پرون په ارګ ماڼۍ کې د دولت په وينا د ۱۷۰ کسيزې شورا شل کسيز پلاوي حامدکرزي ت�� چې اوس اوس په ارګ کې ناست او د افغانستان ولسمشر دی ورغلي و، ويل کيدل د دې ناستې موخه داده څو ولسمشرۍ ته د يولسو نوماندانو شمېر راکم کړي، خو په ناسته کې بيا د قيوم کرزي چې د شته ولسمشر حامدکرزي ورور دی د ملاتړ اواز پورته شوی و، خو کرزي يي مخالفت کړی و. کرزی تر ډيره کوښښ کوي چې په غيرمستقيم ډول سره زلمی رسول واک ته ورسوي او د زلمي رسول په شتون کې خپله راتلونکې، شته ټيم، پوتيني شخصیت او يو ډول د تل لپاره د افغانستان په سياست کې د يوې اغيزمنې څيرې په توګه ځان وساتي. همدارنګه کرزی د قيوم په تيرولو سره غواړي ولس ته دا وښيي چې ده خپل ورور د هيواد د ملي ګټو په خاطر تير کړی دی او نه غواړي چې کورنۍ يي په واک کې پاتې شي، خو داسې نه ده کرزي او ډلې يي ډير وارې له پوپلزيو سره ناستې کړي دي او دا يي ويلي دي چې واک به له کندهار سره وي، خير دی که داسې کندهاری واک ته ورسيږي چې په ټکي پښتو هم نه پوهيږي.
نن سبا چې وينو په شمال کې ځينې رايي له عبدالله سره او ځينې نورې له خليلي، دوستم سره او ځينې داسې هم دي چې خلک خپلواک فکر لري او د هيواد په ګټه به رايي واچوي، په سويلي او پښتون ميشتو سيمو کې بیا ډيری رايي ولسمشرۍ ته له نوماند اشرف غني احمدزي، قيوم کرزي او يو څه له سياف سره هم د حزبي اړيکو پر بنسټ شته دي خو غوڅ اکثريت پکې د اشرف غني احمدزي دي، ځکه اشرف غني او فکر يي تر ډيره د ولس خوښ دی، دا چې ولې د ولس خوښ دی د دې پوښتنې ځواب تر ليکواله له ولس سره په ښه ډول شته. خو په تيرو څو ورځو کې رسينزې ډنډورې کرار کرار رښتيا کيدو ته ور نيږدې کيدونکې دي او پرونۍ ناستې يو وار بيا دا پیغام ورکړ چې حکومت کله هم نه غواړي چې په ټاکنو کې بې پرې پاتې شي، او يو ډول کوښښ کوي څوپه دې ټاکنو کې هغو ته چې تيره دوره نقد کوي يا سم کار او پلان ولري اجازه ورنکړي څو د واک پر ګدۍ کيني. که چيرې کاري سړی واک ته رسيږي تيره دوره به له تاريخي پلوه له څو سختو قضاوتونو سره مخ وي:
۱ـ تيره دوره به په لومړي سر کې د جنګ سالارانو د ډير چورتالان، ځمکو د غصب، هرچاته له صلاحيه پورته د واک ورکړي له لومړي چلنج سره مخ شي.
۲ـ راغلي په ميلياردونو ډالره به نقد شي او پوښتنه به وشي چې دومره پيسې راغلې وې چيرې ولاړې، ځکه په افغانستان کې شوې بیارغونه د راغلو پیسو په پرتله په نشت شمارلی شو.
۳ ـ واکمنه کړۍ تر ډيره شونې ده چې د وړتیا د نشتوالي له امله په کور کينول شي او هغو ته واک وسپارل شي چې دې هیواد ته په نشت کې یو څه وکړي، ځکه تر تيرو دورو به داوارې بريالی کيدونکی ولسمشر له ډيرو ستونزو مخ وي، يو لوري ته مرستې کميږي او بل لوري ته نړۍ والو هم نور په افغانستان کې خپل شتون بې ګټې بللی دی، چې لامل يي د تيرې دولس کلنې دورې کاري ټيم دی.
۴ـ د کرزي مديريت به تر سختې نيوکې لاندې وي، ځکه کرزي ويناوې ډيرې ښې کړي دي، د ولس په ژبه ډير ښه پوه دی، خو ښه مدير، ښه مشر، ښه پلان جوړونکی، د ښې پاليسي لرونکی نه و. همدارنګه که چيرې زلمی رسول بريالی شي د حکومت به لاندې ګټې پکې وي:
۱ـ شته ټيم به يو وار بيا د څو کلونو لپاره په واک کې پاتې شي او له حکومت څخه به سهامي شرکت جوړ وي، واک به په حزبونو، شمال، جنوب،شرق او غرب ويشل شوی وي. ۲ـ کرزی به د پوتين په رول کې د پردې تر شاه په ډيرو تصميمونوکې شامل وي، او تيره دوره به يي نقد کيږي نه او د تاريخ له قضاوته به په موقتي ډول برأت تر لاسه کړي. ۳ـ د زلمي رسول په شتون کې به مديریت داسې وي چې تر کرزي به بدتر وي او خلک به د کرزي په ارمان شي. خو زلمی رسول د څو اړخونو له امله ولس ته د منلو وړ نه دی: ۱ـ په بهرنيو چارو وزارت کې نوموړي په سم ډول اصلاحات رامنځ ته نشوای کړای، اوس هم په نيږدې ټوله نړۍ کې د افغانستان سفارتونه د شمال ټلوالې، خيښانو، دوستانو او يا هم نورو په واک کې دي، هره ورځ په نړۍ کې زموږ بهرنۍ ديپلوماسي تر سخت نقد لاندې وي له ايران، پاکستان او نورو ګاونډيو سره سرحدي ستونزې حل نشوې، پر سرحدی سيمو لاهم د پاکستاني راکټي بريدونه روان دي.
۲ـ زلمی رسول تر اوسه په تيرو لسو کلونو کې په پښتو ژبه اډو خبرې نشي کولای او تر ده په پښتو کې عبدالله عبدالله غوره دی او کيدای شي تر ده په عبدالله کې د پښتنو ګټه ډيره وي. ۳ـ زلمی رسول شونې ده چې لايق وي لوړې زده کړې يي کړي وي، په ولسي ژبه او خويونو اډو پوهيږي نه او له ډيرو خبرو بې خبره دی، همدرانګه د ژوند تر پايه د نوموړي مجرد پاتې کيدل هم يو ډول نوموړی د کلي د مجلسو سر کړی دی. په ټول کې ولسونه په هغه چا باور کوي چې د ولس په ژبه پوه وي، په ولسي کړو وړو بلد وي، پلان او پاليسي ولري. د نن سبا تيريدو زيانونه او ګټې:
۱ـ لومړنی زيان يي اقتصادي دی، ځکه د رايي پاڼو په چاپ باندې د همدې ملت له پيسو په ميلياردونو افغانۍ لګول شوي دي هغه نوماند چې تيريږي ولس ته په ميلياردونو افغانۍ زيان اړوي چې د ښه حکومت او ادارې په شتون کې ياد نوماند اړی دی څو دا زيان جبران کړي.ځکه يو لوري ته سخت فقر، بيکاري او بل لوري په تشه نوماندۍ دومره ډير لګښت ولس ته د زغملو وړ نه دی.
۲ـ بل زيان يي دا دی چې ولس په خپلو مشرانو باور له لاسه ورکوي، ځکه قانون تل دې ډول څيرو ته چې پراخ حکومتي ملاتړ له ځان سره لري برأت ورکوي خو په خوار غريب باندې په ټول کې د پلي کيدو وړ وي.
۳ـ ګټه يي داده چې د نوماندانو تر تيريدو وروسته به د حکومت ريښتونولي ولس ته جوته شي، او ولس به نور په هغه چا چې د حکومت ملاتړ له ځان سره لري باور ونکړي.
۴ـ بله ګټه يي داده چې رايي به را کمې شي، او تر ډيره به د رايو له ويشل کيدو څخه مخنيوی وشي او يوازې څو مطرح نوماندان به پاتې وي او رايي به ورته اچول کيږي. خو تر ټولو ستره انديښنه دا ده که چيرې کوم هيوادوال په ناپامي کې د تير شوي نوماند په ګټه رايه اچوي نو يادې رايي به هم باطلې اعلانيږي، ځکه چې د نوماند په نشتون کې د رايي اچول هيڅ ارزښن نلري.
دې برنيو ټکو ته په کتو سره اوس اوس د کرزي پوتين ډوله پاليسي چې له قومي او سمتي عقدې سرچينه اخلي د دې ښودنه کوي چې کرزی تش په نوم د دې غوښتونکی دی چې واک يوازې او يوازې له کندهار سره وي او نه غواړي چې په افغانستان کې د نورو سيمو موثرې څيرې واک ته ورسيږي او ماته بیړۍ مو د سمندر څنډو ته ورسوي.
يو لوري ته د کرزي پراخه لاسوهنه، بل لوري ته د ټاکنيزو کميسيونو بې کفايتي او بل لوري ته د امنيت شورا او ملي امنيت له لوري دولتي نوماند ته کمپاين هم ډير خلک انديښمن کړي دي ځکه ولس د سختې بيچاره ګۍ په ترڅ کې ځانونه يو ډول د سياستوالو د ځان آلې بولي او په دې اند دي چې دوی او د دوی رايه د پيسو او حکومتي اړيکو په بدل کې هيڅ ارزښت نلري. ښه به وي چې حکومت په کراره کيني، منځګړيتوب دې اوس نه کوي، ځکه ياد منځګړيتوب د لړم د مياشتې تر شلمې نيټې پورې کيده. حکومت، د امنيت شورا او ملي امنيت رياست دې تر ډيره امنیت ته فکر وکړي، په ميليونونو ډالر دې د دولتي نوماند په ګټه نه ويشي او را دې شي د ولس رايي، پريکړې او تصميم ته دې درناوی وکړي، کرزی به په دې ډاريږي چې تاريخ به يي دوره نقد کړي، خو که د ده دا کړنې وي او د پردې تر شاه تر بسو لاندې اوبو تيروي تاریخ به يي نور هم په اړه ډير تور قضاوت وکړي.
اوس اوس چې يو ډول د اشرف غني احمدزي بريا حتمي شوې ده، کرزی دې دې بریا ته درناوی وکړي، ولس ته واک ورکړي چې چاته رايه ورکوي، د بوسو لاندې اوبو تيرول يي شونې ده زموږ هيواد هم د مصر یا سوريی په برخليک اخته کړي چې بيا به يی د تاوان ورکړې څوک نه وي او کرزی به هم د پخوانيو مجاهدينو په څير ځان سپينه چرګه وبولي خو دا چرګه نور ملت ته د منلو وړ نه ده، کرزی دې کوښښ نکوي چې د زلمي رسول په څير نا پښتو پښتون په اکثريت کې د پیسو او يا شوراوو په کولو سره واک ته ورسوي، ځکه کرزی بايد دا درک کړي چې له ده سره په ارګ کې د قوم په نوم ناست سوداګر د ولسونو استازي نه دي بلکه په کابل کې د ارګ او نورو کړيو خلاطونو ته پراته دي. امنيت شورا، ملي امنيت دې د کمپاين پر ځای د شونو بريدونو، ګواښونو مخه ونيسي، د ولسمشر له دفتره بيا تر هر وزارت پورې دې شته چارواکي په خپلوکارونو کې پوره فکر وکړي، ځکه وړمه ورځ شیرزي د پارلماني چارو وزير د کورنيو چارو وزارت څو افسران يي په کمپاين تورن کړل، همداسې يوې بلې باوري سرچينې ویلي دي چې د ملي امنيت شورا د ملي امنيت رياست په شتون کې پيسې ويشي، د ولسمشرۍ د پاليسي مشر هم د زلمي رسول په ګټه کمپاين ته دوام ورکوي، او دولتي ذهنيت يو ډول د زلمي رسول په ګټه تيار جوړ شوی دی.
————————————-
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.
دا به د افغانستان په تاریخ کی یو تور داغ وی چی یو ایزک یاایجړاپه افغانستان واکمن شی
Deyra she likena da, kho da khamosh aksaryat ba ter koma dasey wide patey wi. De Mesryano aw Ukraine de patsoon tsekha dey ilhaam wakhli aw dey fased hakem team ta dey de pai tekai keygdi.