کرزی او ستانکزی

تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي له ډيلي ټلګراف ورځپاڼې سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې امریکا باید د افغانستان د سولې په برخه کې خپل رښتینولي وښيي.

حامد کرزي ویلي، طالبان دا ځل د سولې لپاره رښتینې اراده لري، خو په وینا یې باید ډاډ ترلاسه شي چې امریکا د سولې په نوم د بل څه په لټه کې نه ده.

کرزي د سولې پروسې ته خوشبیني ښودلې خو وایي، باید محتاط واوسو، څو پوه شو هغه کار چې امریکا یې ترسره کوي موږ ریښتینې سولې ته رسوي، نه دا چې د سولې په نوم پر موږ بل څه تحمیل شي : ((ځکه موږ په تیرو څو کلونو کې تجربې لرو او همدا زما د احتیاط لامل دی.))

پخواني ولسمشر زیاته کړې چې د عامو افغانانو ترڅنګ طالبان هم له جګړې ستومانه دي او باید هڅه وشي چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ضایع نه شي.

کرزی وایي، کلونه وروسته اوس ټول په دې باور دي، چې طالبانو ته د ده له لوري د ورور خطاب ناسم کار نه و، ځکه په وینایې هغوی هم د افغانستان برخه دي او د تحمیلي جګړې قرباني دي: ((موږ هر ځل ویل چې طالبان زموږ وروڼه دي، دوی د دې هیواد وګړي دي، دا جګړه د پردیو اهدافو لپاره په موږ تحمیل شوې ده، نه موږ او نه هم طالبان باید د دې جنګ قرباني شو، ځکه دوی هم د نورو افغانانو په څیر رنځ ګالي، دوی اوس په رښتیا هم د سولې پلویان دي، هیله ده چې د افغانستان بهرني لوبغاړي هم د سولې لپاره صداقت وښيي.))

پخواني ولسمشر حامد کرزي همداراز ویلي چې دی په افغانستان کې د واک د ترلاسه کول په لټه کې نه دی، بلکې په وینا یې هیله لري چې د افغان سولې پروسه بریا ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانې میلادي میاشتې پر ۲۹مه د سولې هوکړه لاسلیک شي.

One thought on “کرزی: اوس ټول پوه شول، چې طالبانو ته د وروڼو په ویلو زه ملامت نه وم”
  1. تیره ورځ کرزی او سیاف له ښاغلی اشرف غنی سره کتلی نو ددی پرځای چی ورته ټاکنو مبارکی ووایی ورته ویلی دی چی د وحدت حکومت ته ادامه ورکړه یعنی پنځه کاله نور هم ولس باید د فقر او بیکاری او همدارنګه د امریکا بمبار او انتحاری چاودنو کی خپل پاتی عمر تیر کړی او دا جناب دی کینی بیا په غنی باندی دی تور پور کړی چی نشی کولی سوله او جنګ او اقتصادی مشکلات او خنډونو په وړاندی مبارزه مدیریت کړی

    مګر اوس وایی چی موقت حکومت ملاتړی نه یم

    زما یو وړاندیز دی ولسمشر ته کچیری پدی پوهیږی چی امریکا افغانان پداسی حالت کی پریږدی چی نه سوله کیږی او نه هم امریکا د عبدالله له ملاتړ لاس اخلی نو په ټاکلی ورځ یعنی پنجشنبی یا جمعی په ورځ د لوړی مراسم سرته ورسوو

    ځکه همدا کرزی چی کله تنها په قدرت کی وو نو په یواځی ځان وکړای شو د امریکا هر غوښتنه رد کړی نو کچیری ملی وحدت حکومت جوړیږی یا موقت حکومت یا مشارکت ملی یا مصلحتی حکومت نو مخکی له مخکی به بیا دا ښه وی چی ټول نظام طالبانو ته پریږده چی ولس بیا په تاریخی لحاظ تاته د ملامتی ګوته ونه نیسی
    ځکه همدا اوس زه پوهیږم چی امریکا غواړی بیا داخلی جګړی ته لمن وهی او له عبدالله او نورو ډلو سره چی د کابل په کنډواله بدلولو کی لاس درلود ملاتړ وکړی یعنی امریکا په هغه دریځ او پلان کار کوی چی پاکستان ورته ۲۰۰۱ کی ورکړی یعنی امریکا ته یی ویلی وو چی په افغانستان کی به پیاوړی نظامی ځواک او پیاوړی اقتصاد لپاره به کار نه کوی
    نو ځکه اوس اشرف غنی هم د مالیی وزارت، د اوبو او انرژی وزارت او همدارنګه معادن وزارت چی نړیوالو په رسمیت پیژندل په څو بخشو تقسیم کړی ددی پر ځای چی د افغانستان د اقتصاد جوړونی لپاره کار وشی نو غواړی دولت تجربه ناکو کارمندانو ته ضربه ورسوی او په یادو وزارتونو کی بیکاری او فقر ته کار کوی نو په اصل کی دا یو ملی خیانت باید د ولسمشر سلاکاران پدی خیانت کی د خارجیانو فرمایش نه بلکه د ولس غوښتنو او تخنیکی او اقتصادی ادارو په ادغام نه بلکه سیستم جوړونی باندی کار وکړی

    وزارتونه نړیوالو په رسمیت پیژندلی له هغو څخه یو اداره جوړول خیانت دی بیا هم وایم کچیری ولسمشر زما خبری اوری یا څوک ورسوی نو مهربانی وکړی برشنا شرکت غل ریس محاکمه کړی ځکه هغه یو شرکت ده او وزارت یو بین المللی ته پیژندل شوی اداره ده
    او زیات کارکوونکی پکی کار کوی نو ولس د بیکاری او فقر له لاسه پوزی ته راغلی

    ولسمشر باید اقتصاد د پیاوړتیا ته کار وکړی نه دا چی اقتصادی اداری له مینځه بوځی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *