تاند-  یوه افغان چارواکي پرون/ شنبه/ وویل د افغانستان ولسمشر باید راتلونکې اوونۍ د پاکستان او برتانیا د مشرانو په کتنه کې له پاکستانه وغواړي چې ملا عبدالغني برادر چیري دی.

د سپټمبر له شلمې را په دې خوا چې پاکستان اعلان کړی چې ملا عبدالغني برادر یې خوشي کړی دی د نوموړي د خلاصون په اړه پوښتنې کېږي او حتي وسله والو طالبانو هم ویلي چې ملا عبدالغني برادر نه دی خوشي شوی.

افغان چارواکو ویلي چې نوموړی ازاد نه دی او د پاکستان له لوري نظر بند دی. دا په داسي حال کې ده چې افغانستان د نوموړي د خلاصون غوښتنه کړې وه او ویلي یې و چې که حتي په پاکستان کې هم ساتل کېږي نو ادرس یې باید څرګند وي او د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي ورسره د کتلو امکان ولري.

خو د سپټمبر له شلمې تراوسه پوري هیڅ افغان چارواکي یا کوم طالب مشر له ملا عبدالغني برادر سره کتلي نه دي. پاکستان لومړی وویل چې ملا عبدالغني برادر یې له پېښوره په کراچۍ کې یوه خوندي کور ته بېولی، وروسته یې وویل چې له طالبانو سره یې د تماس لپاره پېښور ته لېږدولی خو هیڅ افغان نه دی لیدلی.

ملا برادر ته دا منسوب عکس پاکستاني رسنیو په ځلونو خپور کړی او ویلي یې دي چې دا عکس د نوموړي دی
ملا برادر ته دا منسوب عکس پاکستاني رسنیو په ځلونو خپور کړی او ویلي یې دي چې دا عکس د نوموړي دی

د افغانستان چارواکي باور لري چې ملابرادر د طالبانو له مشر ملا عمر سره نژدې اړیکې لري او د طالبانو په تحریک کې خورا زیات نفوذ لري، او نوموړی، چې یو وخت یې غوښتل د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي، له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو لار اوارولی شي.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي د شنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل:«ملابرادر لا هم د پاکستان له لوري کلک نظر بند دی او ښايي همدا علت وي چې د طالبانو مشرانو له نوموړي سره تماس نه دی نیولی.»

فیضي زیاته کړه:«موږ به له پاکستان څخه د ملابرادر د اوسېدو د ځای په اړه توضیح وغواړو او دا غوښتنه به هم وکړو چې پاکستان په څه ډول د افغانستان د سولې د عالي شورا او ده (ملابرادر) ترمنځ د مخامخ خبرو لار اوارولی شي.»

فیضي وویل چې ولسشر کرزی به راتلونکې اوونۍ په لندن کې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره په غونډه کې دا مسله یاده کړي.

ټاکل شوې ده چې د بریتانیا د صدراعظم ډیوید کامرون په بلنه د افغانستان او پاکستان مشران په لندن کې جرګه شي.

د ولسمشر کرزي ویندوی وویل:«د سولې عالي شورا د ملا برادر د کورنۍ له غړیو سره تماسونه نیولي خو متاسفانه له ده سره په تماس نیولو بریالۍ شوې نه ده. حال دا چې موږ غواړو چې د سولې شورا له ده سره وویني. تر کومه ځایه چې موږ معلومات لرو دا دي چې د ملا برادر د کورنۍ غړي توانېدلي چې ورسره وویني، خو د سولې عالي شورا تراوسه نه ده توانېدلې چې تماس ورسره ونیسي.»

د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت وايي چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته صادق دی او هڅه کوي چې افغان طالبان د سولې خبرو ته راضي کړي خو د افغانستان حکومت او متحدان یې لا هم د پاکستان پر صداقت شک کوي.

3 thoughts on “کرزی به په لندن کې پر پاکستان د ملابرادر په خاطر فشار راوړي”
  1. دتاند. دویب پانی لیکونکو سلامونه قبول کی،، یوه تیر وتنه سوی دایو جای دولسمشر پر جای ولسشرلیکل سوی هیله لرم ناراحت نشی،، بل زما له نظره ملابرادر باید پاکستان نه ویستل شی ترچو پاکستان په خاوره کی وی گته تری نه اخستل کیزی هیله لرم چی نور کتونکی خپل نظر ووایی. مننه

  2. ملابرادر كه پاكستان نه و وت فعاليت نه شي كولاي حكه پاكستان د ملا برادر په شان لسگونه كسان رو زلي خو كه داخل په پاكستان كي وي په دي شرط چي خود مختاره وي اوپه خپله شورا يا دخل كي فعاليت وكري اميدواريو چي يوه لاربه جوره شي.

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *