تاند- د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون به راتلونکې اوونۍ په لندن کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو د دوه اړخیزی غونډې کوربه وي.
کامرون به هڅه وکړي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو درېدلی بهیر یو ځل بیا په حرکت راوړل شي.
د بریتانیا ډیلي ټیګراف ورځپاڼې د یوه جګپوړي افغان چارواکي له قوله راپور ورکړی چې افغان ولسمشر به له پاکستانه وغواړي چې د راتلونکي کال د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې له هغه هیواده د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
کرزی به دغه راز له پاکستانه وغواړي چې د ملا عبدالغني برادر د خوشي کولو په اړه خپله ژمنه عملي کړي او پر طالبانو فشار راوړی چې په سعودي عربستان یا ترکیه کې د دفترپرانستلو ته غاړه کښیږدي.
د ده په وینا پاکستان د دې لپاره چې ځان همکار وښيي او د امریکا متحد ایالتونه خوشاله کړي یو شمېر سمبولیک ګامونه پورته کړي دي خو عملاً یې دریځ نه دی بدل کړی.
د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون د روان کال په پیل کې د یوې موافقې اعلان وکړ چې له مخې یې ټول اړخونه باید د شپږو میاشتو په موده کې د سوله ییز جوړجاړی هدف ته د رسیدو لپاره ګامونه پورته کړي.
کامرون په خپل کلیوالي استوګنځي کې د افغانستان او پاکستان پوځي، امنیتي او سیاسي چارواکي راټول کړي وو.
خو ټاکلي هدف ته درسیدو هڅو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.
بریتانیا او نړیوال متحدان یې هڅه کوي چې له ۲۰۱۴ کال دمخه د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ یو جوړجاړی وشي. په پام کې ده چې د ناټو او امریکایي ځواکونو محارب ماموریت د ۲۰۱۴ کال په دسمبرکې پای ته ورسیږي.
بریتانیايي چارواکي وايي چې په بریتانیا کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو خبرې راتلونکی کال په افغانستان کې د ناټو د محارب ماموریت په پای کې د تشدد د یوې نوې څپې د مخنیوي لپاره ګډ کار ته د افغانستان او پاکستان تازه لېوالتیا ښيي.
د افغانستان او پاکستان مشران دا ځل په داسي وخت کې د بریتانیا په کوربه توب خبرې کوي چې په پاکستان کې حکومت بدل شوی دی.
افغان چارواکي د پاکستان د انګېزې په اړه ډېر خوشبین نه دي خو هیله لري چې په پاکستان کې د بریتانیا اوږده تاریخي سابقه کېدای شي مرسته وکړي چې اسلام اباد وهڅوي چې له خپل نفوذه په استفادې طالبان د سولې خبرو ته راولي
په مار باندی یقین کول داډیره لویه ناپوهی ده
که چیرته افغانستان په صحیح معنا جوړاواقتصادیی په خپلو پښوودرید نودوی ته اقتصادی
تاوان اوړی نوځکه دوی نه غواړی چی افغانستان دی جوړ او په خپلو پښودی ودریږس