تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی، چې د واک دوره یې مخ په بشپړېدو ده، حکومتي چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې نوي حکومت ته د چارو د سپارلو تابیا وکړي.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم حامد کرزي نن د کابینې په غونډه کې د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې د انتخاباتو په نتیجه کې نوي حکومت ته د واک لېږد لپاره د اوسني حکومت د تیاریو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي کرزي وزارتونو او خپلواکو اورګانونو ته دنده وسپارله چې په تېرو ۱۲ کلونو کې ټولې ترسره شوې چارې له ضروري اسنادو، نېټو، طرحه شویو پلانونو، ترلاسه شویو تجربو او د کارونو او پروګرامونو په لار کې خنډونو سره یو ځای ترتیب او د راتلونکي حکومت چارواکو ته د هغو د سپارلو لپاره تیاري ونیسي.

ټاکل شوې ده چې د وزیرانو د شورا د دارالانشا او د چارو عمومي ریاست دا پرېکړه تعقیب کړي او ولسمشر د هغه له وروستي حاله خبر کړي.

د افغانستان له اساسي قانون سره سم د افغانستان د ولسمشر دنده د هغه د کار د دورې د پنځم کال د غبرګولي یا جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

که چیري د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو په لومړي پړاو کې له ۱۰ کاندیدانو څخه څوک بریالی شو، ښاغلی کرزی باید د راتلونکې ثور تر پایه واک وروسپاري.

خو که چیري هیڅ کاندید پنځوس جمع یو رایې ترلاسه نه کړې او ټاکنې بل پړاو ته اوږدې شوې، د اساسي قانون د ۶۱ مادې پراساس د انتخاباتو د پایلو د اعلان له ورځې دوې اوونۍ وروسته باید د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ انتخابات وشي.

One thought on “کرزي له چارواکو وغوښتل چې راتلونکي حکومت ته د واک سپارلو لپاره تیاري ونیسي”
  1. د کرزی منظور د واک دسپارلو دپاره دتیاری ، یعنی چارواکی باید ژر تر زره دفساد و دغلا و دجنایاتو او نورو تولو فجایع چی پدی دیارلسو کلونو کی چی تر سره سویدی، باید په دیر زیرکظ سره مخفی او نابودکړای سی، که نو اداراتو کی اسناد تول منظم پراته دی دخاصه آماده ګی ضرورت نشته که یو چارواکئ له ادارې نه وځی ، مخه یی ښه ضرور ندی اسناد له سره فهرست کړی او یا په اسنادو کی لاسوهنه وکړی! احیاناً که چارواکی په اسنادو کی اوس لاسوهنه کوی مجاز ندی ، او داکار ددوی دخیانت دپتولو نه بله کومه معنی نلری! ځکه نو وجمهوری ریاست نوماندان دی باخبره وی چی کرزی له اوسه په اداری اسنادوکی دلاس وهلو شپیلکئ هم وغږوله! خدای دی وشرموی

ځواب ورکول اصیل ټرکان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *