تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۰مه: پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د امریکا د ناکامې جګړې او غولوونکو شعارونو په اړه د واشنګټن پوسټ د اسنادو خپرېدو په غبرګون وايي، په دغه راپور کې پر امریکا د ده ټولې نیوکې تایید شوې دي.
ښاغلی کرزی له اسوشیټډ پریس سره په خبرو کې وايي، پر امریکا یې تل همدغه نیوکه کړې ده چې په بيځایه ځایونو پیسې لګوي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن پوسټ په خپرو کړیو اسنادو کې ۱۴ کاله د داسې دولت واکمن ښودل شوی چې بنیاد یې پر غل سالارۍ ولاړ و.
خو حامد کرزی وايي، ده هیڅ اشتباه نه ده کړې، مګر دا نه ردوي چې حکومت او چارواکي یې په فساد او رشوت کې ښکېل وو: (( خو دا هم د امریکا کار دی چې سلګونه ملیونه ډالر یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې داسې ولګول چې فساد او رشوت ورسره زیات شو.))
حامد کرزی وايي، دوی هغه وخت څه نه شوای کولی، ځکه په وینا یې چې پیسې د امریکایانو وې او هغوی دا پیسې په داسې ځایونو لګولې چې له افغانستان سره یې مرسته نه کوله او نه هم د مصرف شویو پیسو په اړه څوک ځواب ورکوونکی و.
ښاغلی کرزی زیاتوي، چې دی د واشنګټن پوسټ د راپور په خپرېدو خوشاله دی او هیله لري چې نه یوازې د امریکایانو ذهن په دې مسایلو خلاص شي، بلکې امریکا د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي.
حامد کرزي همدا راز تور پورې کړی چې امریکا له فساد او رشوت څخه د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره استفاده کوله.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزارت د واشنګټن پوسټ راپور رد کړی دی او ویلي یې دي چې امریکايي چارواکو هیڅکله دا نیت نه دی کړی چې کانګرس او یا هم امریکایان وغولوي او دروغجنې ادعاوې وکړي.
کرزی صاحب!ا
د جامعې بنیاد اقتصاد دی خو تا د امریکا په غلامۍ کې ۱۰۰۰ ملیارده دالر د غلو لمن ته ورواچول او نتیجه هم وږی افغان.
کچیری افغان دولت په تیره بیا اشرف غنی د دوهم ځل لپاره په یواځی ځان نه د مخکی ډول سره چی وحدت ملی حکومت یی جوړ کړ ځکه ولس اوس هم وایی بیا هم وایی چی یا ریس جمهور شه که نه کیږی په مکمل ډول یی بل نوماند یا طالبانو ته پریږده چی لدی لنډه غرو سره د څلویښت کلنی جګړی او افغانستان د زیان او نقصان پوښتنه وشی او دهغوی پیسو او مالی مرستو چی نړی له افغانستان سره کړی یوه یوه افغانی حساب وشی ځکه نړیوالو تنها دا مرسته له کرزی یا دده له ټیم او وزیرانو او لنډه غرو سره نه وو کړی بلکه دا یی له ولس سره کړی او ولس ځواب غواړی مګر اول باید هغه کسان چی کار او بار یی معلوم نده مګر له شل زرو زیات معاش له دولت اخلی یا څو ځایه معاش اخلی باید حساب او کتاب ورسره وشی که هر څو ک وی یا د هرچا ځوی وی
دوهم له ټولو موسسو او نړیوالو مالی مرسته کوونکو سره د بودجی مصرف په اړه واضح ګزارش وغواړی او ولایتی او ولسوالیو نماینده ګانو څخه د شویو پروژو او کومکونو په اړه راپور وغواړی چی آیا دا مستحقو کسانو ته رسیدلی او کنه که ندی رسیدلی ولی آیا دا مرستی یواځی د یو سمت او قوم لپاره وی که د ټول افغانستان ولس لپاره؟
هغه چار واکی چی پدی ۱۸ کلنه دوره کی په لوړ پوړو څوکیو کار کړی یا پارلمانی چارواکی چی تر پرونه یی کور ګوډ سپی یا خر نه درلود نن د ضد زرهی موټر او پارتمان او شرکت او تجارتی معاملی کوی باید دقیقه څیړنه وشی؟
له ترافیکو باید پوښتنه وشی چی هغه پیسی چی جریمی په ډول پدی ۱۸ کالو کی له ډریورانو اخیستی د دولت حساب ته انتقال شوی یا شخصی جیبونو ته باید دوی د مشرانو کورونه او معاشونو پوښتنه وشی چی کوم کورونه او آپارتمانو لری دا یی مخکی له وظیفی جوړ کړی که وروسته له وظیفی ، د دوی معاش څومره ده پدی معاش د دوی ګزاره کیږی که نه کیږی بیا دا دومره سرمایه دوی له کومه کړه
بیا د ګمرکی چارواکو څخه پوښتنه وکړی چی افغانستان څومره اجناس او تجهیزات واریدیږی ګمرک کیږی او حیرتان او هرات او تورخم او نور بندرونو په اړه یو اساسی سروی او حساب وکړی او دوی د مشران حساب اکونټ او سرمایه او له وظیفی وروسته دوی دارای په اړه څیړنه وکړی
بیا د څاروانوالو په اړه پوښتنه وکړی چی دا څومره قضیی مو څیړلی مجرم څوک دی او مجرمین او هغه چارواکی مجرم دی جنایی او جنګی قضیو کی ښکیل دی ولی تر اوسه خلاصی تڼی ګرځی دا څوک دی چی د دوی بندی کولو مخه ډب کوی باید ولس ته یی روښانه کړی
برښنا شرکت په اړه باید قوی تحقیقات وشی چی دا شرکت صلاحیت لری چی بهرنیو شرکتونو سره قرارداد امضا کړی درحالیکه موږ په دی هیواد کی د اوبو او انرژی په نوم یو دولتی وزارت لرو که چیری ددی شرکت کارونه قانونی وی نو وزارت دی بیا لغوه شی بیا دومره مشاورین یا جیګ معاش لرونکی ریسان د څه لپاره ، ولی بانک آسیایی یا بانک جهانی یا نور مالی ملاتړ کوونکی له شرکت سره مرسته کوی مګر د بند په جوړولو کی د اوبو او انرژی وزارت سره مرسته نه کوی علت یی عدلیی او قضایی ارګان وڅیړی
همدارنګه باید برښنا شرکت د هغو لوړ پوړو چارواکو چی د برق بیل نه تحویلی باید پری یی کړی مګر که چیری یو غریب کورنی د یوی میاشتی بیل پری نکړی یو عادی برقی بی لدی چی هغه غربت ته توجه وکړی ورباند قطع لین امر کوی
څارنوالی ، مبارزه با فساد او جرایم سنګین اداری د هغو مجرمینو چی دوسیی له دوی سره دی باید په اړه یی تصمیم ونیسی
د ښاروالی په اړه باید څیړنه وشی چی ولی د کابل ښار پاکووالی نه نیولی کیږی ولی لا اوس هم کابل کی په پریمانه اندازه لنډغر سپی شته ولی ښاروالی په وړاندی ګام نه پورته کوی
د ښاروالی په اړه هم لکه څنګه چی له برښنا او ترافیکو نه پوښتنه کیږی له دوی څخه دی د دوکانو او مارکیټونه مالیه او کرایه په اړه پوښتنه وشی
همدارنګه ولسمشر باید تیر د ظاهر شاه په ډول یو فرمان اعلان کړی چی ټول د ځمکو څښتن باید دولت ته مالیه ورکړی او همدارنګه عشر ورکړی ترڅو دولت بهرنی مرستی څخه په داخلی عواید ولاړ شی
نن د جهان اکثریت او د افغانستان ملت په دی پوهیدلی چه غوا توره او پی یی سپینی دی، کرزی صیب ! دا یوازی ستا کمال نه دی چه ستا پیشبینی رښتیا وتلی ، ستا په باره کی هم د خلکو پیش بینی رښتیا وتلی دی ، خو ته ناخبره یی .
مهمه خبره داده چه یوار د ځان په هکله او دهغه سهامی شرکت حکومت په هکله هم د سره فکر وکړی چه ستا نه شروع ستا د معاونینو نه نیولی ستا تر وروڼو ، انډیوالانو و وطن دارانو پوری او ستا د معاونینو د وروڼو او اقاربو پوری ددی بیوزلی ملت په داراییو او جایدادونو نژدی ۱۳ کاله چور جوړ کړی ؤ .
• کله چه یوڅوک د اینجیبو( این جی او )محصول وی نو د حکومت نه هم د اینجیبو کار اخلی ( ترک عادت موجب مرض ) .
دا درسته ده چه اوس یی هم نه منی ! خو که یوڅه عادل نظام راشی چه انشاء الله حتمآ به راځی ، نو بیا به د عدالت په وړاندی ګل غوندی ته او ستا د سهامی شرکت یاران په خپلو غیر قانونی کړنو اوچور باندی حتمآ اعتراف کوی او د ملت نه به بښنه غواړی .
همدا اوس چه د چوکی نه ایسته شوی یی ، په یوه سیاسی فساد کی لګیا یی ، د دولت او نظام د رهبری سره دی غیر ضروری موازی سیالی شروع کړی چه نتیجه یی دا فغانستان منتخب ، مشروع دولت او نظام کمزوری کول ، ملی وحدت کمزوری کول دی او په دی ته هم ښه پوهیږی . د اشرف غنی سره د خلاف د ملی منافعو نا مشروع رقابت شروع کړی ، ستا په دوره اشرف غنی ستاسود ولسمشری پوره اطاعت کاوه ، اوس په کارده چه تا دهغه تر مشرتوب لاندی دوطن د پاره په اخلاص کار کولی ، او دهغه په مقابل کی دی ډلی ټپلی نه جوړولی ، د بله طرفه د علم او تجربی په اساس اشرف غنی ستا د پاره د یوه استاد حیت لری ، که یی ته نه منی ملامت نه یی ځکه دافغان سیاسیونو بد بختی همدا وه او ده چه ټول منونه دی ، چارکی پکښی نه شته . ستا په مسلسلو غلطو موضعګیریواو سیاستونو باندی ملت ډیرخفه او په قهر دی .