نن مې د پکتیا د امنیه قوماندان د شهادت او نورو لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې خبر واورېد او یو ځل بیا دا سوال ذهن ته راغی چې ایا افغانستان کولای شي، د نړیوالې ټولنې له همکاریو پرته د طالب په نوم د ایران اوپاکستان له یرغل سره مقابله وکړي؟
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان لپاره د امریکا د ولسشمر د نوې ستراتیژي مخالفت کوي. زه پوښتنه ورڅخه کوم چې له هغو کسانو سره چې په ګردیز کې پولیس راوژني، په اروزګان کې کلینک او روغتون نه را پرېږدي، په کندهار کې د واکسین مخه نیسی، په ټولو پښتني سیمو کې د معارف او خصوصا د نجونو د معارف مخالفت کوي او په ټول افغانستان کې د پلونو، سړکونو او نورو عام المنفعه تاسیساتو په تخریب بوخت دي او د ایران او پاکستان د ګټو لپاره د افغانانو قتل عام ورته ثواب ښکاري، له دغسې کسانو سره څه کول پکار دي؟
طالبان په ظاهره وايي چې دوی ځکه جنګ کوي چې دلته امریکایي عسکر دیره دي او پخوانی ولسشمر هم چې د امریکایي عسکرو د حضور مخالفت کوي، شاید دلیل به یې دا وي چې که امریکایي عسکر نه وي نو طالبان به له جګړې لاس واخلي، خو ایا په هغو ولایتونو او ولسوالیو کې چې یو امریکایي عسکر هم نشته، طالبانو له جنګ او کشتاره لاس اخیستی دی؟ ایا د پکتیا په پولیسو باندې حمله له امریکا سره مخالفت دی که له افغانستان سره ؟ ایا په اورزګان کې د کلینیک او روغتون مخالفت له پښتنو او افغانانو سره دښمني ده، که له امریکا سره؟ ایا د نجونو د مکتبونو سره مخالفت د دې وطن د لوڼو او اولادونو د آیندې خرابول دي، که امریکا ته پکې صدمه رسیږي؟
یو وخت د امریکا پخواني جمهور رییس اوباما اعلان وکړ چې له افغانستان څخه د ټولو عسکرو د وتلو پلان لري. د حکمتیار صاحب په مشرۍ اسلامي حزب د دې اعلان ملاتړ وکړ او د افغانستان له حکومت سره یې خبرې وکړې خو طالبانو بیا هم غوږونه کاڼه واړول او بلکې د افغانانو قتل عام یې نور هم تېز کړ. په تېرو دریو کلونو کې چې نوي فیصده امریکایي عسکر ووتل، په افغانستان کې جنګ نوي فیصده کم نه شو بلکې څو برابره زیات شو. ارقام، احصاییې او حقایق ښیي چې طالب د افغان کشي او پښتون وژلو له تګلارې لاس نه اخلي. او په همدې اساس ویلای شو چې د کرزي غوندې کسان چې څه وایي، یا شخصي عقدې لري او یا هم د ایران او بل چا د پیسو په مقابل کې دغسې څرګندونې کوي.
څو کاله پخوا چې د کرزي له دربار سره د ایران پټه مالي مرسته افشا شوه او دا پته ولګېده چې کرزی دغه پیسې پخپله او پخپلو خاصو کسانو باندې مصرفوي او د دغو پیسو په اړه دولت او مالیې وزارت ته اطلاع نه ورکوي نو ټولو ته پته ولګېده چې کرزی څوک دی او څه مقصدونه لري؟
امریکا به طبعا د خپلو ګټو او اړتیاوو په اساس په افغانستان کې عسکر ساتي خو تر څو پورې چې طالبان په افغانستان کې زموږ په قتل عام باندې بوخت وي، د دغو عسکرو له حضور سره مخالفت په حقیقت کې د افغانستان له شتون او موجودیت سره مخالفت دی. موږ ټول پوهیږو چې که نړیواله مرسته او همکاري نه وي نو د افغانستان هر کلی به د یوه وحشي او قاتل قومندان په لاس کې وي او بیا به تر ټولو بې همته کسان پکې د اسامه او نورو عربو غوندې ځناورخویه کسان هم دې پاکې خاورې ته راانتقالوي او افغانستان به له ټولې دنیا سره مخالفت ته ورټیل وهي.
طالبان وایي چې دوی د امریکایي عسکرو د حضور مخالف دي، حال دا چې امریکا دلته پخپله طالبانو راوسته. دا طالبان وو چې د اسامه په یارۍ کې یې نړیوال مجبور کړل چې افغانستان ته عسکر راواستوي او د دوی منحوس رژیم راوپرځوي. طالب مشران دومره پردي مخي او قام دښمنه دي چې د اسامه په خاطر یې په زرګونو طالبان د مرګ له خولې سره مخامخ کړل او خپلې خویندې او میندې یې د پنجابیانو دروازې ته ودرولې.
طالبانو یوازې یو ځل نه بلکې په دوهم ځل هم امریکایان مجبور کړل چې په افغانستان کې پاتې شي او د خپلو عسکرو شمیر زیات کړي. دوی که د نوي فیصده امریکايي عسکرو له وتلو وروسته قتل او وحشت ته ادامه نه وای ورکړې، نو نن به ټرمپ نوې ستراتیژي نه اعلانوله.
پخوانی ولسشمر حامد کرزی او په مطبوعاتو کې د ده ځینې دوستان باید په دې پوه شي چې د خارجي عسکرو د شتون په اړه د دوی څرګندونې بې منطقه او مشکوکې دي. زه حامد کرزي ته وایم چې که په رښتیا له امریکایي عسکرو په تنګ یې، نو لاړ شه، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې واوسه!
هر متمدن او مهذب انسان پوهیږي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې نه نن ژوند ممکن دی او نه د دوی د بشپړ اقتدار په وخت کې له دوی سره د سړیتوب ژوند ممکن و. د دوی د بشپړ اقتدار په وخت کې به صرف هر چیرته د چټلو ږیرو بې سواده طالبان په لارو کې ولاړ وو او خلک به یې د ږیرې په خاطر یا بله بهانه بې عزته کول. اوس هم چې په کومو کلیو کې طالبان حکومت کوي، د خلکو بې عزته کول، د خلکو د جایدادونو غضبول، د خلکو وژل او له تعلیم او دانش سره دښمني کول بېخي عام دي. کرزی صاحب پخپله په کابل کې ارزومن دی چې د مهذب انسان په حیث ژوند وکړي خو په سیاست کې بیا افراطي نظریات څرګندوي او داسې خبرې کوي چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول یې ګټه طالبانو او نورو بې رحمه او قاتلو ډلو ته رسېږي.
دا درسته ده چې افغانستان کې د بیان ازادي ده، مګر د بیان له ازادي باید کرزی او د ده مطبوعاتي ملګري باید د آي ایس آی او ایران د ګټو لپاره استفاده ونکړي او دا زمینه برابره نکړي چې نړیواله ټولنه افغانستان ته شا واړوي. موږ هغه وختونه نه شو هیرولای چې افغانستان کې یو خارجي نه وو، خو د پاکستان او ایران نوکرانو په هر کلي کې کربلا جوړه وه او هره ورځ به قتل عام روان وو. پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ملګري یې باید د افغانستان خیر وغواړي او د افغانانو عزت او حیثیت باید ورته معیار وي. دوی باید له عوامفریبي او دیماګوژي لاس واخلي او داسې څه ونکړي چې ګټه یې یوازې د ګاونډيو استخباراتي ادارو او وحشي طالبانو یا د طالبانو په رنګ وحشي داعشیانو ته رسېږي.
ګفتم
ایا خردمندی عکس سفاکت همین است ؟
ګفت چنین است
ګفتم وقتی کسی از روی عقل کار سود مندی بکند ایا نتیجه اش خیروفلاح است یا نیست؟
ګفت در اسباب عالم
والله الف در جګرم نیست ……. وقت پس نمی ګردد
ګفتم : پس کار خردمندانه تو چه است واثر خردمندی تانرا در کدام
قاموس حاکمیت ملی تمامیت ارضی وهیاهوی جهان معاصر تعریف وترسیم میکنید ؟
karzai like talibs/he don,t like to talibs killed/he did busines on the blood of afghan soulders/
he release thousands of talibs prisoners from bagram/kabul and kandahar prisones,
karzai working for russia/iran and talibs/
corruption is left over from karzai administration/
always be our afghan national army
زه ستا ددې لیکنی ډیر قدرکووم او غواړم چې یو جمله ور اضافه کړم چۍ د طالبانو نهایی او وروستی هدف د قدرت لاس ته راوړل دی او بس، دوی نه د امریکا د اخراج لپاره وسله راپورته کړی او نه د نورو بهرنیانو د وتلو لپاره ، طالب هغه کثیف، بدنامه، متحجر، پشتون دشمنه او انسان دشمنه نوم دی چې د شریعت ترنقاب لاندې خپل لاس پوڅی او بی سواده نظام او هغه هم د پاکستان د آی اس آی د خبیثې او نامیمونه شبکې د فرمایشاتو پراساس پدې ځوریدلی ملت تپی او یا تحمیلوي. خو طالب او ددوی قصی القلبه او مرتج باداران باید پردې پوه شی چې داملت اوس د شل کاله مخکې ویده ملت ندی .
کرزی په دومره تبصره نور نه ارزي،په کرزی بحث کول دوخت ضایع ده دا دشمال ټلوالي لوډسپیکر دی او بس.