تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په یوه فرمان کې له دولتي چارواکو غوښتي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د چا ملاتړ ونه کړي.

د ولسمشر کرزي له دې فرمان سره په یووخت په ټولنیزو رسنیو کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتو په دفتر کې د کرزي د لومړي مرستیال، دفاع وزیر او یو شمېر نورو چارواکو عکس خپور شو چې د ټاکنو په اړه سلا مشورې کوي.

همداراز د پکتیا والي جمعه خان همدرد د افغانستان په شمالي ولایتونو کې له جنرال دوستم سره په انتخاباتي غونډو کې ولیدل شو.

د ولسمشر کرزي په فرمان کې ویل شوي چې چارواکي دې خلک نه هڅوي چې چا ته رایې ورکړي او نه به کوم ځانګړي کاندید ته اسانتیاوې برابروي.

کرزي په خپل فرمان کې دا هم ویلي چې چارواکي حق نه لري چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته څوک د کارکوونکي په توګه معرفي کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپل یو شمېر کارکوونکي د درغلیو له کبله له کاره وایستل او د هغو پر ځای یې د نویو کسانو په ګومارلو پیل کړی دی.

د ولسمشر حامد کرزي په فرمان کې دا هم ویل شوي چې حکومتي چارواکي له وسلو او ساتونکو سره د خپلو رایو د استعمالولو لپاره د رایو مرکزونو ته د تلو حق نه لري.

په فرمان کې ویل شوي چې که چا د دې فرمان سرغړونه وکړه عدلي او قضايي اورګانونو ته به معرفي شي.

دا هغه خبره ده چې ګومان نه کېږي څوک ورڅخه وبېرېږي ځکه چې څوک ګومان نه کوي چې حکومت یې د عملي کولو توان او اراده ولري.

نن په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال یونس قانوني، دفاع وزیر بسم الله محمدي، د بلخ والي عطا محمد نور او څو نور وزیرانو عکسونه خپاره شول چې د عبدالله عبدالله په انتخاباتي دفتر کې د ټاکنو د دوهم دور په اړه خبرې کوي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان خپلو انتخاباتي مبارزو ته دوام ورکوي. عبدالله عبدالله نن بادغیس ولایت ته لاړ او د خپلو پلویانو په غونډه کې یې ګډون وکړ.

اشرف غني احمدزی جوزجان او فاریاب ولایتونو ته لاړ او په دواړو ولایتونو کې یې د خپلو پلویانو په غونډو کې خبرې وکړې.

0 thoughts on “کرزی: دولتي چارواکي دې بې پرې وي- د عبدالله په دفتر کې د چارواکو غونډه”
  1. دغه ډول ناستی واقعـــا د قانون څخه ښکاره او بربـــنډه سر غړونه ده او دولت باید او باید مداخله وکړی او دا تــــوان دولت سره کاملا شـــه که دولت وغواړی، او زه حیران و دی ته یم چه لومړی معـــاون ،وزیر دفاع خو د ټولو افغانانو مشران دی ، خو دا ددی ثبوت دی چه دوی بی طرفه نـــــــــدی او افغانان باید ځانونه ښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه پــوه کــــــړی.

    په درناوی.

  2. د کرزي فرمانونه لکه د خره ټيزونه دی چی څوک په سر نږروي، حتا خپله خره ته هم بي اهميته وي

ځواب ورکول ا. دوست ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *