تاند، جمعه، د حوت ۲مه: د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ نن ځینو سیاسي مشرانو ناسته کړې چې څرنګه د اجماع او ملي مصالحې حکومت رامنځته کړي.

په دغه ناسته کې د حامد کرزي په ګډون د ټاکنیزو پایلو په اړه معترضو نوماندانو عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او د دوی څو ملاتړو محمد محقق، کریم خلیلي، صلاح الدین رباني او باتوردوستم برخه اخیستې وه.

اجرائیه ریاست وايي، په دې ناسته کې د اجماع او ملي مصالحې د حکومت په رامنځته کولو اود کابینې په جوړولو هم بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ځینو سرچینو ویلي وو چې حامد کرزي له زلمي خلیلزاد سره په وروستۍ لیدنه کې له هغه غوښتي چې امریکا دې د ټاکنو پایلې لغوه اعلان کړي.

د یادونې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د بیا ځلي ولسمشر په حیث اعلان کړی او هغه ته یې وثیقه هم ورکړې چې ارګ وايي، له یوې میاشتې په کمه موده کې به یې د لوړې مراسم ترسره کړي.

4 thoughts on “کرزی او یو شمېر سیاسیون د اجماع او مصالحې حکومت رامنځته کوي”
  1. کرزی اودده سیاسی دوکانداران او ملت پلورونکی داسی د چرسیانو په رقم لګیا دی موازی حکومت جوړوی ، ښه دا حکومت خو به د افغانستان د تجزیی زمینه برابروی ، دی چرسیانو دا فکر هم نه دی کړی چه ددغه لوی ملی خیانت په وجه به څو مره لویه جزا ورته و ټاکل شی
    چه بیا به یی د لمسیانو د یاده هم نه وزی ، او بله داچه ددغه موازی حکومت بودجه به سپاه پاسداران ورکوی او که آی آیس آی ؟ نو بیا به نور هم په ملت کی د ډیر ذلت او رسوایی سره مخامخ شی ، البته خبرونه شته چه د انتخاباتو د کمپاین مصارف هم دغو خارجی کړیو ورته ورکړی ؤ ، ځکه دغه دوه همسایه دولتونه تر اوسه اشرف غنی ته مبارکی نه ده ویلی او نا راضه ښکاری

  2. په هره هغه ناسته کې چې د ایرانیانو خبره کرزایې ناست وي ، د افغانستان د بدبختۍ ، جګړې ، غم ، ورور وژنې او دادی اوس د تجزیې او لغنتي موازي حکومت بوي راځي.
    که په راتلونکي کې د افغانستان خلکو ته کومه ستونزه جوړیږي ، مسوول به همدغه کرزایې وي. د دوی ټول عمر په جاسوسي او خیانت کې تېر شو.
    هغه بله ورځ مې یوه ویدیو لیدله چې کرزي په ډېر افتخار سره د افغانستان دوه جیت جنګي الوتکې چې د افغانستان د پوځ نه د دو خایینو پیلوټانو پواسطه کوټې ته تښتول شوي ، د پاکستان اردو ته په ویاړ سره تسلیموي.

  3. کله چې شهید ډاکټر نجیب الله ته طالبانو د سولې وړاندیز وکړ نو ډاکټر نجیب الله له دوی څخه د افغانستان د جوړولو لپاره طرحه او پلان وغوښتل شو نو د طالبانو ځواب دا وه چې ډاکټر نجیب الله کافر دی ځکه زموږ د پاکستاني پلان پرځای د روسیی هیواد د افغانستان جوړونې پلان عملي کوي او افغانستان جوړوي همدارنګه افغانانه خپلواکه کوي او بډایه کوي یې، د افغانستان ملت هم د بیسوادۍ له وجې هغه وخت پدې مسله کې چپ پاتې شو او د روسیی هیواد د پوځ مشر هم پدې مسله کې بې غوري وکړه او د افغانستان د حلق دیموکراتیک ګوند د اخرني ولسمشر ډاکټر نجیب الله په امر او غوښتنه یې افغانستان د طالبانو سره د سولې لپاره خالي کړ.

    چې په پایله کې طالبانو د ډاکټر نجیب الله سره د سولې خبرو ترنامه لاندې په ارګ کې یوه جلسه ونیوله چې دا غونډه په حقیقت کې د نجیب الله د وژلو لپاره یوه جوړه شوي دسیسه وه چې د پاکستان هیواد په پایتخت اسلام اباد کې طرحه او ترتیب شوي وه، بلاخره طالبانو دغه پاکستانۍ طرحه عملي کړه او ډاکټر نجیب الله یې د تفنګچې په مرمیو په شهادت ورسوه او وروسته طالبانو په دروغو ادعا وکړه چې ګواکي دی طالبانو په اریانا څلور لارې کې اعدام کړئ دی.

    نو دا چې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې اصلي حقدار وګټلې نو اوس همغه طالبان چې عصري لباسونه یې پرتن دي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د کافر خطاب کوي او ورته وایې چې د افغانستان د جوړونې پرځای زموږ په شان پرادي هیوادونه جوړ کړه او افغانستان پاکستانیانو ته وسپاره کنه تا به هم د شهید ډاکټر نجیب الله په شان له مینځه ولاړ شې.

    د افغانستان سیاسي، اقتصادي او تاریخي وضعیت ته په پاملرنې سره د افغانستان د اوسني حکومت او جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه کلک ملاتړ پکار دی ځکه اوس افغانان ۴۵% باسواده دي او پوهیږي چې یوازې غني ددوی غمخوار دی.

    داچې زموږ تیر تاریخ د ټولو موجوده ګوندونو چې په اوسني وخت کې هم یو تعداد فساد او شر خپره ونکي ګوندونه د حکومت په مرۍ یا سر کې کار او فعالیت کوي هویت، موخې او ټول کړه وړه یې په زغرده په ګوته کړیدي چې د اسلام ترنامه لاندې په سلګونه ګوډګیان،جاسوسان، او خاین​ مشران د افغانستان دشته امکاناتو او بشري قوې څخه د وطن په زیان او د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره کار اخیستۍ دی او دا لړۍ همداسې داوم لري او بلاخره د پرادیو په ګټه تمامیږي.

    لکه څرنګه چې ما په پورته کرښو تاسو ته ددې نامشروع کړیو اصلیت په لنډ ډول تشریح او څرګند کړ نو زیرک او هوښیار اوسئ چې د موازي، مشترک، عدالتي حکومتونو په نومونو او یا دیته ورته نومونو تر نامه لاندې حکومتونو او حرکتونو باندې ونه غولیږئ ځکه همدا فاسد خلک د ارزښتناکو الفاظو څخه په استفاده ستاسې ژوند بربادوي او تاسې په کړنګونو غورځوي او ددې خلکو تیرې کړنې او ورانۍ باید هېرې نشي هیله ده چې په دې پلمو خپل ژوند او مال په خطر کې وه نه چوئ او د یوه یا دوو وطن خرڅوونکو د شخي ګټو لپاره استعمال نشئ.

    په تیرو ۵ کالونو کې موږ او تاسو ته د غني او د موازی حکومت جوړونکو اشخاصو دریځ او طرحې بشپړې څرګندې شوې چې غني د افغانستان لپاره به لسګونه تجارتي بندرونه، د ریل پټلۍ، بندونه، سرکونه، روغتونونه، پوهنتونونه جوړ کړل او داسې نور ډیر سهولتونه رامینځته کړل او د موازي حکومت پلان کوونکو مو د افغانیت او اسلامیت سره مخالفت وکړ، د الکترونکی تذکرو د ویش لړۍ یې د خنډ سره مخ کړه او داسې نورې ډیرې ستونزې یې خپلو افغانانو ته جوړې کړې.

    په همدې اساس ولسمشر اشرف غني هغه څوک دی چې زموږ او ستاسې هویت، وطن او سرمایه یې له ورکیدو او خرڅیدو څخه وژغورل او همدغه فاسد او شر خپره وونکي ګوندونه او اشخاص یې ټولې نړۍ ته ور وپیژندل نو دې مهمو ټکو ته په کتو سره د ولسمشر محمد اشرف غني او افغان حکومت څخه غوڅ او سرخیندونکۍ ملاتړ او تشویق په کار دی ترڅو ددوهم ځل لپاره بشپړ واک ترلاسه کړي او زموږ نیمګړي هیلي په ډیر جرأت او اسانۍ سره بشپړې کړي او د یوه سوکاله، ډاډمن او پرمختللي افغانستان څښتن شو.

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *