تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له صدراعظم نوازشریفه وغوښتل چې له خپلې خاورې پر افغانستان د توغندويي حملو مخه ونیسي.

ولسمشر کرزي تر دې مخکې ورته غوښتنه په افغانستان کې د نړیوالوځواکونو له عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ څخه کړې وه خو نوموړي د پاکستان حملې محدودې بللي او ویلي یې دي چې افغان رسنیو دا بریدونه غټ ښودلي دي.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم ولسمشر کرزي تېره شپه نوازشریف ته ټېلفون وکړ او له هغه څخه یې وغوښتل چې پر افغانستان له خپلې خوا د بریدونو مخه ونیسي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي:«د پاکستان صدراعظم ښاغلي نوازشریف ډاډ ورکړ چې پر دې موضوع به له اړوندو اورګانونو سره وږغېږي او جدي ګامونه به واخلي.»

د پاکستان پوځ د افغانستان او هندوستان په اړه له ملکي حکومت جلا پالیسي لري.

پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ارشاد احمدي د پاکستان سفیر ابرارحسین ته د توغندويي بریدونو په خاطر سخت اعتراض وکړ، ویې ویل چې دا ډول حملې د دوو هیوادونو دوستانه اړیکې زیانمنوي.

د کونړ ولایت چارواکي وايي چې په وروستیو ورځو کې د پاکستان له خاورې څخه د دغه ولایت پر څو ولسوالیو تر ۷۰۰ زیات توغندي لګېدلي دي.

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل پرون رسنیو ته وویل، دا توغندي پر شیګل او دانګام ولسوالیو لګېدلي چې له کبله یې ۲۷ تنه ژوبل شوي او یو تن وژل شوی دی.

د ده په وینا د توغندويي بریدونو له کبله په شیګل ولسوالۍ کې تر ۱۰۰ زیاتې کورنۍ مجبوره شوي چې کډه شي.

0 thoughts on “کرزي له نوازشریفه په کلکه وغوښتل چې د توغندويي حملو مخه ونیسي”
  1. دا خواهشونه نه او بشنهاد و نه دير شوي ،دباكستيان سفير به دي مورد خو خلي إحضار شوي ،نتيجه خه ، نتيجه ، صفر ديو أفغان ، به صفت ديو أفغان جنرال به صفت دكرزي صاحب خخه دا هيله كوم جه اخرين بار دباره دي ملل متحد به جريان كي واجوي ضرب ال عاجل دي باكستان ته وتأكي كه جيري يو راكت دتاسو زما خاوري ته داخل شو بعدي مسوليت ستاسي به غاره دي بياوري اوقهر مان اردو ته دي دي تيار سي امر وركري زه اطمئنان در كوم جه دا قهرمان اردو به به خالي لأس دشمن ته دندان شكنه جواب وركري او بيا به هيخ كله دافغانستان خاوري ء او أفغان ته به به سبكه ستركه ونه كوربي بنجابي ته به خله خبري نه بلكه به خبره جواب وركول به كار دي
    زه دخبل سر به قرباني به دي لاره كي هر نوع خدمت ته حاضر يم .
    جنرال جلالزوي

  2. ډررررررررررررررر! غلامګئ هم د ولسمشرئ اکتونه کول غواړش!!!؟؟؟؟
    داسی غوښتنه ؟!!! ؟ یعنی دا رشتیا ؟ غلامګئ د پاکستانه غوښتی چی ورسته له دیارلسو کلو او چی لکئ یی د ولسمشری مانی نه تړله کیږی او ایسته ولار سی ، اوس نو یی په ماغزه کی څه را ګرزیدلی دی؟ دا بیوخته اکتونه د څه له پاره؟ د کوم عملی اقدام غیرت او شهامت خو هغسی هم ستا سره اصلاً نه وو ، بیا به هم نه وی، او دا اوتی بوتی څه له پاره؟ څوک ختی باسی؟ خلک دی هغسی هم داسی ښه پیژنی چی ستا مور هم تا هسی نه پیژنی! بهتره داده چی لکه پخواه لکئ دی پخپلو پښو کی ننه باسه د غلامی بیغیرتی ته دی ادامه ورکوه ، تا نه میړه نسی جوړیدائ ، بیغیرته! بیهمته!

ځواب ورکول محکوم افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *