تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وویل چې څوک به یې له امریکا سره د امنیتي موافقې لاسلیکولو ته اړ نه باسي .

کرزي، چې له یوه هندي تلویزیون سره مرکه کوله، په عین حال کې له هند څخه د نورو پوځي مرستو غوښتنه وکړه.

د امریکا متحدو ایالتونو هیله ښکاره کړې چې هندي چارواکي به د افغانستان ولسمشر وهڅوي چې له امریکا سره امنیتي موافقه ژر لاسلیک کړي.

د افغانستان ولسمشر د هند این ډي تلویزیون ته وویل، د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره به هیڅ راز وېرې ته سر ټیټ نه کړي.

کرزي یو وار بیا پر خپلو شرطونو ټینګار وکړ.

ده وویل، له امریکا سره په هغه صورت کې امنیتي موافقه لاسلیکوي چې په نتیجه کې یې افغانستان ته سوله راشي.

د افغانانو پر کورونو د حملو پای ته رسېدل او له طالبانو سره د سولې د خبرو پیلول د ولسمشر کرزي دوه اساسي شرطونه دي.

امریکايي چارواکو د کرزي د دوهم شرط په اړه ویلي چې وسله وال طالبان نه غواړي چې خبرې وکړي.

د افغانانو پر کورونو د امریکايي پوځیانو د حملو د پای ته رسېدو په اړه د ولسمشر کرزي شرط له پراخ ولسي ملاتړه برخمن دی.

له کلونو راهیسي د افغانستان د کلیوالي سیمو خلک د بهرنیو او د هغو له لوري د استخدام شویو کورنیو کومانډو ځواکونو له حملو سرټکوي او وايي چې بې رحمانه چلن کوي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر کرزی هند ته د سفر په ترڅ کې سبا /شنبه/ د دې هېواد له صدراعظم منموهن سنګ، د بهرنیو چارو له وزیر سلمان خورشید او مخکښو سوداګرو سره وګوري.

ښاغلی کرزی به له هند څخه د افغان پوځ د ښه تجهیز لپاره د درنو وسلو، هیلیکوپټرو، توپونواو ټانکونو غوښتنه وکړي.

افغان حکومت تېره مې میاشت د خپلو پوځي اړتیاوو لېست نوې ډېلي ته سپارلی و.

2 thoughts on “کرزي په هند کې وویل، د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره به د چا فشار ونه مني”
  1. د کرزي صاحب پردی پریکړه زما سل سلامه!
    کرزي دهغه مېر مني زوی دی، چې ټول عمر یی دتهجد په لمونځ اودایمي روژه نیولو تېر کړي دی . دمور مرحومي په قبردی نور وی. الله (ج) دی په دي پریکړه کې بریالې اوسرلوړی کړي. الله دی افغانستان ته دده ددی پریکړی سره ابدی سو له راولي .
    آمین یاربالعالمین

  2. دزړه ور یا دهغو سره تر څنګ مه کښینه زوړه ور + چی په زور ورسره نه یی برابر
    چی ډوب نه شی یا ونه سیزی بشر 1 زړه ور اور او اوبه دی فهم دی وکړه
    تل هیچا هم ایښی نه دی په ټټر 1 زندګی که بی اوبو بی اوره نه شی

    که په قطع هم اوبه وی دکوثر خدای ور مه وله سیلاب دچا په خونه
    که رڼا یی وی دشمس اود قمر ودی نه لګیږی اور په کور دهیچا
    خوړ مه شه دهغی ونی ثمر چی یی درست بدن غلبیل شی په اغزیو
    چی ولاړ وی ځوړندچاود کمر دهغه دیوال په سیوری څوک کی مه نه
    که دسروزرو چاړه وی یا خنجر چی په ګیډی دی خوځیږی مخ یی ورک شه
    ګڼه دیر دی په دریاب کی دور ګوهر ودریاب ته اچاوه نه شی ځان خوږ دی
    سود هغه دی چی دخیر وی نه دشر ناکرده سودونه ډیر دی په جهان کی
    خدای ورمه کړه وچاته هسی سیم وزر چی له ابه له حرمته سره نه وی
    له دی فیضه سره وګڼه ضرر زوره ور که رسوی وچاته فیض
    مګر داچی تر ده ته یی زوره ور په یاری دزوره ورو غلط مه شه
    تر وهاله یی قدمونه ږده په سر په هرګا چی دی مغلوب اوته غالب یی
    دهغه پسته یی ځان وګنه پدر یاخوداچی که یی قدم په در نه ږدی
    بولی وکړم زه رحما ن پر داسی هنر چی هنر ګنی یاری دزوره ورو

ځواب ورکول mirajan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *