا ځل ونه چلیږي او که خدای کول هغه څوک به راسي چی خلک يي غواړي.

  4. زه د ولسمشر کرزي دا ډول څرګندونې ستاسم، ځکه که په ټاکنو کې خپله افغانان لاسوهنه وکړي کوم عيب نه دى، خو ترټولو ستر عيب دادى، چې غربيان ستا په ټاکنو کې لاسوهنه کوي او داسي يو څوک مقام ته ورسوي، چې هغه دوي ته د غلامۍ لياقت او وړتيا ولري، ولسمشر کرزي چې د هيواد په چارو کې هرڅومره د بهرنيانو او غربيانو لاس په بيخ کې ماتوي د افتخار او سرلوړۍ خبره ده

  5. Ke Karzi saib de Amrika na ghoshtai wai de de hakumat de darghalaio mekhniwai dey pe intekhabato ya takeno key ne kawi no maqula ba shkara shewi wai. Karzai saib os ghwarhi chey yaw bey kefayat aw bey selahyata kas leka Zalmai Rasul pe tagmarei pe Arg wernenabasi. De Zalmi Rasul os zwanan aw shezey pe yad shwey, chey kela Karzi werta pe ghwag key de Arg sandera wewayela aw teylo ye kerh.

    Da de Karzi de khweley khabera da, chey Zalmai sust aw beykara dai. De Karzi hamdasey kas khwakh dai chey dai (Karzai) ye tela kawi.

ځواب ورکول ع٠ توخي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *