تاند- د مارشال محمد قسیم فهیم له مړینې وروسته د هغه د ځای ناستي په  اړه د جمعیت ګوند له غړیو سره د حامد کرزي سلامشورې روانې دي.

ویل کېږي چې کرزی د پخوانیو مجاهدینو له مشرانو، د جمعیت او پخوانۍ نظار شورا له غړیو سره په خبرو بوخت دی او ممکن په راتلونکو څو ورځو کې پر یوه تن، چې د جمعیت ګوند غړی به وي، جوړجاړی وشي.

ویل کېږي چې د قسیم فهیم ځای ناستی به د بلخ د والي عطا محمد نور، د ولسي جرګې غړي یونس قانوني، د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدین رباني او د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي په منځ کې یو تن وي.

تر دې مخکې د احمدشاه مسعود د ورور احمد ولي مسعود د نوم یادونه هم شوې وه. خو ډېر کتونکي وايي چې زیات احتمال د دفاع د اوسني وزیر جنرال بسم الله خان محمدي دی.

د بسم الله محمدي په اړه ویل کېږي چې یو له نادرو چارواکو ځیني دی چې په فساد کې یې نوم نه یادېږي او یا لږترلږه تراوسه چا په فساد نه دی تورن کړی. پر دې سربېره، سره له دې چې بسم الله محمدي د جمعیت او شورای نظار غړی دی، تراوسه د انتخاباتي هلوځلو په لړ کې د کوم کاندید په ګټه څه نه دي ویلي.

ځیني سرچینې وايي چې د ولسمشرۍ نوی لومړی مرستیال به روانه اوونۍ اعلان او راتلونکې اوونۍ د تایید د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وړاندې شي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې دا د ولسمشر کرزي صلاحیت دی چې د خپل مرستیال یا مرستیالانو د وفات کېدو یا استعفا په صورت کې بل کس غوره کړي او د تایید لپاره یې ولسي جرګې ته معرفي کړي.

9 thoughts on “کرزی به د ۴ جمعیتیانو په منځ کې یو د مارشال فهیم پر ځای ونوموي”
  1. نو چی دکزی صلاحیت ده ولی فاک متدین بی طرفه کس نه اختیاروی چی فه فساد کی اخته یا زورور یا خاین خلق دزان لفاره معاوینین تاکی

  2. نو چې د کرزي صلاحیت دی ولې یې جمیعت ورته ټاکی؟ کرزي همېشه همدسې کړي دي. خدای دې وکړي چې د حمل تر اوولسمې نېټې ژوندی واوسم او د ده زوال ووینم.

  3. کرزی خو دجمعیت اونظارشورای له خوا مهارشوی دی هرڅه چه نظارشورای ورته وایی منی به یی

  4. استاذ اعطا محمد نور یو مناسب سری دی او باید د مارشال ځای ناستی وی

  5. لکه څرنګه چې زمونږ ټولو هیوادوالو ته معلومه شوې ده چې ولسمشر کرزي له لومړې ورځې هغه کارونه کړي دي چې د نورو په خوښه وي ،زورواکو ته یې لا قدرت وربښلی اوس هم په دې هڅه کې دی چې چې شمالي جبهه لا پسې قوي کړي نه غواړي پښتانه دې داسې لوړ اقتدار ته ورسیږي زه دا منم چې نوموړی په یوه پښتنه کورنۍ کې زږیدلی خو پښتون هغه دی چې کارونه یې د پښتو وي که داسې نه وي نو په هندوستان کې ډير داسې اشخاص دی چې ځانونه پټان معرفي کوي اما نه یې کلتور او نه یې ژبه پښتو ده کرزی صاحب په کلتور کې هزاره ژبه یې دري قرقول یې د ازبک او د پښتو نښه هم په کې نه لیدل کیږي که په پښتو غږیدا شي نو زیات انګریزان او امریکایان هم پښتو وایي له ده به نو څه دا تمعه وشي چې یو پښتون دې لومړی مرستیال کړي زما سره پوښتنې دادي چې ایا شمالي اتحاد په ټول هیواد کې هوښیار خلک دي ایا له دوي څخه زیات علما او سیاست مداران په نورو قومونو کې نشته ایا د مرستیالۍ څوکۍ میراثي ده ؟ایا بې د شمالي اتحاد څخه څوک د لومړي مرستیال په صفت دنده پرمخ نشي وړلای ؟

  6. د هر افغان نظر د احترام وړ دی. ولی زه حیران پر دی یم چی اوس زموږ څخه دا ورکه ده چی پیږندل شوی څیره څه ته وایی ، پخوا ه پیږندل سوی څیری هغه وی چی د یوی متدینی کورنی، په خدای او وطن مین، د خیانت څخه لری، ښه تحصیل کرده شخصیت به وو او هم به یی اول د اولس خدمت مرام او وروسته ځان وو. خو اوس پیږندل سوی څیره هغو خلکو ته راځی چی په فساد کښی ډوب، د خلکو او اولس په وینو یی لاس سره، د پښتنو د وژلو لپاره یی کفارو ته سند ورکړی، په اختطاف چور او چپاول کښی یوه ښه دیرش کلنه تجربه ولری نه د وطن او نه د وطن د بچیانو غم ورسره وی، سل قانونی او سل غیر قانونی ټوپکوال ورسره او د آسانو او جنګی سپیانو مصرف یی ۴۰ تر ۵۰ ډالره د میاشتی وی د تحفی په ورکړه راکړه کښی ښه پوره مهات ولری نو دغه ددی وخت پیږندل سوی څیری دی. زموږ د کرزی صاحب څخه دا ګله ده چی ولی د پښتنو نه فلسطینیان جوړوی او دا نور قومونه زموږ په سر اسرايیل بس ده ښه دی ماړه کړل ، د ښو سرمایو او قدرتونو څښتنان شول، موږ او د پښتون قوم دی ښه پری زیر او زبر کړ. که دا ملت په یوه تنظیم پوری چی همیش د ووینو تویولو یو جهت وو اړه لری نو تاسو حق په جانب یاست او کنه نور نو لږ د احمد شاه باباه او میرویس خان شملی ته وګوره والله موږ دی هم شکمن کړی یوو.

  7. کرزی بابا ته صرف دومره وایم چی وایی زماپیداپرمالګی ..
    کرزی بابا پښتانه دپښوغورځولی شمالیان یی اسمان ته رسولی اوس یی نوخوندګوره.

ځواب ورکول ملا سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *