تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هند د افغانستان د ستراتیژیک او طبیعي دوست هیواد د بللو په ترڅ کې له هندي صنعتګرو او پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د دغه هیواد له سوداګري فرصتونو څخه ګټه واخلي.

کرزي وویل:«بې له شکه افغانستان او هند نه یوازې د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بلکې د منځنۍ او لوېدیځې اسیا ترمنځ د راکړې – ورکړې لپاره دوه تر ټولو طبیعي شریکان دي.

کرزي په افغانستان کې لاس نه خوړلیو طبیعي زېرمو ته په اشارې وویل، افغانستان د لیتیم، ګازو او تېلو په شمول د نړۍ یو له څو ګوته په شمېر شتمنو هیوادونو څخه دی.

ده همداراز وویل: کېدای شي هند د افغانستان له لوري د وړاندې کېدونکو فرصتونو لومړنی ګټندوی هیواد وي.

ده هندي پاګوالو ته وویل:«تاسو په افغانستان کې له فرصتونو څخه په ګټې اخیستلو کې ورو یاست. غواړم چې هندي صنعت وهڅوم چې زیات محتاط ونه اوسي، یوازې څو ګامونه واخلئ او له هغه څه ګټه واخلئ چې افغانستان یې تاسو ته وړاندې کوي.»

کرزي په عین حال کې خبرداری ورکړ چې که د نورو هیوادونو پانګه وال راغلل او د افغانستان له فرصتونو څخه یې استفاده وکړه بیا به هندیانو ته داسي موقع نه وي.

کرزي هندي پانګوالو ته وویل:«که تاسو له امریکا سره د افغانستان دوه اړخیز امنیتي تړون ته انتظار یاست، بالاخره به دا موافقه لاسلیک شي. موږ د امریکا له لوري د خپلو یوازې څو شرطونو منلو ته انتظاریوو.»

کرزي همداراز وویل:«غواړم چې ټاټا کمپنۍ افغانستان ته خپل کوچني موټر(نانو) راولېږي ځکه چې په زرګونو ځوانې افغان جوړې دغو موټرونو ته انتظار دي. د دې لپاره چې افغانان دا موټرونه رانیسي تاسو په افغانستان کې نندارځی (شوروم) پرانیزئ.»

ده همداراز هیله څرګنده کړه چې د افغانستان پر سړکونو د ټاټا بسونه او د هند نور موټرونه زیات وویني.

3 thoughts on “کرزي هندي پانګوالو ته وویل چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه له لاسه ورنه کړي”
  1. ولسمشرکرزي او د ملي امنیت لوی رییس ته پرانستی لیک او خبرداری
    ښاغلیو!
    زه داسې یو افغان چې په هېواد کې تر اوسه پورې د کوم سیاسي غورځنګ ؛ ګوند؛ بهیر او ډلې غړیتوب نه لرم؛ خو دا باید ووایم چې پر خپلې مسلمانۍ او افغانیت ویاړم ؛ زما په یادون زموږ په کورنۍ او خپلوانو کې کوم څوک تر دې مهاله د زنداند تورو ټمبو شاته نه وو لویدلي خو زه چې نه غواړم دلته له خپلې بې ګناهۍ ننګه او دفاع وکړم ؛ ځکه دا هر چاته په زباد رسیدلې چې مجرمان ډیری مهال د خلکو پر وړاندې ځانونه سپینې کوترې ګڼي؛ او داچې په موږ کې چا د د زندان مخینه (سابقه) نه لرله زما د بې ګناهۍ لامل نه شي بلل کیدلای .
    ښاغلی ولسمشر او د ملي امنیت لوی رییس!
    زه داسې یو څوک یم چې د ماسټرۍ تر کچې مې زده کړې کړي دي او خپل هېواد ته د چوپړ کولو ډيره لېوالتیا راسره ده خو دا چې په کومو شرایطو او حالاتو کې بیا زه ما خپل کار دی .
    ما دوه شپې د غزني د ملي امنیت په زندان کې تیرې کړې. ؛ کله چې په غزني ښار کې د ملي امنیت د کسانو له خوا ونیول شوم خدای شته چې له شواهدو او اسنادو پرته یې د ملي امنیت زندان ته واچولم ؛ دوه ورځې مې کورنۍ د غم پر تبۍ سوځیدله او وروسته خبره شوه چې زه زنداني وم.
    ښاغلیو زه نه غواړم چې لیکنه ډیره اوږده کړم ځکه ښایې ستاسو تاسو یې د وخت بیه پرې نه کړای شئ.
    خو غواړم چې دلته له خپلو نیولو وروسته د ملي امنیت د کسانو له خوا د شوي چلند د ډیالوګونو یوه برخه ستاسو مخ ته کیږدم هیله ده ویې لولئ او په پوڅو غوږونو یې واورئ!
    د غزني د ملي امنیت په زندان کې پر لومړۍ ورځ:
    نامت چیست :
    ولې نوم خو به مې درته مالوم وي چې راوستی مو یم
    – فارسي بګو
    نامې مره یاد نداری پس به خاطر چې اوریدي مره !
    په دې خبرې سره سړی راباندې د څیپړو ګذارونه کوي خو زما د ممانعت له وجې یې پر څپیړو زړه نه سړيږي او تور پيپ راته نیسي او پر لنګیو پر لپسې واروونه راباندي کوي؛ زما او لاسونو ته هتکړۍ را لویدلي او له دره لکه هلال کړی پسه یو خوا او بل خوا پښې وهم خو سړی مې تر هغو وهي چې ستړی شي او پر مټ مې له غاښ له ګولو وروسته راته وايي :
    حالی به چی آدم شدي بګو نامت چیست .
    زه له زږیروي سره په مل غږ ورته وایم چې دا مې نوم دی او دلته اوسیږم خو دی په ښکنځلو سر دی او وايي چې زه به بیا له تا سره ګورم .
    ورځ تیریږي ؛ نه پوهیږم چې د شپې څو بجې دي ؛ زه چورتونو پسې اخیستی یم چې کورنۍ به څومره راته اندیښمنه وي چې له نورو خونو د بندیانو د وهلو غږ راځي او بندیان په چیغو او کوکارو سر دي ؛ د یو بندي د ا خبرې مې اوس هم په غوږونو کې آزانګې کوي چې په لوړ غږ یې ویل تاسو مسلمان یاست که کپر (کفر) خو مړ مو کړم .
    خدای شته زه سخت ویردلی وم خو له ځان سره مې ویل چې هماغه خبره ده تر ډاره چې په بلا کې یې ښه ده ؛ ځان ته مې ډاډ ورکاوه چې یو هډور سړي د خونې ور راخلاص کړ او وار له واره یې لغتې راته وکاږلي ؛ دی لا ستړی نه و چې بل کس را غی او له لاسه یې ونیولم او حمام ته ورته ځای ته یې بوتلم او سر مې یې د سرو اوبو شاور ته ونیوه . دا مې د دې شپې وروستي وهل وو او په سبا یې د ورځې چا ونه وهلم خو ما د شپې انتظار اېست ځکه پوهیدم چې هره شپه به تر وهلو لاندې یم .
    خو دویمه شپه خورا راته له شاواخونه ډکه وه .
    دا ځل یې بل چیرته ته بونه تلم خو په خونه کې دریو کسانو تور پیپونه چې ښايې منځ به یې له سوربو ډک و راته ونیو؛
    هغه شیبه راته ډیره دردناکه وه چې ما د خدای پار دی نارې وهلی او د ملي امنیت یوه کس د وهلو وهلو په منځ کې راته ویل چې :
    اینجا خدا نمی چله!
    خدای شته ددې خبرې په اوریدو سره مې زړه ته ډول ډول خبرې را وګرځیدې او له دې پرته چې د آخ آخ چیغې ووهم نور مې د خدای نوم په خوله وانه خیست ځکه ما د خدای سپکاوی نه شوای منلای.
    هغه څه چې ډیریې له هر څه ناهیلی کړم دا وه چې له وهلو وروسته یو کس خپلې تناسلي آلي ته په اشارې راته وویل چې که سبا دې اقرار ونه کړ نو کار به دې در وکړو؛ یانی په ښکاره یې د جنسي تیري ګواښ هم راته وکړ.
    خو له ښه مرغه چې سبا ته سپین وختم او خوشي شوم .
    ښاغلی ولسمشر او د ملي امنیت لوی رییس !
    که تاسو زما پر ځای و اوسئ نو کومه لار به غوره کړی له دولت سره د کار او که د مخالفت ؟
    زه د یوه مسلمان افغان په توګه پر تاسو غږ کوم چې د ملي امنیت په ادارو کې د بې ګناهو خلکو له شکنجکولو او زنداني کولو لاس واخلئ ځکه ظلم کاسه نسکوره ده ؛ زه غواړم دا په ډاګه ووایم چې که تاسو زما د عرض ځواب را نه کړ نو زما مخالفت به له قلمي مخالفت نه وسله وال مخالفت ته واوړي ؛ ځکه هغه ولسمشر چې زه ادعا کوم زما د رایو پر بنسټ ټاکل شوی زما غږ وانوري بیا زه د یو مسلمان په توګه مجبور یم بله لاره غوره کړم زه غواړم ووایم چې که ما په راتلونکي کې هره لار غوره کړه خپل هېوادوال به خبروم .
    ښاغلی ولسمشر یوازی د غزني په زندان کې لسګونه هغه کسان پراته دي چې له جرم پرته راوړل شوي او په زرو سره تورونو پرې تپل شوي دي. زه هیله من یم چې ما به د خپل مسوولیت او رسالت لومړی ګام اوچت کړی وي زه په تمه یم چې ستا د ملي امنیت اداره او تاسو په خپله د خلکو د شکنجو د مخنیوي او د بې ګناهو کسانو د راخوشي کولو په تړاو څه اقدام کوئ
    و من الله توفیق
    هېواد وال

  2. ګران ورور هیوادوال صیب
    السلام علیکم ورحمت اله وبرکاته

    وروره د غزني د ملي امنیت په زندان کی چه په تاسی کومه قیصه تیره شویده، زه ډیر خواشینی اوغمجن شوم، خدای دي دغزنی دملی امنیت دغه متعصبه تروریستان په خپله جزا ورسوی.

    دښاغلی کرزی اونبیل جان څخه خو داغوښتنه مه لره، ځکه هغوی په سوال اوپه ډار خپله وظیفه پر مخ وړی، ،هغوی خپلی دغه وظیفی ته ډیر مهتاجه دی، هغوی هم ړانده دی اوهم ډیر بزدله دی، لنډه داچه هغوی ته خپله وظیفه تر آسمانه هم لوړه ښکاری خو دافغانستان خلکوته دغه دواړه چپړاسیان، فسادیان او ډیر بی غیرته خلک ښکاری.

    هیواد واله وروره کومه دسیسه چه تاسی ته پیداشویده فکر وکړه چه دغه شان دسیسی هره ورځ زمونږ دپښتنو سره کیږی، زما په فکر دغه متعصبه دولتی تروریستان دطالیبانو او القاعده څخه ډیر خطرناک دی، شجاعی یو وحشتناک تروریست دی مګرتر اوسه سری ستګی ګرځی همداسی په سلهاوو نور

    کرزی اونبیل دي ته پریږده چه خپل جنرال طاقت ونیسی، دوی دي ته پریږده چه دافغان اواسلام نوم حذف کړی، دوی دي ته پریږده چه دپښتون دنوم څخه په استفاده یی خپل مصنوعی نوم اونشان لوړ لاړ شی

    دهغی ورځی په امید چه دغه بزدله چارواکی دهیوادوال په ډول ددسیسی ښکار شی
    والسلام

  3. Dear friend we understand your broken heart fron anti pashtoon ruler karzai governament who torture our innocent pashtoon by the name of Pakistani trained talib , alqaida , for last 12 years . This was the western and USA policy to confront pashtoon in bland game under of minority ruler which anti pashtoon karzai is prove

ځواب ورکول عبداله کابلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *