تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي، د امریکا متحد ایالتونه له افغانستان سره د امنیتي موافقې په برخه کې د استعمارګرو هیوادونو په شان چلن کوي.

ښاغلي کرزي د فرانسې لوموند ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز ډابینز ویلي، که افغانستان امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي نو په دغه هیواد کې به د کورنۍ جګړې اور بل شي.

کرزي وویل، د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه د جېمز ډابینز څرګندونې کېدای شي داسي تعبیر شي چې که افغانستان امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي واشنګټن ورته ستونزې راولاړوي.

ده زیاته، ډابینز په دې توګه غواړي ووايي چې :«که تاسو موافقه نه لاسلیکوئ، موږ به ستاسو په هیواد کې جګړه وپارو، موږ به لانجې جوړې کړو.»

ښاغلي کرزي د خپلو خبرو په دوام کې وویل:« حتي که دوی په دې برخه کې جدي هم وي، دوی موږ له دېواله اړولی نه شي. څه چې په وروستیو ورځو کې زه اورم او یا مې پخوا اورېدلي ول دا پخواني (کلاسیک) استعماري استثمار ته ورته دي.»

د افغانستان ولسمشر لوموند ورځپاڼې ته دا هم وویل چې د افغانستان خلک به د امریکا فشار ونه مني«افغانان به، چې پخوا یې له لویو استعمارګرو سره جګړې کړي دي، چا ته غاړه کښېنږدي.»

داسي ښکاري چې د افغان ولسمشر او امریکا ترمنځ ستونزه په دې خاطر جدي ده چې د ښاغلي کرزي دا څرګندونې داخلي مصرف نه لري ځکه چې د فرانسې لوموند ورځپاڼې ته یې کړي دي.

10 thoughts on “کرزی: امریکا د استعمارګرو هیوادونو په شان چلن کوي”
  1. سلامونه مي ومني .
    حميد قرضی ده نن ورزی احمدشا ه ابدالئ .میرویس نیکه .محمود غزنوی .په شان ریشتنی افغان ملی اتل او ده داود خان په شان بی له ڈار سخه شه مسلمان راته خکاری .

  2. مږي ته چې خدای په قهر شي، وزرې وکړي! کرزی چې له ایرانه راغلي، داسې بې سنجشه او پاروونکې خبرې کوي. په کرزي پسې بلا خو دده په داسې لمسوونکو خبرو به افغانانو ته زښت زیات تاوان ورسیږي. د قیوم کرزي د پاچا کېدو پر سر کرزی دا خبرې کوي ، که نه د افغان ملت د ګټو له غمه دا خبرې نه دي شوي !ي

  3. که چیری ښا غلی ریس صا حب جمهور دا ثا بته کړی چی د نوموړی هدف د خپل ورور قدرت ته رسول نه دی.
    نو ښا غلی کرزی صا حب په ډیر تعقل او تدبیر سره قدم ا خلی صد ا فرین دی وی موږ هیچا ته ا زجا زه نه ورکو چی زموږ په دا خلی چا رو کی لاسوهنه وکړی د ا مریکا د ولسمشر خا ص ا ستازی له خبرو څخه داسی انګیرل کیږی چی که موږ قرارداد ا مضا نه کړو نو دده په وینا باندی په ا فغا نستان کی به دا خلی اور بیا بل شی.
    دا په دی معنی ده چی که موږ ا منیتی تړون لاسلیک نه کړو نو دوی به و موږ ته ګډوډی جوړی کړی.
    تا ریخ ښولی چی دوی ډیر نا مرده مردود او پر خپل خبره نه ولاړ خلګ دی.
    راځی چی فرض کړو قرارداد لا سلیک شو او امنیت را نه غلی نو موږ تا وان وکړی، بیله دی نه هم ا منیت نسته چی قرارداد لاسلیک شی هم به ا منیت نه وی نو بیا دغه کفا ر دلته څه کوی.

    مننه

  4. امریکا خو دا دولس کاله همدا چلند کړی، څنګه ښاغلی کرزی اوس دا چلند تعریفوي.

  5. باچا صاحب ستا داخبری بخی بی ځایه دی موږ ته د کرزی د خبرو څخه تاوان نه پیشیږی که تاوان پیشیږی هغه یواځی د امریکا سره د توړن په وجه پیشیږی که چیری دا تړون امضاُ دا زموږ ډیر په تاوان ځکه چی په لس کاله چی دا خلک زموږ په وطن کی وو موږ یی غلامان وو او ترڅو چی دی ددی وطنه وونوزی تر هغه وخته بی موږ غلامان واوسو او سربه نسو تری پورته کولای

  6. پسله سلامه څخه دکرزي صاحب خبری اوس بله بڼه غوره کړه کم چه ښه لارده چه وائئ امريکاداستعمارګر رفتارکوي دايوحقيقت دي په تيره پيړۍ کي(۱۹۸۰)لسيزه کي امريکاوه چه دعراق معدوم جمهوريس(صدام حسين)ئئ ولمساوه اودايرانسره ئئ جنګ شروع کی بیائئ دکويټ توطيه جوړه کړه او صدام خرئئ په جنګ پورته کي امريکادکلونواٙرزووه چه کويټ،سعودي عرب،اونورامارتوته لاروکي اودصدامحسينپه خريت ئئ په عربوکي ځای پيداکي اوصدام دامريکادپاره يوه شيديورکوونکي غواوه کله چه ورته بيکاره سوپخپله ئئ وځړاوه بهانه ئئ دعراق خلګ کړه ورسته،ضياُاولحق پاکستان،بيآحمدشاه مسعود،رباني دطالبان راتګ،دالقايده اسامه بن لادن پيداکول اوسازماندهی کول داټولوواقعاتوشاته دامريکايانولاس دي الله(ج)ښه پوهيږی چه دکرزی صاحب انجام به څه وي خداپاک دافغانستان دامريکادجال اونوروداخلي شيطانان اوخاينانو اوشيطاني همسايګانودشره په امان کي.

  7. کرزی د لویه سره ځان غوښتونکی دی، دی هیڅکله د امریکایانو سره پر دې ډغري نه وهي چي افغانستان یې ولي اشغال کړی دی ځکه افغانستان خو دوولس کاره تر مخه امریکایانو اشغال کړ او یواخي د کرزي د جبهې سره نژدې په روزګان کي تر ۱۰۰ ډېر پیکپ موټران د طالبانو ډک د منځه یوړل سول، همدارنګه په شمال کي کرزي غلام د پاچاهي له پاره ۸۰۰۰ د کرزي د قوم خلګ ووژل سول، همدارنګه د کرزي د واکدارۍ په جریان کي تر دوه سوه زره ډېر پښتانه وژل سوي دي، په تاریخ کي لمړی ځل دی چي پښتانه په خپل ټاټوبي کي تر هر بل چا ذلیل او سپک کړل سوي دي. کرزي د خپل واک له پاره تل د خپل قوم خلګ، کلتور یې او ارزښتونه یې د سون د موادو په ډول کار کړي دي، کرزی دا ځل بیا د واک د زوال سره مخ دی خو دا ځل به هم خپل قوم وسوځوي او هم خپله واکداري، د ده د سرکښۍ په خاطر هیڅ وخت به د شمال خلګ ازار ونه ویني . بیا به هم امریکایان د ده د سرکښي سزا ټولو پښتنو او په تېره د کندهار خلګو ته ورکړي.

  8. سلام
    دوستانو
    وأي كه فه هالكو لينكي داي
    وس به ميلو نو واي
    أمير كا ده أفغانستان
    دوست نه بالكي دوشمن دي
    واي زمكه هغه سوازي جي ووربربالوي
    نو زني عناصر ده خبل شخصي كتو دفارده امر يكا دوسثي غوا ري
    نه ده أفغانستان
    كم كا رونه جي أمريكا فه أفغانستان كي كري دي فه حيهخ
    صورات سره د منلو وار ندي
    نه غوا رو نور جنك فه أفغانستان
    وأي ده با رانه ولارسو نا وي تهكسينانا ستي

  9. زه فکر کوم چه دتړون په امضآ کولو کی دافغانستان څخه دامریکا ګټی په څو چنده ډیری دی، ځکه دامریکا وارخطاءکیدل اوبی صبری دامعنی لری چه زمونږ په وطن کی کوم برجسته پلان لری، بله داچه
    په امریکا کی دولس فیصده امریکیان بیکاره ګرځی ولی هغوی ته دغه کمکونه نه رسوی، خوپدی کار کی دکاسی لاندی نیم کاسه موجوده ده افغانان اوښاغلی کرزی دي بیداره اوسی.
    والسلام

  10. ټولې خبرې سر یې يو، ازادي پرمونږفرض دی
    !ژوندي دې وي طالبان الله دقدرت ورکړي چې دصليبيانوغرور او اشغال ورمات کړي‌

ځواب ورکول Shah Munsif ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *