پخوانی ولسمشر حامد کرزی

تاند، چهار شنبه، د دلوې ۳۰مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشریزو ټاکنو د نهايي پایلو د اعلان په اړه ویلي، لا پخوا یې دا وړاندوینه کړې وه چې ټاکنې به د روڼتیا د نشتوالي له کبله هیواد بحران ته بیايي.

حامد کرزي په یوه اعلامیه کې چې د دفتر لخوا یې تاند ته هم یوه کاپي استولې ویلي، ټاکنیز جنجال د افغانستان مؤقف ځپي اوسوله له خنډ سره مخ کوي.

کرزي ویلي، په افغانانو د ټاکنو په نوم تحمیل شوې پروسه غیر ملي وه او د ولسواکۍ له اصولو سره په څرګندو ټکو باندې ټکر کې وه: (( دا پروسه د خارجیانو د اهدافو منعکسوونکې وه، تر څو پرې د افغانانو ملي حاکمیت ضعیف کړي او بیا هغوی خپل پلانونه تطبیق کړي.))

نوموړي زیاته کړې ده په تېرو پنځو میاشتو کې پېښ شویو حوادثو همدې ته لاره برابره کړه چې ټاکنیزې پایلې هیچا ته هم د منلو وړ نه وي.

حامد کرزي په داسې حال کې دا څرګندونې کړې دي چې نوموړی د پردې تر شا په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د ټیم حامي بلل کېږي او ویل کېږي ډېره هڅه یې وکړه چې ټاکنې بحراني او مؤقت حکومت رامنځته کړي تر څو یې دی مشر وټاکل شي.

نن امرالله صالح دغو ډلو ته په اشاره ویلي وو چې د ټاکنو اعلان د جمهوریت او اساسي قانون په وړاندې د کورنیو او بهرنیو ګمراهانو دسیسې شنډې کړې.

5 thoughts on “کرزی: انتخابات تحمیل شوې پروسه وه او پایلو یې سولې ته خنډ جوړ کړ”
  1. He started corruption during the interim government period and is not a good person at all, he was receiving cash money from Iranian government and cash checks from US and never told the people and the money was deposited in his private accounts and believed the money was sent for him only, big thieve.He has bank accounts in India and Dubai and he said he has $ 10000 in bank account in Germany, no body will believe that. I am wondering why former king Zahir Shah commanded him for interim government in Bon.

  2. کرزی ثابته کړی چه د پخوا نه یو فاسد مشر ؤ ، جاه طلبه او ابن الوقته شخص ثابت شوی ، او د پردیو په اشارو سیاست کوی

  3. کرزای ( دا نام ایرانی اخوند رژیم د ډالرو کڅوړو وخت کښي ورکړۍ دی ) ملی خائين مسلسل د سیاست پلار په شان د خپل قصر ( دا قصر ورته جوړ شوۍ دی ) څخه غوغا کوی او دده په وسیله دا ملی خائينین سره راغونډ او غواړی چی د افغانستان پلانیزه بحران همداسی ژوندۍ وساتی تر څو د افغانستان تجزئي ته زمینه برابره کړی ، نوموړۍ او دده هم قطاره ملی خائينانو ، چورکوونکیو او قاتلانو ځای زندان دی دا مضر مکروبونه باید محاکمه شی او ددوی څخه چورکړشوی ډالرونه او نور نا روا جایدادونه ضبط او ملت ته وسپارل شی !!! ددوی له مینځه وړلو سره افغانستان ملت ته صلحه راتلۍ شی که دوی محوه نشی او دا نور وحشی او جاهل طالبی غلامان د صلحی تر شعار کابل ته راوستل شی نو افغانستان کښي به پلانیزه کامله انارشی مینځ ته راشی او بیا به ادعا کیږی چی افغانان واحد ملت نشی کیدۍ او نه ددی توان لری ( لکه چی جوی بايدن دا مردوده ادعا کړی دی ) نو باید افغانستان په څو برخو د بین المللی خطرونو له مینځه وړلو له خاطره باید په څو برخو وویشل شی ، ملی افغانان باید بیداره اوسی او پری نښودای شی چی دا د کالونو راپدی خوا دا خائين پروګرام عملی کړۍ شی !!!! بیدار شۍ ، بیدار شۍ

  4. کرزی چې د خپل دیارلس کلن باد راوړي حکومت په دوره کې د امیر المفسدین ، علي بابا او د 40 غلو مشر نوم ګټلی وو، په میلیاردونو دالر نړیواله مرسته یې د غلو په منځ کې سره تقسیم کړل ، د همدې ملي خیانت له امله هره ورځ کوشش کوي د پاکستان د یوه مالوم الحاله جاسوس په صفت په افغانستان کې ولسي واکمنۍ مخه ونیسي ترڅو له غلو او مفسدینو سره حساب او کتاب ونشي .

  5. زه خمیید ګرزی ته د یو خایین او د دی وطن د دشمنانو مذدور په سترګه ګورم۰
    خوشخاله پدی شوم چه داکتر صاخب اشرف غنی د دوهم دور لپاره بریالی شو۰
    هر افغان که د وطن د ابادی ا خساس لری نو په کلکه باید ددی غلو او پردی مزدورانو مخه ونیسی۰
    مړه دی وی د وطن د ابادی داخلی او خارجی دشمنان

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *