هوښیار رهبران کله چی د رهبریت په فکر کی غرق شی لومړی خپلی موخی او هغو موخو ته د رسیدلو زینی جوړوي. د اجتماعی علومو کارپوهان په ټولنه کی د رهبر موجودیت زیات اړین امر بولي. د رهبر موجودیت نه یوازی په انسانی ټولنو کی بلکه په حیوانی ټولنو کی هم  روښانه دی .رهبر په حقیقت کی د خپلی ټولنی فعاله غړی وي ٬ چی د جسمانی او فکری اړخ نه د ټولنی پر نورو غړو پورته والی لري. چی همدغه پورته والی د خلکو په زړونو او ذهنونو کی ځانته لاره پیدا کوي.

د رهبرانو د راټوکیدلو لپاره خاص فرهنګی ٬ ټولنیز او اقتصادی شرایطو ته اړتیا وي ترڅو چی د شرایط د رهبر د راټوکیدلو زانګو برابره نکړی رهبر نه شی کولی راوټوکیږي. کله کله شرایط او حالات رهبر ټاکلی او همدغه شرایط او حالات د یو چا څخه د خلکو ترجمان او رهبر جوړوي.

ښاغلی حامد کرزی هم له هغه رهبرانو دی چی شرایطو ورته د راټوکیدلو زانګو جوړه کړی وه. خو حامد کرزی داسی راڅرګند شو ته به وایی چی د ټولنی د احساس او ستونزو د لابراتوار مسول وو. د افغانانو فکر یی داسی پرځان رامات کړ چی خپلی ډیری غلطیانی یی پکی پټی کړای شوی. ښاغلی حامد کرزی یو خان طبیعت لرونکی شخصیت دی. که د افغانستان د شاهانو تاریخ وګورو ډیر کم به داسی رهبران پکی پیدا کړو چی د هغوی کرکتر او رویه دی د خلکو د غوښتنو٬دلته د روانو رواجونو او فرهنګ سره غاړه یوسي.

زه خو وایم د حامد کرزی فکر حکومت نه کاوه بلکه د هغه چپنی ٬ د هغه وطنی لباس٬ د هغه کلیوالی لهجی د هغه کلیوالو اشارو او نور بی شمیره وطنی خاصیتونو چی د ښاغلی کرزی په وجود کی لیدل کیدل حکومت یی کاوه.

کرزی پدی پوهه دی چی ٬ که هرڅومره افغان وږی هم وي خو که د ګندمک او ډیورنډ معاهدی نوم ورته واخلی او د معاهدو څخه د دفاع لپاره سینه ورته وډبوی ٬ که هیڅ دی هم نه وی کړی د ټولو په فکر کی به یو پياوړی رهبر یی٬ که څه هم ښاغلی کرزی پوهیږی چی د یادو شوو دواړو معاهدو د قرارداد اصول د نړیوالی عدالت محکمی او نړیوال عمومی قانون پر بنا هغه شرایط نه پوره کوی کوم چی یی باید یو قرارداد ولري . خو ښاغلی کرزی یی د خپل نفوذ زینه بولي. هغه له همدی خاطره د امریکا سره د امنیتی قرارداد د لاسلیک کولو څخه انکار وکړ. کنه د امنیتی قرار د لاسلیک کولو زمینه ټوله ښاغلی کرزی برابره کړی وه.لاسلیک یی پر بل وکړ خپله د ملت په ذهنونو کی د یو اتل په څیر پاتی شو

د حامد کرزی دغه وطنی ملي سټایل آن د عامو خلکو تر کاپی کولو هم راورسید. نن ډير خلک چی پخوا یی افغانی جامی نه اغوستی د نوموړی همدا کار سبب شو چی هغوی وهڅوی وطنی جامی واغوندي.

د هالنډ هیواد د آزادی او خپلواکی د اخیستلو دلیل هم د هغوی فرهنګ شو هغو خپل ګډی ژبی٬ ګډ تاریخ او د شاعرانو شعرونه او نوری ادبی لیکنی په یوه کتاب کی راغونډی کړی. خلکو ته یی د دی کار په کولو سره د هغوی د یوالی چل ورزده کړ همدا کار سبب شو هالنډ د آزاد ملت په چوکاټ کی آزادی ترلاسه کړي.

ښاغلی کرزی اوس هم د هغه کلیوالو مورکیو په ذهنونو کی ځای لري چی د هغوی سیمو ته کرزی هیڅ د بیارغونی کار هم ندی کړی بلکه د کرزی غږ به یی چی پر رادیو واورید ژر به یی ورته په دعا کولو پیل وکړ.

د ښاغلی کرزی حکومت په عامه اصطلاح ډیری هغه چانسونه له لاسه ورکړی کومو چی هغه مهال افغانستان د بریا تر څوکو رسولی شو. خو د دی کږلیچونو سره سره ښاغلی کرزی اوس هم د خلکو په زړونو کی د نورو رهبرانو په پرتله څه زیات ځای لري. هغه ځکه چی کرزی خپل فکر په په کلیواله لهجه او کلیواله جامه سمبال کړی وو.

One thought on “کرزی او رهبري/ حکمت الله رښتین”
  1. ښاغلی رښتین صاحب لیکونکی ا وټولودرنو لوستونکوته ! لمړی سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم .و مګر ورته وایم که چیری دافغانستان معاصر تاریخ ته په کتو سره چی شا ه شجاع انګریزانو په لندن اوبرطانو هند کی دافغانستان پاچا وټاکه ، ببرک کارمل شورویانواود وارسا نظامی بلاک په مسکوکی دافغانستان ریس جمهور وټاکه اوحامدکرزی امریکا او دناټو بلاک په بن کی دافغانستان جمهور ریس وټاکه اوپر افغانستان نږدی ۱۲ کاله د غلو ، داړه مارانو ، قاتلانو،، غارتګرو چپاولګرو، قاچاقبرو اوفاسدوډلی ټپلی سره حکومت اوحکمرانان وګرزول اوترخپل اخری قدرت اوزور پوری دزړه په سر پوری نیولی وساتل . ، نودافغانستان خلک به کوم یو ددوی درو څخه په یوه چپنه بالالوی اجنبی ټپل سوی حکمران وبولی . ؟ .

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *