تاند- یوې باوري سرچینې تاند ته وویل چې د افغانستان ولسمشر به ډېر ژر د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د کابل- واشنګټن دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
سرچینې، چې د موضوع په اړه رسنیو ته د معلوماتو د ورکولو اجازه یې نه لرله، وویل، ولسمشر کرزي وروسته له دې له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو پرېکړه وکړه چې امریکا د افغانستان یو اساسي شرط ومانه.
پرون ولسمشر کرزي یو شمېر خبریالانو ته وویل چې امریکا د افغانانو د کورونو د نه تلاشي کولو په اړه د ده یو مهم شرط منلی دی.
کرزي د خپل دوهم شرط په اړه څه ونه ویل. د کرزي دوهم شرط له طالبانو سره د سولې د بهیر د پیلېدو په اړه دی.
سرچینې تاند ته وویل چې ممکن د امریکا ولسمشر بارک اوباما به ډېر ژر کابل ته راشي چې له ولسمشر کرزي سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
ولسمشر کرزي ویلي چې له واشنګټن سره امنیتي موافقه به دی په خپله له ولسمشر اوباما سره په کابل کې لاسلیک کړي او یا به د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دې موافقې د لاسلیک لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.
د افغانستان او امریکا د موافقې د لاسلیکېدو په نتیجه کې به امریکايي پوځیان اجازه ومومي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې شي.
دغه راز به د کابل- واشنګټن امنیتي موافقه ناټو ته لار پرانیزي چې له افغانستان سره جلا امنیتي موافقه لاسلیک کړي. د ناټو او افغانستان د موافقې په نتیجه کې به ناټو د یوې نوي ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې روزونکي ځای پرځای کړي.
د پاړسیوانانو کولمې یې را واېستلې اوس یې لاسلیکوي. یره تاسو باور وکړئ چې له کومې ورځې چې جمهور رییس ولی اشتولی دی له هغې ورځې د طلوع تلوېزیون خوله پړکه وشکېده او رمباړې یې تر اسمانې ورسېدې چې هلئ نه یې لاسلیکوي او هلئ راغلل، راغلل، راغلل. وه هلکه څوک راغللللللللللللللللللللللللللللللللللللللل؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
اهاهاهاهاها
تر څو به مونږ ځانونه په نورو ساتو کله چى دوي ولاړ شي بيا به څه کوو او چيرته به ځو
ناټو او امريکا خو به ټول عمر زمونږ سره نه وي
مونږ بايد د يوه واقعي سولې د راوستلو کوشش وکړو
دا ستونزه په جنګ نه حليږي
:که رښتیا وی نو
زه همدا اوس دي نتیجی ته ورسیدم چه کرزی دامریکا ډیر محرم او پټ دوست دی، اوبلی دي نتیجی ته ورسیدم چه زه داوسنی وخت دسیاست په
تعریف په مکمل ډول نه پوهیږم، زه خو نه پوهیږم خو افغانستان ته راغلی دا ۴۹ ملکونه هم داوسنی وخت د سیاسیت په تعریف نه پوهیږی، فقط کرزی اودامریکا چارواکی په پوهیږی
شیخ فریده پټه خوله دي بهتری ده
دین یی دام دی لار کی ایښی + پری را اړوي وحشیان د مخلوقات
خدای دی وکړي چې دا تړون تر سره نشي، ځکه پدې تړون کې نه یواځې دا چې د افغانانو او په ځانګړی توګه د پښتنو ګټه نشته بلکې تاوان او نقصان یې هم ډیر زیات دی. د تیر په څیر به یو ځل بیا هم بمباریانې پښتانه زغمی او ډالر به یې د شمال ټلوالې غلو او غدارانو ته ورکول کیږي کوم چې د تاریخ په اوږدو کې پښتنو بیګانه او اشغالګر له دې هیواده شړلي دی او دوی بیا نورو بیګانه خلکو ته لاره ورکړی ده. الله دې دوی ته سمه لاره وښیي
په درنښت
ما ویل چی د کرزی په پټکو مه غولیږئ، د کرزی خبره او دمجددی اودس په شان ده، ژر ژر ماتیږي. د امریکا د حضور یوه څرګنده نتیجه خو یی د قاتلانو په واک او ثروت کی ساتل دی، مګر څه نا څه یوه نا چرګند پایله یی او ښایی ډیره بده دا ده چی په دوولس کلونو کی د افغانانو پر خپل ځان اعتماد تباه شو، او داسی یو فکر قصدا پمپ شو چی ګنی دوی بی وطنه او بی آزادی ، بی واکه او بی له هرڅه ژوند کړای شی خو بی له پردیو مرستی نه. مګر پردی کټ تر نیمو شپو دی. دا فکر نورنشته.
ښاغلی عبدالله، دا هم باید ومنو چې کرزي ډېر زیات کوشش وکړ چې د ولس له پاره یو څه نه یو څه نور امتیاز ترلاسه کړي او هغه دی چې ترلاسه یې کړ خصوصا د پښتنو له پاره ځکه چې د تاجک او هزاره په کورونو خو امریکایان نه ورننوتل. مونږ باید کرزی هېر نه کړو، کرزی د کار شی دی خو مونږ یې په قدر پوه نه شوو.
زه به تاسو ته یوه خبره وکړم، وایې ورئ خو منئ یې مه؛ یو وخت به درته پخپله ثابته شي. مونږ او تاسو ټول وایو چې د شوروي د راتګ له پاره اول خلقیان او پرچمیان را واېستل شول او دا او دا او بیا هغوی راغلل خو دا چې کار یې ډېر پوخ نه وه او تر امریکا پورې نړۍ هم ورته یوې خوا ته شوه او بلې خوا ته د هغوی اقتصاد هم کمزوری شو نو وتښتېدل. پاتې شوه د اوس خبره چې پیغام مې هم پر همدغه ټکي متمرکز دی هغه دا چې د امریکا د راتګ له پاره دا دېرش کاله خواري روانه ده؛ له ګلبدین او رباني نه رانیولې تر سیاف او بل او بل پورې دا خلک ټول د همدغه ځنځیر کړۍ وې چې د دو راتګ ته یې په مهال، مهال لاره هواروله او د طالب پروژه بیا د دغه کار یوه غټه او غوڅه برخه وه، که ستاسو یاد وي د ملا محمد غوث په مشرۍ یو وخت د طالب وزیرانو یو ډېر لوی هیئت امریکا ته تللی وه چې د کوم څه په هکله یې مذاکرات کول، اوس نو دا بېله خبره ده چې یو سړی قسم وکړي چې یره طالبان د امریکا مخالف دي اودا او دا که نه اصلا هغه د فکر خلک څوک چې دا مسایل مطرح کوي هغه که په طالب کې دي که په تنظیمون کې وو او که د کرزي په اداره کې دي دا ټول یوه لړۍ ده او د یوه زنځیر کړۍ دي چې هر یوه یې په خپل وخت سره د دغه ماشین د پرزو په توګه عمل کړی دی. په پای کې زه درته د اوسني نړیوال اقتصادي ضرورت په بنا دا خبره کوم چې په افغانستان کې د امریکایانو او اروپایانو حضور مونږ ته هېڅ ډول ( دصفر په اندازه) زیان هم نه لري او ګټې یې ډېرې پراخې دي چې ترټولو کمه ګټه به یې دا وي چې که لس زره امریکایان پاتې کېږي له هغوی سره به زمونږ لږ تر لږه ۱۰ زره افغانان په کارونو بوخت وي، لس زره به مو موټر په کار بوخت وي، لس زره به مو دوکانونه پرې په منظم اقتصادي ډول چلېږي، ……………………
ښاغلی ګنډیری صیب ته سلامونه اواحترامات ږړاندی کووم
وروره داباید حتمی ومنو چه دامریکایانو پاتی کیدل دافغانستان دتجزیه کیدو په خاطر دی، که امریکایان نه وی نوافغانستان هیڅوک نشی تجزیه کولی، اونه په پښتنو څوک ظلم کولی شی.
دامریکا اوږدمهاله پاتی کیدل په افغانستان اوپاکستان کی دپښتنو مطلق کمزوری کیدل یا په بله معنی په حکومتی اوطالیبی سطحه دپښتنو دمشرانو اولوړپولو چارواکو وژل اوترور کول دی.
دوهمه خبره داده د کابل- واشنګټن دوه اړخیزه امنیتي موافقه تراوسه نه ده لاسلیک شوی، خدای مکړه که چیرته دښاغلی کرزی پواسطه لاسلیک شی، نوبیا دامعنی لری چه په دغه تړون کی دکورونو تالاشی اونوری معاملی داول سر څخه امریکا منلی وه، داچه تراوسه یی ښاغلی کرزی دنه لاسلیک خبره کوله ددی وجه داوه، چه امریکا اوکرزی غوښتل چه داسی سیاست وچلوی چه هم پکښی دکرزی دشخصیت او نورو لوبوخیر وی اوهم پکښی دامریکادپلانونواونورو سیاسی لوبوخیر وی.
دخدای په امان
سعدیه جانې، بدبختانه چې اشغالګر دواړه ځلې یا د پښتنو په لباس کې طالبانو راوستل یا یې د راوستلو سبب شول. عربي، چیچنیایي، ازبک، پنجابي، کشمیري…. ترهګر یا په بله وینا اشغالګر د پنجاب په مستقیمه لاسوهنه طالبانو چې بدبختانه او بیا هم بدبختانه پښتانه وو، راوستل او لکه چې لیکلي اسناد ښیي بیا داسې مرحلې ته ورسېدل چې بېرته یې اېستلی هم نه شوای. دا باید د یوه واقعیت په توګه ومنو چې هر څوک به چې خپل حکومت او خلکو د کانګو په څېر له خولې وغورځاوه یا به مور او پلار عاق کړ هغه به افغانستان ته راغی، او یو وخت خو داسې هم وشول چې ترهګرو د هندوستان الوتکه راوتښتوله او بیا یې تر هغه په کندهار هوایي ډګر کې ایساره کړې وه چې یو پاکستان ترهګر حافظ څه بلا یې د هندوستان له زندان څخه راخلاص کړ چې دغه کار اصلا د پاکستان د ترهګرو د حامي پوځ او آی ایس آی په مستقیمه او غیرمستقیمه لاسوهنه وشو او اصلي هدف یې دا وه چې افغانان او خصوصا پښتانه چې یو وخت یې په سیمه امپراتوري لرله بدنام کړي. بله دا چې د امریکایانواو اروپایانو د راتګ عامل هم همدا ړوند او ګوډ ملا وه چې بیا هم پښتانه وو خو تربیه ورسره د پاکستان وه او دا چې شمالي ټلوالې څنګه پیسې او ډالر پیدا کړل دا د هغوی هنر، سیاست، او له نړیوالو سره کور او کلی کول او د هغو نتیجه وه. څه چې مونږ ته پاتې شول هغه ۲۵ سانتي متره ږیرې، د وحشي او ځنګلي انسانانو پګړۍ او د پنجابیانو د یوټیلیټي سټورونو راشنونه وو. افسوس چې مونږ لا هم نه پوهېږو
احمد حان کاکا!
ته لا اوس هم د هاتی (فیل) په غوږ کې ویده یی، په مونږ افغانانو باندې همغه ټوکه شوی وایې چې سپي دې غوږ یوړ، ددې پر ځای چې غوږ وګورو نو په سپي پسې منډې وهو. هیڅکله هم د یوې موضوع سر او ظاهر ته مه ګوره بلکه د همغې موضوع منځ او بیخ وپلټه چې معامله په کوم ځای کې ده. دا دومره لوبې درباندې چا وکړې؟ دا چې د مور او پلاره عاق شوي ؤ او مخه یې افغانستان ته کوله او د طالبانو په لیکو کې ورشاملیدل د چا پروژه وه، البته زه به دا ووایم چې ددې پروژې پلې کوونکي پنجابیان او عربان ؤ، لیکن ددې پروژې اصلي مالکان او خرڅ ورکوونکي همدا امریکایان او انګلیسان ؤ. هیله ده چې پوه شوی اوسې.